بګرام کې ناپېژانده وسله والو څلور کارمندانې په ډزو ویشتلي

بګرام کې ناپېژانده وسله والو څلور کارمندانې په ډزو ویشتلي



پرون ناپېژانده وسله والو د بګرام هوایي ډګر ته څېرمه پر څلورو میرمنو ډزې وکړې چې دوې يې ځای پر ځای ووژل شوې او دوه نورې یې ټپي شوې.
د بګرام ولسوال عبدالشکور صبوري ویلي دي چې یادې میرمنې امنیتي کارکوونکې وې چې د سودا اخیستلو لپاره بازار ته راوتلې وې چې دوو تنو موټرسایکل سپرو پرې ډزې وکړې.
ویل کیږي چې ټپي میرمنې په روغتون کې دي او د یوې روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top