اقتصاد پېژندنه/ (۴۲مه برخه)

اقتصاد پېژندنه/ (۴۲مه برخه)


کرایه Rent

د تولید په عواملو کې کرایه د هغه شي څخه اخیستل کېږي چې ثابته وي او ارتجاعيت ونه لري، یانې د بدلې په لوړوالي سره يې په عرضه کې زیاتوالی رانشي . لکه ځمکه چې ټوله یيز يې مقدار ثابت دی یانې انسان ځمکه نشي جوړولی نو کولی شو کرایه داسې تعریف کړو: له کرايې څخه موخه هغه مقدار دی چې کوم وګړی د ځمکې له کارونې وروسته په دوراني ډول د ځمکې خاوند ته ورکوي. کرایه دوه ډوله ده.

خالصه یا اقتصادي کرایهNet Rent: له دې ډول کرایه څخه موخه يوازې هغه کرایه ده چې یوازې د ځمکې له کارونې څخه ورکول کېږي. او خامه ټوله یيزه کرایه هغه کرايي ته ویل کېږي چې د ځمکې څخه پرته نور شیان هم په کې دخیل وي لکه د موټر کرایه، او یا د نورو وسایلو یانې چې ټول په کې دخیل دي.

د خالصې او ټوله یيزې کرایې ترمنځ توپیر په دې کې دی چې په خالصه کرایه کې يوازې د ځمکې له کارونې څخه وروسته د ځمکې خاوند ته ورکول کېږي خو ټوله یيزې کرايي کې سود او اجوره هم دخیله وي. اوس زموږ سوال دا دی چې کرایه څنګه ټاکل کېږي د د لپاره موږ لاندې نظریاتو ته کتنه کوو..

د ریکارډو د کرايې نظریه: کرایه د ځمکې د تولید هغه برخه ده چې یو کروندګر يې د ځمکې د اصلي او د پايدار صلاحیت له کارونې وروسته د ځمکې خاوند ته ورکول کېږي. د ځمکې بېلابېلې ټوټې یو له بل سره توپیر لري ځکه ځینې ځمکې کانونه لري ځینې په ښه ځای کې شتون لري که یو شان کرايه پرې وضع شي مناسبه نه ده ځکه چې تولید مختلف دی. او هغه کرايه چې د ځمکو څخه ترلاسه کېږي توپیر لري. د دې موضوع د وضاحت لپاره د یو نوي اباد شوي هېواد مثال ورکوي او داسې فرضوو چې د حاصل له مخې څلور ډوله ځمکه شتون لري A,B,C,D په دې کې خلک لومړی A درجه ځمکه تر کښت لاندې راولي چې دا ځمکه له اړتیا ډېره ده هر وګړي چې څومره غواړي کښت کولی شي نو ځکه خو د ځمکې بدله هم نه وي. یا په بل عبارت قیمت يې نه وي ځکه چې وړیا ده. فرضوو چې يه یو جریب یې تخم، مزدوري او سره ولګول شي او ټول لګښت یې اته زره افغانۍ کېږي نو څلويښت منه غنم تولیدوي نو پر دې اساس د څلویښت منه غنمو قیمت اته زره افغانۍ کېږي چې د کښت لګښت پوره کوي.

له لږ وخت وروسته د هېواد نفوس ډېريږي او د A درجه ځمکه نور خلکو ته نه پوره کېږي. نو کم حاصل لرونکی ځمکې ته لاس کوي یانې B درجې ځمکې ته چې معلومه خبره ده چې د A درجې څخه حاصل کم دی او فرض کړی چې په اتو زرو 35 منه غنم تولیديږي A ځمکې پینځه منه ډېرښت د هڅې پایله نه ده. بلکې Aځمکه له B ځمکې څخه حاصلخیزه ده. نو ځکه یې خاوند ته کرایه ورکول کېږي چې له پنځو منو غنمو له ارزښت سره برابر وي. اوس نو A ځمکه وړیا نه ده بلکې کمښت لري او ټوله ځمکه تر کښت لاندې ده نو ځکه یې بدله اړینه ده او Bځمکه اوس وړیا ده او د کارونې یې کومه بدله نه وي . په همدې ډول کله چې نفوس نور هم ډېر شي نو خلک مجبور دي Cدرجه ځمکې ته لاس کړي چې دا له Bدرجې ځمکې څخه که حاصل لري او 30 منه غنم کېږي په همدې تر تیب کله چې نفوس نور هم ډېر شي نو Dدرجه ځمکې ته لاس کېږي چې 25 منه غنم تولیديږي.

یوه خبره د یادونې وړ ده کومه ځمکه چې کرایه نه لري هغې ته بې کرایه ځمکه وايي یو وخت و چې A ځمکه بې کرایه وه ،بیا ورته A کرایه ورکوي او B بې کرایه وه په همدې ترتیب cاو D ځمکه بې کرایه ځمکه ده وروستی  ځمکه ورته وايي چې یوازې خپل لګښت یانې اته زره افغانۍ پوره کوي .

د یوې ځمکې د کرايي اندازه د ځمکې تولید او نهايی ځمکې د تولید له توپیر ته وايي . کولی شو په لاندې جدول کې روښانه کړو.
 

                                  د غنمو في ټن تولید

د کار او پانګې مقدار

څلورمه درجه ځمکه

دریمه درجه ځمکه

دویمه درجه ځمکه

لومړی درجه ځمکه

25

30

35

40

1

2

25

30

35

2

15

2

25

30

3

10

15

2

25

4

5

10

15

20

5

په پورتني جدول کې د A ځمکې د کار او پانګې په یوه واحد څخه 40 منه تولید رامنځته کېږي چې 40 منفي 25 مساوي کيږ له 15 څخه چې د لومړی درجې ځمکې کرایه ټاکل کېږي په همدې ډول B ځمکې څخه 35منه غنم تولیديږي چې منفي 25 مساوي لس منه کېږي چې همدا یې کرايه ټاکل کېږي . په همدې ډول د C ځمکې کرایه پینځه منه او د D ځمکې کرایه شتون نه لري. خو کله چې نفوس نور هم ډېر شي خلک په خپلې ځمکې ژور کار پیلوي یانې د ځمکې په يوه برخه د پانګې او کار واحدونه ډېره وي چې په پایله کې د حاصل د کمښت قانون رامنځته کېږي مطلب دا چې د نوی واحدونو نهايي تولید راکميږي. یو خبره د یادونې وړ ده چې د ځمکو په ټولو برخو د کار او پانګې واحدونه ولګول شي تر څو نهايي تولید سره مساوي شي د ساري په توګه: که لس واحده وي نو څلور په A ځمکه، درې په ‌B ځمکه، دوه په C ځمکه او یو په D ځمکه ولګول شي. نو په همدې ډول به په ځمکې اخري لګول شوي واحد نهايي تولید سره برابر وي کولی شو په لاندې ګرافونو کې هم روښانه کړو...

په پورتني ګرافونو کې موږ درې ډوله ځمکې فرض کړي. لومړی د Aدرجې ځمکې ګراف تر څېړنې لاندې نیسو: که د غنمو قیمت نور به ګورو بیا:

بې کرايي ځمکه Marginal Land: د ریکاردو د نظریې پر وخت مو د بې کرایې ځمکې یادونه هم وکړه یوه داسې ځمکه چې کرایه نه لري  د داسې ځمکې تولید له لګښتونو څخه ډېرې نه وي بلکې په ستونزمنه توګه تولید خپل لګښت پوره کوي د اړینه نه ده چې بې کرايي ځمکه خرابه ځمکه وي ځکه د بې کرايې ځمکې لپاره موقعیت او کانونه د عامل په توګه نه نیول کېږي بلکې دا لیدل کېږي چې متبادل کارول يې څه شي دي ځکه ځمکه چې د کومې موخې لپاره کارول کېږي که چیرته بلې موخې لپاره وکارول شي کیدای شي ډېر تولیدات ولري . ځکه چیرته یوه ځمکه د وريځو لپاره مساعده وي او موږ پرې غنم کرو نه طبيعي خبره ده چې لږ تولید به تر لاسه کوو، نو له دې خبرو څخه څرکنديږي چې د ځمکې کرایه او بې کرایه مهمه نه ده بلکې مهمه دا ده، چې په ځمکې چې کوم توکی کرل کېږي د هغه قیمت څنګه دی ؟ ځکه قیمت په لوړوالي سره ځمکه له لګښتونو ډېر تولید او که ټیټ شي نو لږ تولید تر لاسه کوي . کیدای شي د موقعیت له مخې هم ځمکه بې کرايې کیدای شي ځکه کومه ځمکه چې کاروبار ته جوړه وي تر پرې کرنه ترسره کوی یا د کرنې لپاره جوړه وي او ته پرې کاروبار ترسره کوی نو طبیعي خبره ده چې بې کرایه کېږي نو موقعیت د ځمکې هم مهم شی دی .

د ریکاردو تيورۍ مفروضیات:

لومړی: د کروندګرو ترمنځ د بشپړې سیالۍ لرونکي بازار شتون لري او د تولیداتو قیمت د بې کرایې ځمکې د تولیداتو د لګښتونو سره برابر دی.

دوييم : تولیداتو په اړه پوهه: کروندګرو ته باید دا معلومه وي چې کومه ځمکه ډېر حاصلات لري او کومه ځمکه لږه ډېر حاصل والا لومړی او لږ حاصل والا وروسته وکري

درېيم: د حاصل د کمښت قانون دا په دې مانا که پر ځمکه نور هر څومره پانګه او کار اضافه کړو خو په وروستیو حاصلاتو کې يې کمښت راشي.

د ریکاردو پر نظريې نیوکې:

د ځمکي قوت دایمي نه دی: ریکادو ویلي چې کرایه د ځمکي د ځینو خپلواکو ځانګړتیاوو له کبله پیدا کېږي خو په حقیقت کې په ځمکه هیڅ يوه داسې ځانګړتیا نشته چې خپلواکه او پیداواره وي ځمکې حاصل قوت ورو ورو کميږي.

د ځمکي حاصل کې بشر کار داخل دی: ریکاردو وايي چې د کومو عناصر و له کبله پر ځمکه کرايه ورکول کېږي هغه اصلي دي خو دا خبره ناسمه ده ځکه انسان پر ځمکه داسې وسایل کارولی شي چې بې کرایې ځمکه هم په کرایه لرونکی ځمکې تبدیله کړي.

د ځمکي نږدیوالی او لرې والی: د ریکاردو د وینا له مخې خلک لومړی هغه ځمکه کري چې لومړی درجه وي او خو اصلي خبره دا ده چې خلک هغه ځمکه لومړی کري چې ورته نژدې وي .

کرایه د تولید د لګښتونو برخه ده ، د ریکاردو له نظریې څخه معلومیږي چې ځمکه د تولید په قیمت کې داخله نه ده خو کرایه په هر صورت د تولید لګښتونو برخه ده .او د ځمکې د کمښت له امله بې کرایه ځمکه هم کرایه ورکول کېږي.

د کرايې د پیدا کېدو اصلي لامل: د ریکاردو د نظريې له مخې کرایه هغه وخت پیدا کېږي چې ځمکه د حاصل او موقعيت له مخې یو له بل سره توپیر ولري. که یو شان وي نو ځمکې ته هیڅ کرایه نه ورکول کېږي دا خبره غلطه ده ځکه که ټوله ځمکه عالي درجه هم وي نو ځمکه د کمښت قانون رامنځته کوي که چیرته هر څومره پرې پانګه او کار ور اضافه کړو نهايي تولید کميږي .په حقیقت کې کرایه د ښې او بدې ځمکې پر اساس نه پیدا کېږي چې د ځمکې مقدار ثابت دی او نور نه پيدا کېږي او که پیدا کیدای نو بیا د کرایې پوښتنه نه پیدا کیږي.

بې کرايې ځمکې تصور: ریکاردو وايي هغه ځمکه بې کرایې ده چې تولید يې له لګښت سره برابر وي خو د دې نظريې لپاره داسې ځمکه نشته دا يوه انځوریزه خبره ده. د ریکاردو له انده بشپړه نه دی ځکه هغه وايي چې بېلابېلې ځمکې ولې بېلابېلې کرایي ورکوي خو دا یې نه دی واضح کړي چې کرایه څنګه ټاکل کېږي. ریکادرو دا خبره هم نه ده یاده کړی چې ځمکه متبادله کرل کېږي کرایه يې يوازې پر ځمکې منحصره کړې ده. تر ټولو لویه نیوکه پر دا ده چې د کرایې ټاکل خصوصي نظريې پورې اړه نه لري د نورو توکو په څير د عرضې او تقاضا له مخې ټاکل کېږي.

کرایه او قيمت: د ریکارډو د نظريې له مخې د ځمکې کرایه د ځمکې د تولید په قمیت کې نه راځي ځکه د تولید قیمت د بې کرایې ځمکې د پيدایښت له لګښت سره برابر دی او په دې لګښتونو کې کرایه دخیله نه ده د دې نظریې له مخې د کرايې خبره هغه وخت پیدا کېږي چې د تولیداتو قیمت ټیټ شي خو داسې ویلی شو چې کرایه د قیمت د لوړوالی لامل ګرځي او د قیمت په ټاکلو کې دخالت نه لري .

که ورته له يوې بلې خوا هم وګورو نو کرایه د قیمت برخه نه ده ځکه ځمکه د الله ج لخوا په وړیا ډول ډالۍ شوې او عرضه يې هم ثابت ساتلو لپاره باید هیڅ قیمت ورنکړای شي.

خو حقیقت دا دی چې که د يو هېواد د ځمکې د عرضې پر ځای د ځمکې کارونه په پام کي ونیسو نو بیا کرایه د تولید د لګښتونو يو برخه راځي او د توکي په قیمت کې هم داخلیږي. د ځمکې يوه برخه د بېلابېلو موخو د کارونې کيدای شي د ساري په توګه: کرونده پرې کول، هټۍ جوړل یا بل کوم کاروبار چې دی خوښ وي نو کولی شي چې وی کاروي.

د کرايې نوې نظریهModern Theory of Rent: لکه څرنګه مو چې ولیدل نويو اقتصاد پوهانو د ریکاردو نظریه رد کړه او پر ځای يې د کرایې نوی نظریه رامنځته کړه چې د عرضې او تقاضا نظریه ده ځکه د هر شي قیمت د دوو قوتونو په وسیله ټاکل کېږي. د کرايې د پیدا کولو اصلي لامل دا دی چې له ځمکې څخه تر لاسه شوی حاصل د تقاضا په وړاندې کم دی ځکه د ډېر حاصل د پیدا کولو لپاره ډېرې ځمکې ته اړتیا ده او ځمکه هم کمه ده نو ځکه د ځمکې کارونې په بدله کې چې څه ورکول کېږي کرایه ورته وايي. توپیر یې په دې کې دی لکه د يو پوه او ناپوه کارګر په مزدوري . خو اصله خبره دا ده چې ځمکه زموږ د اړتیا په پرتله کمه ده نو ځکه کرایه رامنځته کېږي. د ځمکې د کرايي مقدار د ځمکې د عرضې او تقاضا له مخې ټاکل کېږي. د ځمکې لپاره تقاضا مخامخ نه وي، ځکه ځمکه یوه وسیله ده چې موږ پرې کرنه تر سره کوو او یا يې بل کار لپاره کاروو که دد شیانو ته تقاضا لوړه شي نو ځمکې ته هم تقاضا لوړيږي چې ورسره د کرايې مقدار هم لوړيږي. د دې برعکس يې تقاضا ټيټيږي اود کرايي مقدار هم ورسره راټیټېږي .د ځمکې د عرضې او تقاضا له لوستلو وروسته مونږ اوس وینو چې کرایې مقدار څنګه ټاکل کېږي . د کرايي د نوی نظریې له وړاندې کولو څخه وړاندې پوهانو یو څو فرضیې ټاکلي دي.

  • يو جزیره ده چې د کرنې وړ ځمکه په کې ثابته ده

  • د حاصل په لحاظ ټوله ځمکه یو شان ده

  • ټوله ځمکه يو ډول فصل مثلا غنم تولیدوي

  • ځمکه د ډېرو کروندګرو ده او ترمنځ يې ډېره قوي سیالۍ هم ده

  • له جزيرې باندې د غنمو اخیستل او خرڅول لپاره بشپړ سیالۍ لرونکی بازار شتون لري او دجزیرې د غنمو پر قیمت هیڅ اغېز نه لري.

د جزیرې ځمکه د کروندګر له اړتیا څخه ډېره ده نو ځکه کرایه پرې نه ورکوي، لکه چې د ځمکې قیمت صفر وي. خو کروندګر کرنې ته پراختيا ورکوي تر دې چې د ځمکي نهايي تولید صفر شي یا په بل عبارت د ځمکې د ټوټو یو په بل پسې کرل تر دې چې د ځمکې د نهايي توليد ارزښت د ځمکې له قیمت سره برابر شي چې دې حالت د کرنې د پراختیا حد دی. چې کولی شو په لاندې ګراف کې ذکر کړو.

په پورتني ګراف کې که ولیدل شي  چې د ځمکې مقدار ثابت دی، نو ځکه یې عرضه هم عمودي کرښه ده یانې SS .بلې خوا د کښت تقاضا کرښه چې DD ده چې د نهايي تولید د کمښت سره لاندې راغلې. چې د عرضې او تقاضا کرښې په M نقطه کې سره يو ځای کېږي چې په دې نقطه کې د ځمکې قیمت صفر دی کروندګر د ځمکې خاوند ته کرايه نه ورکوي او ځمکه OM په مقدار کري. موضوع په دویم ګراف کې روښانه کړو.

د کښت متوازن کیفیت په دویم ګراف کې څرګندېږي، ځکه پر دې کومه کرایه نه ورکوي. ځکه تر هغې پرې کښت تر سره کوي تر څو چې په نهايي برخې يې کومه بدله ور نه کړي. ځکه هغه نهایي تولید له نهايي لګښت سره برابروي. او دا هم معلوميږي چې که په ټوله جزیره کې يو کروندګر شتون ولري نو د ځمکې د نهايي تولید د ارزښت کرښه د ځمکې د تقاضا کرښه هم وي.

اوس فرض کړئ چې په جزیره کې نور کروندګر هم شته چې ټول د یو شان لیاقت او وړتیا خاوندان دي او تقاضا يې د جزيرې له ځمکې ډېره ده نو ځکه د کرايې د ورکولو لپاره تیاره دي ځکه د ټولو کروندګرو وړتیا یو شان ده او د ټولو تر منځ د بشپړې سیالۍ بازار شتون لري او ټول کروندګر یو شان کرایه ورکوي . د دې پایله دا ده چې هر کروندګر له وړاندې کمه ځمکه کري . او د نهايي تولید ارزښت له کرايي سره مساوي کوي چې کولی شو په لاندې ګراف کې تشریح کړو.

درېيم ګراف:

په پورتني ګراف کې SS د ځمکې د عرضې کرښه ده چې عرضه یې ثابته ده یانې os او DD د ټولو کروندګرو د تقاضا کرښه ده چې دواړه د Eپه نقطه کې سره پرې کوي او د کرايي مقدار څرګندوي چې op یا seد کرایي مقدار مقریږي.

څلورم نمبر ګراف یانې پورتنی ګراف د یو کروندګر معامله څرګندوي چې هغه OM مقدار ځمکه کري ځکه نهايي تولید ارزښت د کرايي له دود اندازې سره مساوي وي. دې ډول کرايې ته کمیابه کرايه وايي او ځکه ورته کمیابه کرايه وايي چې د یو شان بڼې لرونکې ځمکې کمښت موجود وي .

tags

  

  

د محمد داود نیازی ژوند لیک
محمد داود نیازی زیار کښ او ژمن انسان
زما د ژوند د یو ستونزور او خواږه پړاو ،پیاوړی او هوښیار ملګری ،د چا په خټه کې چې ژمنتوب ،رښتینولي او ملګر پالنه له پیله نغښتې ،د یوه ښه انسان ځانګړنې یې د وجود په هر رګ کې غزونې ......

      

...

  

ستاسې تبصرې

*

Top