د هلمند (۲) بې کیفایته امنیه قومدانانو د دې ولایت د امنیت راویستلو په برخه کې څه وکړل ؟

د هلمند (۲) بې کیفایته امنیه قومدانانو د دې ولایت د امنیت راویستلو په برخه کې څه وکړل ؟



لیکوال: ګل محمد غورځنګ
ولایت:هلمند
تاریخ ۱۳۹۶/۵/۲۱
مرکزي حکومت همېشه د هلمند لپاره دغلته په ادارو کې دفساد مخنوي او د امنیتي وضیعت سموولو په مقصد رالېږلي ، هغوی په پیل کې ښه وي ، خو ورسته په خپلو دندو کې ناکام سي او یوازي د خپلو جیبونو ډکلو اوشخصي ګتولپاره کار کوي .
یو نیم کال وړاندې د هلمند په شمالي ولسوالیو سنګین ، خانشین او موسی کلا کې جګړې ځښت زور اخستی وو، هغه وخت د هلمند امنیه قومندان پاسوال نبي جان ملاخېل وو او جګړه هم یوازي شمالي ولسوالیو ته ورټوله وه، کله چې ملاخېل له دندې ګوښه سو.
نو پرځای یې عبدالرحمان سرجنګ د هلمند د امنیه قومندان په توګه وټا کل سو، که څه هم د هلمند امینتي وضیعت د کلونو راهیسي ناسم دی، خو د سرجنګ د ماموریت پرمهال د دې ولایت امینتي وضیعت ورځ تربلې خرابیدی آن تردې چې له شمالي ولسوالیو جګړه ورو ، ورو تر مرکزي ولسوالیو راورسېدل ، د خیالي پولیسو ستنونزې زیاتې سوې او پرودولت ددې ولایت دولس باور بېخي راکم سو.
امنیه قومندان عبدالرحمان سرجنګ دهلمند په نوم (۲۵۰) تنه ملي پولیس کومکي راویستي وه،خوپه اصل کې په دې ولایت کې نه وه اوتنخواګانې یې دده شخصي جیوب ته تلې.
سرجنګ د یاد ولایت د امینت په ټینګښت کې پاته راغلی پرته له چور او چپاوله یې نور هیڅ هم ونه کړل .
هلمند ولایتي شورا هم ځښت انتقادونه ورباندې وکړل ، چې د خیالي پولیسو ستونزه د مرکزترڅنګ ولسوالیو کې هم سته .
ولایتي شورا غړي اوس هم وایي ،چې دهلمند په یوشمېر ولسوالیواو سیمو کې (۲۵) سلنه د خیالي پولیسو ستونزه سته.
ترسرجنګ ورسته هلمند ته امنیه قومندان مل پاسوال اقانور کینتوز وټا کل سو.
ددې ولایت ولسونو په پیل کې کینتوز غوره او وړکس وباله ، هغوي له نوموړي زیاتې هیلې درلودي، څو دې ولایت کې امنیتي وضیعت سم کړي .
حال دا چي جګړه د ښار تر څوکو راورسېدل او له څلورو خوا ښار شاوخوا یوکال محاصره سو.
اقانور کینتوز فقط دنوي دندې پرمهال دولسمشرمحمد اشرف غني په آمر په دې برخه کې جدي اصلاحات پیل کړه اوشاوخوا(۲۰۰) تنه خیالي پولیس یې منفق کړل.
هغه وخت (۴۰ ـ۵۰) سلنه دخیالي پولیسو ستونزه موجود وه.
کینتوز هم جګړیز حالاتو ته هیڅ تغیر ورنه وکړ، بغیره کومه مقامومته مارجې ، نادعلي ،ګرمسیر او ناوې ولسوالۍ زیاتې سیمې د وسله والو ترحاکمیت لاندې راغلي.
ناوې ولسوالۍ کې ۱۵۲ پوستې پرته له کوم مقاومته افغان ځواکونو وسله والو طالبانو ته خوشي کړې .
اوس تازه شاوخوا یوه میاشت وړاندې یوځل بیا افغان دولت ناوې ولسوالۍ کې د وسله والو پرضد عملیات پیل کړل .
دناوې ولسوالۍ دعملیاتو پوره (۲۵) ورځې کېږي، عملیات دسرطان میاشتې پر(۲۴) پیل سول ،خو تراوسه یې په امنیتي ساحې کې پراختیانه ده راغلې.
داسي حال کې چې هلمند والي حیات الله حیات دیوخبرې کنفرانس پرمهال خبریالانو ته وویل، چې څلورو ولسوالیو مارجې، نادعلي، ګرمسیر اوناوې کې به چټک عملیات پیلوي او ژیر به یې د وسله والو له ستونه پاکوي ،خودوی تراوسه په ناوې کې اخته دي.
تر سرجنګ او کینتوز را ورسته دریم امنیه قومندان مل پاسوال عبدالغفار صافی و ټاکل سو، نوموړی داسي حال کې وټاکل سو ،چې هم جګړه ګرمه ده او هم د وسله والو زیاتې سیمې په لاس کې دي.
اوس هرڅه بیا وخت ته پرېږدو ،چې صافی د هلمند د امینت راویستلو په برخه کې څه ولای سي.

 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top