د سرپل میراز اولنګ سیمه کې عملیات په سستۍ روان دي

د سرپل میراز اولنګ سیمه کې عملیات په سستۍ روان دي



د سرپل چارواکي وایي چې د یاد ولایت صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ سیمه کې پوځي عملیات په سستۍ روان دي.
د سرپل والي ویاند ذبیح الله اماني وایي چې یاده سیمه غرنۍ ده او وسله وال په لوړو کې ځای پر ځای شوي دي نو ځکه عملیات په چټکتیا سره پر مخ نه ځي.
یاد علمیات په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان رهبري کوي.
له بلې خوا چارواکي وایي چې د یادو عملیاتو په لړ کې د هوایي برید له امله ۷ تنه وسله وال وژل شوي دي.
ویل کیږي چې تر اوسه افغان ځواکونو د وسله والو دوې پوستې نیولي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top