هدف، زده کړه او بری/ ۱۷ برخه

هدف، زده کړه او بری/ ۱۷ برخه


مطالعه، وخت او ارزښت یې
 
وخت زموږ تر ټولو باارزښته شتمني ده. وخت پیسې دي او وخت ژوند دي. کله، چې ژوند او پیسې په مطالعه او زده کړه ولګیږي نو ارزښت یې څو چنده کیږي. د نړۍ ټول رهبران او کاشفان هغه خلک دي، چې مطالعه کوي. د مطالعې لپاره د وخت او پیسو مصرف بیرته ۹۰۰ چنده ګټه راوړي.
 ۲۱ مه پیړۍ د معلوماتو پیړۍ ده، معلومات یو ځواک دی، خو په هرو له ۵ تر ۷ کلونو کې د یوې مشخصې برخې معلومات زړیږي او څوک، چې مطالعه نه کوي، نوي معلومات لاس ته نشي راوړلای.
هر نوی او مثبت بدلون له مفکورې څخه منځ ته راځي او ښې مفکورې په هغو کسانو کې وي، چې نوي شیان مطالعه کوي. ډیره مطالعه د ډیرو او ښو کارونو او فرصتونو له موندلو سره مساوي ده.
مطالعې ته باید پلان ولرو. که په اوونۍ کې یو کتاب ولولو، په میاشت کې ۴، په کال کې ۵۲ او په لسو کلونو کې تر ۵۰۰ زیات کتابونه کیږي. دا لوی شمیر موږ د دې وړ کوي، چې نږدې په هره موضوع کې د هرې سویې سیاسي او ټولنیزو مشرانو په مخکې خبرې وکړای شو، داسې خبرې، چې د خلکو خوښې شي. که هره ورځ لږ تر لږه یو ساعت مطالعې ته ورکړئ، دغه هدف ته رسیږي.
ستاسو د ژوند تر ټولو لویه شتمني ستاسو مسلک او هغه مهارتونه دي چې تاسو پرې خپل ورځنی عاید ګټئ. دا تر بانکونو او جایدادونو ځکه ستره شتمني ده، چې هر چیرته درسره ځي، ځکه نو په دې تر ټولو ستره شتمنۍ پانګونه وکړئ. د خپل عاید لږ تر لږه ۳٪ پخپل مسلکي پرمختګ او د نوو پوهنو، معلوماتو، مهارتونو او تجربو زده کړې ته بیل کړئ.
مطالعه ستاسو د پانګوال کیدو یا شتمن کیدو تضمین دی. په مسلکي مجلو، د مسلکي مطالعې په کلبونو، انټرنیټي کلبونو او هغو ټولنو کې غړیتوب واخلئ، چې مسلکي بحثونه او خبرې اترې پکې کیږي.
زده کړه او په زده کړې زیاتیدونکي پانګه ده. هره هغه افغانۍ، چې تاسو یې پخپله زده کړه لګوئ، ستاسو عاید ډېرولای شي.
لکه د ژوند په ټولو برخو کې، چې له لږ وخت څخه د زیاتې استفادې هنر زده کول ضرور دی، دغسې د مطالعې په برخه کې هم له کم وخته زیاته استفاده وکړئ. که په موټر کې روان یاست مهم خبرونه، علمي معلومات او مسلکي مسایل د رادیو له لارې واورئ. کله، چې کور ته راځئ، د کورني له غړو سره مو د نویو موضوعاتو د شریکولو له لارې هم د علم په تعمیم، هم د ماشومانو په روزنه او د خپلو معلوماتو د تکرار له لارې په هغوی کې د ځان له ښه پوهولو سره مرسته کوئ. د چټکې مطالعې د لارو چارو کورسونه ونیسئ، چې په یوې دقیقې کې مو د لوستلو سرعت تر ۱۰۰۰ کلمو او په حافظه کې د هغو د پاتې کیدو میزان ۸۰٪ ته لوړ شي. د مهمو موضوعاتو د لنډیزونو د جوړولو له لارې په کم وخت کې ډیر څه زده کولای شئ.
د   OPIR - Overview, Preview, Inviews, Review)   ) میتود زده کړئ، چې په لږ وخت کې هم زیاته مطالعه وکړئ او هم مهم او بیړني مسایل له عادي او نامهمو څخه بیل کړلای شئ.
Overview یا په سرسري نظر د عنوانو او مهمو برخو کتنه.
Preview یا مهمې برخې ژر ژر لوستل. پدې میتود کې د هر متن لومړی او وروستی پاراګراف پوره او نور د هر پاراګراف لومړۍ او دوېمه کرښه پوره ولولئ او نور هسې له نظره تیر کړئ.
Inviews یا ژوره لوستنه. دا په داسې حال کې وکړئ چې یا آزموینې او یا یو مهمې پيښې ته تیاری نیسئ. پدې صورت کې ټول متن په دقت ولولئ، بیا یې له ځان سره تکرار کړئ او ځان ډاډه کړئ چې پوره حاکمیت پرې لرئ.
Review یا بیا کتنه په هغه وخت کې کوئ، چې معلومات مو زده وي، لوستي مو وي، خو د بیا کره کولو او یا د لا رایادولو لپاره مو په کار وي.
بله مهمه مسئله دا ده، چې بې ضرورته شیان مه لولئ. پخوا دا ویل کیدل چې هر کتاب په یو ځل لوستو ارزي. دا خبره سمه نده، ځکه ځینې کتابونه منحرفوونکي، وخت ضایع کوونکي او د ناسمو معلوماتو لرونکي وي، د یوه لیکوال په وینا دغسې کتابونه په لوستلو نه، بلکې په سوزولو ارزي.
ښه ده چې تاسو د مهمو هدفونو د لومړیتوب لست ولرئ، هغه کتابونه او مواد وټاکئ، چې د لومړیتوب په الف، ب، یا ج ګروپونو پورې مربوط وي. د مطالعې هغه مواد، چې د ژوند هدفونو ته ستاسو له رسیدو سره مرسته نه کوي، نو تاسو هم ترجیح مه ورکوئ. هدفمند ژوند ته هدفمنده مطالعه مهمه ده.
بله مهمه مسئله داده، چې زده کړي معلومات مو له نورو سره شریک کړئ. دا کار درې ګټې لري؛ یو دا، چې د جاریې صدقې د ثواب مستحق کیږئ. بل له نورو سره مو ښه اړیکي جوړیږي. او دریم دا چې معلومات مو پخپله هم ښه زده کیږي. د بریالیتوب د ډیرو سببونو په سر کې استعداد او ټولنیزې اړیکي ټینګول تر تولو ډیرې مهمې دي. تاسو معلومات د جاریه صدقې په نیت شریک کړئ. د نورو مینه او مرسته درته اتومات او وړیا راجلبیږي.
د ټول عمر یا له زانګو تر ګوره زده کوونکي اوسئ. په دې کې مو هم له یوې خوا د یو ښه او حکیمانه عادت د ژوندي ساتلو ثواب په برخه کیږي او له بل لوري مو معلومات نوي کیږي او معلومات خو شتمني، ځواک او عاید دی نو هم مو خرما او هم ثواب په برخه کیږي.
زده کړه او مطالعه د دنیوي او اخروي بري لومړی کیلي ده. د علم زده کړه د انسان د بینایي سبب کیږي، ځکه قرآن کریم عالمان له بینا او ناپوهان له ړندو سره یو شان ګڼلي دي. پوهه انسان په دین سم پوهوي او ځکه له الله تعالی تر ټولو ډیر ویریدونکي خلک د الله تعالی عالم بنده ګان دي. خیر رسول د خلکو تر منځ د امتیاز معیار دی. تر ټولو لوی خیر د پوهې او حکمت رسول دي. پوهه چې مو زده کړې، نورو ته یې ورسوئ، که کمه وي او که زیاته. د رسول اللهصلی الله علیه و سلم د حدیث مفهوم دی، چې له ما یې ورسوئ که یو ایت هم وي. حضرت علي کرم الله وجهه هم فرمایلي دي، چې څوک ماته یو توری را وښيي، زما بادار دی. 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top