مینه درسره لرم، خو واده نه درسره کوم!

مینه درسره لرم، خو واده نه درسره کوم!


ځينې وختونه هلکان او نجونې داسې اړيکې رامنځته کوي چې رسمي کېدل يې له وېرې او زړه نا زړه توب سره مل وي؛هلک د واده په شرطونو نه دی برابر يا هم د دې کار لپاره روحي چمتووالی نه لري او برعکس نجلۍ د واده کولو په عمر کې ده او دې اړيکې ته د واده کولو د غوښتنې په سترګه ګوري.  ښايي د مينې پيل د واده کولو په موخه وي او نجلۍ او هلک وغواړي چې د يو څه مودې په لړ کې يو بل وپېژني او پای کې د خپل راتلونکي ژوند په اړه تصميم ونيسي.حقيقت دا دی چې نارينه او ښځينه د پېژندګلوۍ په برخه يو له بل سره  لوی توپير لري چې دا توپیر د دوی تر منځ د د پوهاوي د نشتون سبب ګرځي.نارينه کولی شي پرته له دې چې په واده کولو فکر وکړي له مقابل لوري سره اړيکې ټينګې کړي مګر ښځې په معمولي ډول په واده کولو سوچ کوي،د دې جنسيتي توپير پر بنسټ ډېر ځله داسې پېښيږي چې د يوې اړيکې د پيل پر مهال نارينه ښځې ته وايي چې زه د واده کولو هوډ نه لرم او دا جمله په ټينګار او څو څو ځله تکراروي؛معمولا نجونې داسې انګيري چې هغه به دا جمله يوازې همدا اوس وايي او نظر به يې بدلون وکړي مګر په اړيکه کې د پرمختګ او واده کولو ته د مقابل  لوري د هڅونې سره سره؛نارينه وايي چې لومړی يې خبره خلاصه کړې (ستونزه يې حل کړې) چې په دې کار سره ستونزه لاپسې ترېنګلې کيږي. که پر واده کولو يې هوکړه کړې وي که يې لومړنۍ هوکړه پر واده کولو وي بيا هم د اړيکې د دوام لپاره هېڅ تضمين نشته.د ملګرتيا يا مينې اړيکه؛له رسمي اړيکې سره بشپړ توپير لري.د مينې په يوه اړيکه کې هغه څه چې لومړی يې په اړه خبرې کيږي،د مقابل لوري د مينې راجلبول دي،د مينې جلبول هغه مهال تر لاسه کيږي چې تاسې د مقابل لوري د خوښې وړ ياست او هغه تاسې ومني. له واده کولو وړاندې د مينې پاللو نيمګړتياوې: هغه څه چې يو له بل سره د ملګرتيا پر مهال له هغه څخه ډډه کيږي د هغه موضوعاتو بيانول دي چې د پېښېدو په حال کې دي او هغه موضوعات چې له اوسنۍ اړيکې سره تړاو لري. يو له بله سره د ملګرتيا او آشنا کېدو پر مهال بايد د اوسني پړاو ټولې ستونزې راوسپړی يا لږ تر لږه په دې برخه کې قدم واخلئ. داسې ملګرتيا چې پوله او حد ونه لري،د دواړو کسانو له لوري واده کولو ته چمتو والی کمزوری کوي،ښه دا ده چې په هر کار کې له احتياط څخه کار واخلئ.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top