په "پلټونکې خبریالي" کتاب څو خبرې

په "پلټونکې خبریالي" کتاب څو خبرې



په ژورنالېزم کې پلټونکې خبریالي تر ټولو مهمه خبریالي ده. د خبریالي نسبي نورو چارو ته یې د کار آرونه سخت او پېچلي دي. په دې اړه په پښتو ژبه د پلټونکې خبریالۍ تیورۍ لپاره، لا تر اوسه پورې کوم جامع آثر نه و وړاندې شوی خو یوازې یو اثر چې په دې برخه کې له اردو ژبې څخه پښتوژبې ته ژباړل شوی، هغه د  همایون ادیب اثر دی، چې استاد امیرجان وحید احمدزي ژباړلی او دانش خپرندویې ټولنې په ۱۳۸۷ هـ ش کال کې چاپ کړی دی.
د پلټونکې خبریالي په برخه کې یو بل نوی  اثر، چې تکړه لیکوال، شاعر او د شیخ زاید پوهنتون ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي استاد پوهیالي احمدضیاء الهام د "پلټونکې خبریالي" په نوم لیکلی دی، چې اوس ــ اوس(۱۳۹۶هـ ش) کال د علمي خپرندویې ټولنې له خوا خپور شو.
د محتوا له اړخه؛ پښتو ژبې ته د همایون ادیب ژباړل شوي اثر او د استاد الهام اثر ډیر سره توپیر لري. په دې معنا چې د استاد احمدزي ژباړل شوی اثر د پلټونکې خبریالۍ په برخه کې ډير جامع دی او د ددې ډول خبریالۍ په ټولیزو برخو یې بحثونه کړي مګر د استاد الهام په اثر کې د پلټونکې خبریالي آراونه په پرلپسې ډول، په علمي تسلسل سره راوړل شوي، چې یو بحث یې له بل بحث سره منطقې اوډل شوی دی.
پلټونکې خبریالي کتاب د وخت اړتیا وه، چې دا اړتیا استاد االهام پوره کړه. پلټونکې خبریالي نه یوازې دا چې د رسنۍ د عمل په برخه کې تیوري نه لري؛ بلکې د هېواد پوهنتونونو په ژورنالېزم پوهنځیو کې هم درسي چاپ شوی اثر نه لیدل کېږي.
د پلټونکې خبریالي لوړتیا په دې کې ده، چې له مخې یې مفسدې ټولنې اصلاح کېږي خو بل خوا په افغانستان کې د دا ډول خبریالي ځوړتیا بیا په دې کې لېدل کېدای شي، چې په بشپړه توګه په ټولنه باندې قانون حاکم نه دی. لا اوس هم اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړوند ډيرې ستونزې شته؛ بل دا چې د پلټونکو خبریالانو لپاره، عملاً پوره ازادي نه ده ورکړل شوې همدارنګه د خبریالانو ملاتړ کوونکې ادارې هم کله نا کله د پلټونکو خبریالانو هڅې ناکمې بولي، تر دې حده پورې چې اکثره دفاعي ډلې یې ملاتړ څه چې مخنیوی یې هم کوي.
په ټوله کې که چېرته پورتنیو ستونزو ته د حل لارې وکتل شي نو زه فکر کوم هغه وخت به په ټولنه کې د پلټونکې خبریالي تیوري پلي کوونکې وي او په عینې وخت کې به بیا پلټونکې خبریالان هم په سم ډول کار وکولی شي.
د "پلټونکې خبریالي" په کتاب کې د پلټنې وړ موضوع څخه نیولې ان تر د پلټونکي خبریال تر کړنو او چلندونو پورې ټولې لارې چارې څېړل شوې دي. همدارنګه د پلټونکې راپور پر ځانګړنو، پړاونو او په لیکنه یې هم جلا ـ جلا بحثونه شوي، چې بحث په بحث له یو بل سره تړل شوې دي.
۱۳۹۶هـ ش، اسد ۵مه
tags

ستاسې تبصرې

*


Top