د موخې او هیلې تر مينځ توپیر

د موخې او هیلې تر مينځ توپیر



د هرې لاسته راوړنې بنسټ لومړی فکر کول دي. کله چې د یوه شي په اړه فکر کوئ، ورسره احساس پيدا کوی. کله چې یې په اړه احساس پيدا کړئ، په اقدام لاس پورې کوئ او په پایله کې یې ياد څېز لاسته راوړئ. له همدې امله سپارښتنه کېږي، چې که غواړئ معلومه نتیجه تر لاسه کړئ، نو معلومه موخه وټاکئ.
که یوازې (فکر) وکړئ او (احساس) ولرئ؛ خو اقدام ونه کړئ، نو تاسو یوازې هیله لرئ او بس. خو که غواړئ چې هدف ته د رسېدو مسوولیت پر خپله غاړه واخلئ او عملي اقدام وکړئ، هغه وخت بیا تاسو د هدف درلودونکي یاست.
کېدای شي ووایاست "زما هدف دا و چې په کانکور کې بریالی شم، درس مې ولوست مطالعه مې وکړه خو بیا هم بریالی نه شوم".
زه وایم دغه هدف ته د رسېدو مسوولیت ستا پر خپله غاړه و. د دې پر ځای چې ګیلې او پلمې وکړې، بايد هغه لارې چارې ولټوې او په ګوته یې کړې چې پر مټ يې په کانکور ازموينه کې ښه پايله تر لاسه کړې.
مطلب دا دی چې موخې ته د رسېدو لپاره باید له وړاندې ټولې هغه لارې چارې په پام کې ونیول شي، چې تاسو تر منزله رسولی شي.
tags

  

  

د حمیدالله حمیدي ژوند لیک
حمیدالله حمیدي د محمد بشیر زوی د بادشاه خان لمسی په ۱۳۶۹ لمریزکال کې د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د عربانو درې په بیدرویو کلي کې زږېدلی دی، په ۱۳۸۰ کال کې یې د سیمې په مشهور ښوونځي (د عربانو په عالي لیسه) کې عصري زده کړې پيل کړې، دا چې مخکې......

      

...

  

ستاسې تبصرې

*

Top