ټرمپ وایي د افغانستان په اړه پالیسۍ وروستي کولو ته نېږدې شوی

ټرمپ وایي د افغانستان په اړه پالیسۍ وروستي کولو ته نېږدې شوی



د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د افغانستان په اړه به د دوی ستراتیژي ژر تکمیل شي، نوموړي زیاته کړې ده چې موږ هلته له یوه کړکیچ سره مخ یو چې باید راکم کړل شي.
د افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژي د امریکا سنا مجلس د پوځي کمیټې مشر جان مک کین له خوا پیشنهاد شوې ده چې تمه کیږي له مخې به یې افغانستان ته یو شمېر نور سرتیري ولیږل شي او په کې غوښتنه شوې ده چې امریکایي ځواکونو ته له طالبانو او داعش سره په جګړه کې نوره ازادي هم ورکړل شي.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top