وسلوالو طالبانو د جاني خېل ولسوالۍ بیا نیولې

وسلوالو طالبانو د جاني خېل ولسوالۍ بیا نیولې


 پکتیا امنیتي چارواکو خبر ورکړی، چې د وسلوالو طالبانو د توپونو او درنو وسلو له سختو ډزو وروسته ببیا د جاني خېل ولسوالۍ نیولې ده

چارواکو ویل، چې د تېرې ورځې په جکړه کې دوه امنیتي سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان دي او پنځلس وسلوال طالبان یې هم وژلي دي.

چارواکو وایي، چې د وسلوالو مخالفینو یو شمېر درنې وسلې یې له منځه وړې او د جاني خیل ولسوالۍ ودانۍ د بیا نیولو لپاره به نن ورځ یو ځل بیا پوځي عمالیات پيل کړي.

د پکتیا د ولایتي شورا غړي تاج محمد منګل تېره شپه منلې ده، چې د دې ولسوالۍ وداني یو ځل بیا د وسلوالو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په راونه جکړه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

tags

ستاسې تبصرې

*


Top