جرمني وایي د افغان کډوالو بېرته نه لېږلو پرېکړه یې پر ځای ده

جرمني وایي د افغان کډوالو بېرته نه لېږلو پرېکړه یې پر ځای ده



د جرمني چارواکو ویلي دي چې د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه یې څیړنو ښودلې ده چې د افغان کډوالو بېرته لیږلو پروسې ځنډولو پرېکړه یې پر ځای ده.
د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویلي دي هغه کډوال چې په جرمونو ککړ دي او یا څو ځله د خپل اصلي هویت له افشا کولو ډډه وکړي بېرته به هیواد ته ولیږل شي.
چارواکي وایي چې په دې اړه یې سمه پالیسي اختیار کړې ده.
وروسته له هغې چې په کابل کې د جرمني له سفارت سره موټربم چاودنه وشوه جرمني د افغان کډوالو ډله ییز بېرته لیږل ودرول.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top