د راشد خان له لوبډلې د نبي لوبډلې وګټله

د راشد خان له لوبډلې د نبي لوبډلې وګټله



د CPL په سیالیو کې نن یو ځل بیا د نبي او راشد ارمان لوبډلو ترمنځه لوبه ترسره شوه.
په دې لوبه کې د راشد خان لوبډلې امازان واریرز ټاس ګټلی خود توپ وهنې پریکړه یې د محمد نبي لوبډلې سنټ کېټس ته یې ورکړې ده.
د محمد نبي لوبډلې سنټ کېټس په ۲۰ اورونو کې ۱۳۲ منډې وکړې، خو د راشد ارمان لوبډلې ورته ټاکلی هدف پوره نه شو کړای.
پهدغې لوبې کې تر ټولو ډېرې (۵۷) منډې کریس ګیل وکړې. د راشد ارمان لوبډلې یوازې ۱۲۸ منډې وکړې او لوبه یې په څلورو منډو بایللې ده.
بل خوا راشد خان په څلورو اورونو کې ۳۶ منډې ورکړې او کوم لوبغاړی یې نه دی سوځولی، خو تیره ورځ یې بیا په څلورو اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې وې او کوم لوبغاړی یې هم ونه سوځاوه.
د CPLپه دغې لوبه کې محمد نبي په څلورو اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځوه. نبي بیا تېره ورځ په څلورو اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې وې، خو کوم لوبغاړی یې نه و سوځولی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top