د امریکا پوځ ننګرهار کې د ملکیانو وژل رد کړي

د امریکا پوځ ننګرهار کې د ملکیانو وژل رد کړي



په افغانستان کې میشتو امریکایي پوځیانو د ننګرهار په هسکه مېنه کې د دوی له خوا هوایي برید کې د ۱۶ ملکي وګړو وژل رد کړي دي.
د امریکایي سرتېرو یو ویاند باب پورټمین ویلي دي چې دوی وسله وال وژلي دي.
پورټمین زیاته کړې ده چې دوی وسله وال څارل چې په یوه موټر کې یې وسلې بارولې او وروسته یې پرې هوایي برید وکړ.
د افغانستان دفاع وزارت ویلي دي چې په یاد برید کې ۵ تنه وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار چارواکو ویلي وو چې په هسکه مېنه کې پر یوه کور او موټر د امریکایي ځواکونو له خوا برید وشو چې له امله یې ۱۶ کسه ملکیان چې ښځې او ماشومان هم پکې وو وژل شوي دي.
tags

ستاسې تبصرې

  1. 1.

    امريکايانو تر ننه پوري په کوم کشي حمله کړي ده ملکي وګړي پکشي شهيدان شوي امريکا دزړه نه نه کوي چه مخالفين وظفي

     

*


Top