افغان ماشومانو له تاوتریخوالي سره مخ دي

افغان ماشومانو له تاوتریخوالي سره مخ دي



افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له لوري په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت په هکله نوی رپوټ خپور شوی دی.
د بشري حقوقو خپلواک کمیسیون د راپور له مخې، چې په افغانستان کې ګڼ افغان ماشومان د سختو کارونه له کبله، له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.
په دغه رپوټ کې راغلي دي، چې د بېلابېلو دلایلو له کبله، افغان ماشومان له زده کړو محرومه شوي دي؛ ویل شوي، چې دوی له تاوتریخوالي سره مخامخ دي او ځینې یې مجبوره دي چې شاقه کارونه وکړي. 
افغانستان کې ډير ماشومان له ستونزو سره مخ دي، چې له زده کړو هم بې برخې شوې دي.
د ارواپوهنې له مخې، هغه ماشومان چې سخت ـ سخت کارونه کوي نو ښايي ذهني به دوی له ډيرو ستونزو سره مخ شي.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top