انسان همېش سوځېږي

 انسان همېش سوځېږي




انسان له ازل څخه په سوځېدو کې را روان دی کله چې څوک اوچت وویني نو د حسد په لمبو کې سوځي او کله چې بیا څوک خوار و زار وویني نو د زړه سواندۍ په اور کې سوځېږي،کله چې مین سي نو د مینې او عشق په لمبو کې سوځي،کله چې بیا بېل سي نو د بېلتون په سره اور کې لوګی لوګی سي، انسان هم عجیبه مخلوق دی بس د اور ټوټه ده کله چې چپ وي نو په دننه کې يې اور بل وي او کله چې بیا غصه سي نو تودې لمبې یې تر ډېره رسېږي هر غم په زړه تېروي او همدغه زړه یې له غمه سور سکور سي او د آه څخه یې دود راوځي
لنډه دا چې انسان د غره د هغې ډبري په څېر دی له کومې سره چې هره بله ډبره ومښل شي نو ترې اور زیږي او راوځي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top