Subject: د ځانګړي اقتصادي زونونو په جوړېدو سره به يونيم ميليون کسانو ته د کار کولو زمينه برابره شي.

Subject: د ځانګړي اقتصادي زونونو په جوړېدو سره به يونيم ميليون کسانو ته د کار کولو زمينه برابره شي.



د ځانګړي اقتصادي زونونو په جوړېدو سره به يونيم ميليون کسانو ته د کار کولو زمينه برابره شي.
دا څرګندونې د ولسمشر سترسلاکار او د افغانستان هوايي ډګرونو اقتصادي پراختيا کمېسيون لوی رئيس داود سلطان زوی د یاد کمېسيون له غړو سره په نوبتي غونډه کې په ډاګه کړي.
ښاغلي سلطان زوی د کمېسيون د ترسره شويو فعاليتونو په اړه د ناستې ګډونوالو ته معلومات ورکړل، نوموړي په هېواد کې د ځانګړي اقتصادي زونونو ایجاد مهم وباله او زياته يې کړه، چې د يادو زونونو د جوړېدو سره به د هېواد اقتصاد پياوړی، بیکاري به ختمه او عواید به لوړ شي.
د نوموړي په وينا، د ځانګړي اقتصادي زونونو تر جوړېدو وروسته به تر راتلونکو ۳۰ کالونو پورې د هېواد په ناخالصه توليداتو کې ۱۵۹ ميلیارده ډالره زیاتوالی راشي، ۲،۲ ميلیارده ډالره عواید به لوړ شي، د ۱۳۵ ميليارده ډالرو په ارزښت به صادرات ترسره او يو نيم ميلیون وګړو ته به د کار کولو زمينه برابره شي.
ښاغلی سلطان زوی وويل، چې نړیوالې ټولنې هم په هېواد کې د ځانګړي اقتصادي زونونو د ايجاد څخه په بشپړ ډول ملاتړ څرګند کړی.
په هېواد کې د ځانګړي اقتصادي زونونو د جوړېدو او ارزښت په اړه د کمېسيون دارالانشاء رئيس نصرالله صاحبزاده د ترتیب شوي پريزنټيشن په مرسته د ناستې ګډونوالو ته معلومات او د کمیسیون د یو کلن فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.
د ناستې په پای کې ګډونوالو په هېواد کې د ځانګړي اقتصادي زونونو ایجاد مهم وباله او په یاده برخه کې يې د کمېسيون سره د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.   

با ایجاد زون های خاص اقتصادی کشور برای یکنیم میلیون نفر زمینه کار فراهم خواهند گردید.
معلومات فوق توسط آقای سلطان زوی مشاور ارشد رئيس جمهور جمهوری اسلامی افغانستان و رئيس عمومی کمیسیون انکشاف اقتصادی میدان های هوایی افغانستان در چهارمین جلسه اعضاء این کمیسیون ارایه گردید.
جناب داود سلطان زوی در حصه پيشرفت های کاری به اعضای محترم کمیسیون معلومات ارائه نمود، موصوف رول ایجاد زون های خاص اقتصادی را در کشور مهم دانسته علاوه نمود که با ایجاد زون های متذکره، اقتصاد کشور تقویه، عواید ازدیاد خواهد یافت و بیکاری از بین خواهد رفت.
به اساس سخنان موصوف، با ایجاد زون های خاص اقتصادی الی ۳۰ سال اینده در تولیدات ناخالص کشور( ۱۵۹ ) میلیارد دالر امریکایی افزایش به عمل خواهد پیوست، عواید کشور به اندازه ۲،۲ میلیارد امریکایی افزایش خواهد یافت، و نیز ۱۳۵ میلیارد دالر امریکایی در صادرات کشور افزایش صورت خواهد گرفت.
جناب سلطان زوی فرمود: جامعه بین المللی نیز حمایت خویش را از ایجاد زون های خاص اقتصادی افغانستان اعلان نموده اند.
معلومات مکمل در رابطه به ایجاد زون های خاص اقتصادی، پيشرفت های کمیسیون و راپور یک ساله ذریعه ارایه پريزینتیشن ها که توسط رئيس دارالانشاء کمیسیون محترم نصرالله صاحبزاده تهیه گردیده بود ارایه گردید.
اشتراک کننده ګان جلسه رول ایجاد زون های خاص اقتصادی را در افغانستان مهم دانستند و همکاری خویش را در زمینه ابراز نمودند.
۱۸ اسد ۱۳۹۶
قصر سنگی – ارگ
 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top