استراليا منډې وهونکې د ۷۹ کلونو په عمر ومړه

استراليا منډې وهونکې د ۷۹ کلونو په عمر ومړه


 د استرالیا هېواد د ځغاستې د څلورو طلايي مډالونو ګټونکې اغلې بتي کتبرټ د ۷۹ کلونو په عمر مړه شوې.

هغه وخت کټبرټ ۱۸ کلنه وه، چې په ۱۹۵۶ کال یې د میلبورن المپیک برخه واخیسته او د ځغاستې درې د سرو زرو مډالونه وګټل.

دا منډې وهونکې نجلۍ، د استرالیا د طلايي پېغلې په توګه مشهوره وه.

ويل شوي، چې نوموړې تېره شپه د (ایم، ایس) په نامه د یوې عصبي ناروغۍ له امله ومړه.

د استرالیا لومړي وزیر مالکولم ترنبول پخپل پیغام کې، کټبرټ یوه اتله مېرمن وبلله. د هغې ملګرې رایلین بویل وايي، چې که څـه هم اغلې کتبرټ اتله وه، خو ژوند یې د عادي و.

دا منډې وهونکې په ۱۹۶۹ کال په (ملټيپل سکلوروسیس) ناروغۍ اخته شوې وه.

اغلې کتبرټ ې ۹ نړیوال ریکارډونه اخیستي او یوازېنۍ استراليایۍ منډې وهونکې ده، چې د سرو زرو ۳ مډالونه یې ګټلي دي.

tags

ستاسې تبصرې

*

Top