اروزګان کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي برید کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې

اروزګان کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي برید کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې



د اروزګان مرکز ترينکوټ اړوند ګرم آب سيمه کي نن غرمه مهال د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کي يوه ښځه وژل سوي او دوه نور ټپیان دي.
د اروزګان ولايتي روغتون مشر امين الله توخي، روهي ويب پاڼي ته وويل د پیښي له ځايه ورته  دوې ښځي او يوه ماشوم ور وړل سوي چي يوه ښځه وژل سوي او  دپاته نورو دوه روغتيايي وضيعت هم د انديښني وړ دی.
دا په داسي حال کي ده، چي څه موده وړاندي هم په ترينکوټ کي د افغان ځواکونو په توپچي بريد کي د يوي کورني شپږو غړو ته مرګ ژوبله اوښتي وه.
 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top