نواز شریف وایي د محکمې پرېکړه نوموړي ته د رایه ورکوونکو توهین و

نواز شریف وایي د محکمې پرېکړه نوموړي ته د رایه ورکوونکو توهین و



د پاکستان لېرې کړل شوي لومړي وزیر نواز شریف ویلي دي چې د ده پر وړاندې د محکمې پرېکړه نوموړي ته د رایه ورکوونکو لپاره توهین و.
نواز شریف وروسته له هغې بې واکه شو چې محکمې پرې له دې امله پرېکړه وکړه چې خپله ټوله شتمني یې نه وه ثبت کړې او د فساد په تور تورن شو.
نوموړي چې پرون یې په راولپنډۍ کې خپلو پلویانو ته خبرې کولې ویلي دي چې دی پرېنښودل شو تر څو د خپل صدارت درېیمه دوره هم تکمیل کړي.
نوموړي وویل چې په تېره اویا کلونو کې یو لومړی وزیر هم نه دی پریښودل شوی تر څو خپله دوره تکمیل کړي چې دا د تحمل وړ نه ده.

tags

ستاسې تبصرې

*

Top