یوې روسۍ پوځي الوتکې پر واشنګټن پرواز کړی دی

یوې روسۍ پوځي  الوتکې پر واشنګټن پرواز کړی دی



د ازادۍ راډیو د خبر له مخې یوې روسۍ پوځي الوتکې د واشنګټن پر اسمان نظارتي الوتنه کړې ده.
یاده الوتکه د امریکا مهمو امنیتي مرکزونو پنټاګون، او سي آی اې له پاسه الوتلې ده او همدارنګه یې د یاد هیواد کانګرس پر ودانۍ هم دورې کړي دي.
یاده الوتکه وروسته له هغې د واشنګټن اسمان ته پورته شوه چې د پنټاګون ورته د خلاص اسمان تړون له مخې د الوتو اجازه ورکړه.
په دې تړون کې شامل هیوادونه کولی شي د یو بل په اجازه د یو بل په هوایي حریم کې نظارتي الوتنې وکړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top