نواز شریف پر ستره محکمه کلک انتقادونه کړي

نواز شریف پر ستره محکمه کلک انتقادونه کړي



د پاکستان لیرې کړل شوي لومړي وزیر نواز شریف چې د دموکراسۍ کاروان تر نامه لاندې د خپلو پلویانو لاریون ته یې خبرې کولې د پاکستان پر ستره محکمه کلکې نیوکې وکړې.
نوموړي ویلي دي چې سترې محکمې د خلکو د ارادې مخالفت کړی دی او نه یوازې د لومړي وزیر بې احترامي یې کړې بلکه د ملیونونو خلکو رایې ته یې درناوی نه دی کړی.
د نواز شریف د پلویانو لاریو له اسلام اباد څخه پیل شوی دی او تر لاهور پورې به ورسیږي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top