د سرپل میرزا اولنګ بېرته نیولو عملیات پیل شوي

د سرپل میرزا اولنګ بېرته نیولو عملیات پیل شوي



د سرپل چارواکي وایي چې د یاد ولایت صیاد ولسوالۍ کې یې د میرزا اولنګ سیمې د بېرته نیولو لپاره چې د وسله والو له خوا یو اونۍ مخکې نیول شوې وه پوځي عملیات پیل شوي دي.
د یاد ولایت ویاند ذبیح الله اماني ویلي دي چې په عملیاتو کې د ملي اردو، پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو برخه اخیستې ده.
د یادونې وړ ده چې په یاده سیمه کې وسله والو چې لا معلومه نه ده طالبان دي او که داعش ملکي خلک په ډزو وویشتل.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top