له پند څخه ډکه کیسه! 

له پند څخه ډکه کیسه! 



یو سړي چې ځنګله کې ژوند کاوه یو ډېر وفاداره سپی یې درلود یوه ورځ د شکار په نیت د باندې ووت خپل سپی یې کور کې پرېښود ترڅو له خپل کوچني ماشوم څخه یې ساتنه وکړي ، نو کله چې بیرته کور ته راغی ، نو خپل سپی یې په وینو لټ پټ ولید چې غریږي نو وار له وار یې پر سپي دز وکړ او مړ یې کړ ، نو سمدستي یې د کوټې پر لور منډه کړه ترڅو د خپل زوی مړی ووینې ، نو کله چې کوټې ته ننوت یو لېوه یې ولید چې په وینو لټ پروت دی ، او زوی یې روغ رمټ دی...
مخکي له دې چې غبرګون وښیئ ، د مخ لوري خبرو ته خوږ ونیسئ
ترڅو له یوې غلطې پرېکړي څخه ټول عمر ونه کړېږئ.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top