ګینګریچ: امریکا د شمالي کوریا د برید پر وړاندې چمتووالی نلري

ګینګریچ: امریکا د شمالي کوریا د برید پر وړاندې چمتووالی نلري



د امریکا د پارلمان پخواني مشر نيوټ ګينګريچ، د شمالي کوریا د هغه ګواښ په هکله چې د امريکایانو د «ګوام» پر ټاپو به برید وکړي ويلي، چې امریکا د دفاع لپاره چمتووالی نلري.
د «پولیتیکو» رسنۍ د رېپوټ له مخې، نوموړي په دې هکله زیاته کړې: د شمالي کوریا اقتصادي بندیزونو دغه هېواد له ناچارۍ دې ته اړ کړ، چې اټومي پروګرام پر مخ بوځي.
ګینګريچ چې جمهور رييس ټرمپ له متحدينو څخه دی پر دې ټینګار وکړ، چې امریکا نشي کولی د توغنديز دفاعي سیستم باندې ځانګړی حساب وکړي.
نوموړي همداراز وويل، چې موږ د شمالي کوریا د برید پر وړاندې، نه په شمالي کوریا کې او نه هم په امریکا کې چمتووالی لرو.
دا څرګندونې په داسې مهال شوې، چې د شمالي کوریا د پوځی بریاوو په هکله تازه رېپوټونو خپاره شوي او اوس دغه هېواد داسې اټومي سرګولولې جوړې کړي، چې د بالیستیکو توغنديو پر سر نصبیدلی شي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top