د تنقید او تخلیق اړیکه

د تنقید   او تخلیق اړیکه



د تنقید او تخلیق اړیکه
تر کومه ځایه چې د تنقید او تخلیق اړیکه ده، نو په همدې لړ کې له دې خبرې انکار نه شي کیدی، چې د تنقید او تخلیق عناصر یو له بله جلا دي، تخلیقي صلاحیت ترکیبي او تنقیدي صلاحیت تجزیاتي بلل کیږي.
خو ددې سره،سره تنقید او تخلیق په خپلو کې لازم او ملزوم دي او ځینې پخې اړیکې سره لري.
هر پنځګر د خپل هنري اثر له تخلیق وروسته، په مختلفو خواوو فکر کوي او د یوه غوره اثر د پریښودلو هڅه کوي، شاعر چې کله شعر لیکي، هغه راز چې په ذهن کې یې ساتلی، او هغه فکر چې له ولس سره یې شریکوي،د شعر په بیلابیلو فورمونو کې یې وړاندې کوي، د لفظي ښکلا د ساتلو لپاره او د مانا رسونې په موخه په هره مسره او هر لفظ بار،بار غور کوي او ښه شعر تخلیقوي.
د فنون لطیفه سره تړلي ټول فنکاران پر خپلو تخلیقي ټوټو په مختلفو وختونو له بیلابیلو لید لوریو بیا،بیا راګرځي، تر هغې چې پخپل هنري اثر پوره ډاډه نشي تر خلکو یې نه رسوي، نو په همدې سبب دا ډول خیالات او اختیاط کول د همدې هنري اثر لومړنی تنقید هم بللی شو، کله چې یو څوک خپل تخلیق وړاندې کوي، نقاد یې لولي، او له لوستلو وروسته پرې خپل تنقیدي نظر ورکوي.

نو په همدې سبب ویلی شو، چې د هر هنري اثر لومړنی نقاد خپله د هغه پنځګر دی، له ده وروسته پرې دویم نقاد خپل تنقیدي نظر لیکي او عام لوستونکي له ښېګڼو او خامیو خبروي.
د ادب د هر ژانر لپاره لږ،تر لږه دوو کسانو ته اړتیا ده، چې یو یې لیکوال او دویم هم لوستونکی دی.
د اسکاټ جېمز له قوله کچیرې په یوه ګوښه کې یو آواز وي او په دویمه ګوښه کې یو اوریدونکی ، اوریدونکی نقاد دی چې اوریدل شوې خبره په هیڅ صورت نه پریږدي، د هغه د مانا له ژورو را نیولی لفظونو د لب و لهجې په ټولو نزاکتونو او بلاغتونو پوهیږي.
د بهرنیو عواملو نه چې کوم تاثرات د فنکار د ننه پیدا کیږي، هغه ته د یو منظم ترتیب سره یو وجود وربښي او همدا صورت د خپل تخیل د رنګینیو په مرسته داسې ښکلی کوي، چې خپل هنري اثر ته یو بشپړ لوری وربښي، او د نقاد کار هم له دې بشپړ صورت نه پیلیږي.
اسکاټ جېمز په خپل کتاب د ادب جوړښت () کې په واضح ډول وايي، چې: نقاد ته دومره پکار ده چې د شاعر او ادیب په پنځونو د نظر لیکلو سره په الټا پښو ولاړشي، تر دې چې له خپل تخلیقي تخیل نه نیولي د انتقاد تر بشپړتیا پورې تجزیه وکړي، او ځان پرې پوی کړي.
د پنځګر او نقاد دواړو لپاره اړینه ده، چې د کایناتو او د ژوند له ارتقا خبر واوسي، د تاریخ منظمه مطالعه ولري، د ماضي ژوندی حال او د حال په ټولو پېښو او خیالاتو ټولیز نظر ولري او همداراز د راتلونکي په ارتقایي امکاناتو او را روانو پېښو په اړه یو سهي او سم تصور ولري.
د نړۍ په ادبیاتو کې داسې زیاتې بیلګې لرو چې شاعر د شعر لیکلو تر څنګ نقاد هم پاتې شوی دی، په فارسي کې رودکي نه نیولې تر دې دمه، په اردو کې د ولي او سراج نه نیولي تر ننه داسې شاعران موجود دي، چې د اوچتو شعرونو لیکلو تر څنګ یې داسې تذکیرې او تنقیدي لیکنې موجودې دي، چې تر اخره به د ادب د مینوالو په ‌ذهنونو راج کوي، د بیلګې په توګه میرتقي میر، سودا، قایم چاند پوري، مصحفي، میرحسن، الطاف حسین حالي او... د یادولو وړ دي.
همداراز په انګلیسي کې د کولرج، ورډزورت، آرنلډ او ټي ایس ایلیټ هغه نومونه دي چې په دواړو خواوو کې یې د نړۍ په هر ګوټ کې د ادب مینوال پیژني، نو له دې مالومه شوه چې شاعر، ادیب هر پنځګر د خپل تخلیق سره،سره یو نه یو ډول د نقد وړتیا هم لري.
نو ددې هر څه سره،سره ویلی شو، چې له تنقید پرته تخلیقي شعور د بې مهاره اوښ په څېر دی، همدا تنقید دی چې تخلیقي قوت ته رشد وربښي او د هغه سم لوری ټاکي، د همدې لپاره دواړه د ادب د پرمختګ او بډایېنې لپاره د ساه دنده پر غاړه لري، په دې دواړو کې د یوه په نه موجودیت ادب تر لوړو رسول په صحرا کې د غږ مثال لري، نو د ادب د بډایېنې او ښکلا لپاره د تنقید او تخلیق ګډې اړیکې لا پسې وغځولی او لا ټینګې شي، ځکه دواړه یو او بل ته زیاته اړتیا لري.
ډاکټر وزیر اغا تخلیق کار هغه شخص بولي چې په خپل ذات کې ژوره لمبو ووهي او یو نایاب جوهر تخلیق کړي او نقاد هغه ماهر کس بولي چې د همدې جوهر د اصلي او نقلي پریکړه کولی شي.
د آرنلډ له انده تنقید د تخلیق لپاره یوه جوړه فضا رامنځ ته کوي، له شک پرته چې د لوړې پایې تنقید د تخلیقي هنرمند لپاره نه یوازې د تحریک سبب ګرځي، بلکې د هغه لپاره له روغتیا برخمن چاپیریال هم رامنځ ته کوي.
د تنقید او تخلیق یوه بله اړیکه هم شته، نقاد او فنکار دواړه خپل مواد له ژوند نه لاس ته راوړي، هنرمند د تشریح او توضیع تر څنګ د ژوند ترجماني کوي، او زمونږ مخې ته د خپل ژوند پر حقایقو د خبریدو سربېره پر تخلیقي موادو د پوهیدو وړتیا لري.
تنقید او تحقیق دوه بیلابیلې پدیدې نه دی، هر لوی هنرمند نه یوازې د لوړ تنقیدۍ شعور لرونکی وي، بلکې هغه د تنقید یو معیار هم وړاندې کړی وي او اکثره اعلی تنقید یو فنکار پخپله معیار ټاکي.
په همدې توګه نقاد د تخلیق د عواملو او عناصرو ور اخوا د شاعر په ذات کې د سر او تال پرته د تنقید حق نه شي ادا کولی، ځکه تنقید په هنر د بېرته را ګرځیدو عمل هم دی او دا عمل یې بیا له تخلیقي عمل سره کوم توپیر نه لري.
میر،غالب، اقبال، حسرت، فراق، او فیض چې د خپلې شاعرۍ او هنر په اړه په نظم او نثر کې چې څه ښوولي، په حقیقت کې هغه د دوی پر هنر بهترین نقد هم بللی شو، په بنیادي توګه د هر تخلیق سر چینه پخپله د انسان ذات دی، انسان په ځانګړې ډول هنرمند د خپل وجود، روح، احساس او شعور په لرلو سره نه یوازې مخلوق دی، بلکې خالق هم دی. کله په خپل ذات کې ورک شي او کله کاینات په ځان پسې روان روانوي، کله د خپل احساس په صحرا کې په خپل سیوري پسې شاته منډې وهي او کله له ستورو غیږه تاووي، هغه د خدای د بنده ګۍ تر څنګ د خپل نفس بنده هم دی.
هغه زمانه جوړونکی هم دی او جګړه کوونکی هم ، یانې کله د باد غوندې ځان جوړ کړي او کله د زمانې لوری بدلول غواړي، کله د جانان له غمه ژاړي او کله د دوران له غمه خوند اخلي. ددغه عجیب او غریب مخلوق پر تخلیق د پوهیدو او جاج اخیستو لپاره یو عمل یا اوصول کار نه ورکوي، نو د غوره نقادانو لپاره پکار ده، چې د داسې هنرمندانو د هنرونو د عواملو او عناصرو غوټو خلاصولو لپاره له مختلفو عواملو او اوصولو مرسته وغواړي.
په ادبیاتو کې درې ډوله قوتونه د یادولو وړ دي: ۱ قوت تصنیف ۲ د خوند اخیستلو قوت ۳ د انتقاد قوت
په پورتنیو دریوو کې دوه باید دوه مخکې له مخکې موجود وي، ځکه له دې وروسته د انتقاد کار پیلیږي.
په پخوانۍ زمانه کې د ادب اساس یوازې هغه قواعد او اوصول ګڼل کیدل، چې د پخوانیو علومو او فنونو څخه اخیستل شوي ول.
د بیلګې په توګه که کوم کس د لغات په اړه لیکنه کوي، له دې وړاندې مهمه وه، چې د لغات په اړه د ټاکلو قواعدو او نورمونو څخه سرغړونه ونه شي، دوی فکر کاوه چې د پخوانیو اوصول حقیقي اونه ختمیدونکي دي.
لاکن (۱۸۰۰) کال وروسته د علومو او فنونو نوی دور پیل شو، د ادب په ټولو څانګو کې پرمختګ تر سترګو شو، په یوه،یوه مسله لوی،لوی او پنډ کتابونه ولیکل شول، د پرمختګ په دې دور کې که څه هم تنقید یو څه شاته پاتې و،خو ددې سره،سره بیا هم په هماغه ځای پاتې نه شو، او ورځ تر بلې یې خپل ارزښت ښوده. پخواني قواعد او اوصول ورو،ورو له منځه تلل او پر ځای یې تنقید نوي،نوي لوري تراشلد کومې په برکت چې تنقید نن سبا په یوې لویې ونې بدل شوی او د ادب ټول اصناف یې خپل سیوري ته رابللي.
ددې هنر یوازینۍ موخه داده چې پر تصنیف او اړونده موضوع هر اړخیز بخث وشي؛ د لیکوال او د هغې د زمانې مشترکې اړیکې باید وڅیړل شي، له دې پرته د هنري اثر له هغو کتابونو سره موازنه پکار ده، چې له دې وړاندې په اړونده موضوع لیکل شوي وي.
د نقاد لپاره وخت او د هیواد د تاریخ له علم نه خبریدل هم ضروري دي، ځکه چې نقد او د علم او ادب تاریخونه په خپلو کې ژورې اړیکې لري.
ژباړه: ساجد بهار/خوست
tags

ستاسې تبصرې

*


Top