د امریکا دفاع وزیر شمالي کوریا ته تر دې دمه تر ټولو سخت ګواښ وکړ

د امریکا دفاع وزیر شمالي کوریا ته تر دې دمه تر ټولو سخت ګواښ وکړ



د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس ویلي دي چې که شمالي کوریا خپل هستوي فعالیتونه ونه دروي نو د امریکا له خوا به له داسې برید سره مخ شي د شمالي کوریا واکمن رژیم او د یاد هیواد ملت به له تباهۍ سره مخ کړي.
مټیس یادې خبرې وروسته له هغې وکړې چې ټرمپ هم د شمالي کوریا پر وړاندې له سختو کلماتو څخه کار اخیستی و.
نوموړې زیاته کړې ده چې د شمالي کوریا قدرت د امریکا د توانایۍ پر وړاندې په هیڅ شمېرل کیږي.
له بلې خوا ملګري ملتونه وایي چې د شمالي کوریا د کړکیچ په هکله سخت اندیښمن دي.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top