عطالله ویسا په هېواد کې د پوهنې لپاره، مبارزه کوي.

عطالله ویسا په هېواد کې د پوهنې لپاره، مبارزه کوي.



عطالله ویسا هغه ځوان دی، چا چې په ټول افغانستان کې د پوهنې د پرمختګ لپاره، شپه اوورځ په ځان یوه کړې؛ په مختلفو سیمو کې یې د پوهنې غږ لپاره، لاریونونه کړي او په دې اړه یې ولسي خلک هم را بیدا کړي دي.
روهي وېب پاڼې په لومړي ځل ، له عطاالله ویسا سره د دوی د کارونو او هڅو په اړه ځانګړې مرکه کړې ده.
روهي: عطاالله ویسا صاحب سلامونه او نیکې هيلې مې ومنئ؛ تاسې په هېواد کې ځینې هلې ځلې پېل کړي دي، که ددې هلو ځلو په اړه مو راته وویاست؟
ویسا: زموږ هلېځلې د زده کړو په هکله دي، د هر افغان بچي لپاره په هره سيمه کې چې وي که نرينه وي ياښځينه بايد دولت ورته د زده کړو زمينه برابره کړي؛ هغه ټول بند ښوونځي چې تړلي دي، بيرته خلاص او د ماشومانو پر مخ دې زده کړو ته زمينه برابره سي.
روهي: تراوسه پورې مو کوم ـ کوم کارونه ترسره کړي دي؟
ویسا: د هيواد څلور ديرش ولايتونو ته تللي يو؛ ماشومانو سره مو د کتاب، کتابچې، قلم او بکسې مرسته کړې ده. د ولسي خلکو سره مو د زده کړو په باره د عامه پوهاوي ناستي کړي دي. هغوى مو د زده کړو په اهميت او د معارف سره همکارۍ ته رابللي دي. دوه ديرش بند ښوونځي مو بيرته پرانيستي دي. د کتاب راټولو د کمپاين له لارې مو يو لک او شل زره کتابه راټول کړي. تر دي دمه مو ديارلس عامه کتابتونونه جوړ کړي دي. د کتابونو زياته برخه د ماشومانو کتابونه دي، چې موږ ماشومانو ته ويشلي دي.
روهي: تاسې د دولت خبره وکړه، چې باید د ټولو افغانانو لپاره، د زده کړو په برخه کې کار وکړي؛ ستاسو په اند تر اوسه پورې په دغه بهیر کې څومره کار شوی؛ کوم کارونه چې شوي دي، آیا دا ټول دولت ترسره کړې دي؟
ویسا: دولت مکلف دی، چې هر افغان بچي ته د زده کړو زمينه برابره کړي خو تر اوسه شپږ ميليونه ماشومان د زده کړو محروم دي. يو شمير داسي سيمي لرو، چې تر اوسه ښوونځى او لېسه نه لري. هلته هېڅ ښوونځى نسته.
روهي: تاسې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ ګرځېدلي یاست؛ تر اوسه پورې دغسې کوم ښوونځي/ د علم او زدکړې مرکزونه مو لیدلي، چې د زده کونکو پر مخ بند وي؛ که وي نو تاسې یې په اړه څه کړي دي؟
ویسا: تقريبا دوه زره شاوخوا ښوونځي بند دي، چې معارف کله زر کله تر دي کم مني. موږ د هغوى ږغ راپورته کړى دى؛ د خلکو سره مو خبري دي، چې ښوونځي يې ورته خلاص کړو.
روهي: دا یولوی بحث دی؛ را به شو، ستاسې هڅو ته. آيا په دې مبارزه کې له تاسې سره نور څوک هم ملګري دي؛ که وي نو هغوی څوک دي؟
ویسا: زموږ سره چې هر چا مرسته کړې، هغه ددې مبارزي ملګرى دى. زموږ ډير ځوانان په رضا کار ډول ملګري چې ډير يې راسره په ولايتونو کې دي، تقريبا دريالس سوه کسان ځوانان او ولسي خلک مو د مبارزي ملګري دي.
روهي: ستاسو مبارزه له فسبوک او ټولنیزو رسنیو څخه معلومیږي، چې پراخه مبارزه مو پیل کړې ده؛ که ووایو، چې هېڅ یو کار هم بې موخې نه ترسره کېږي، نو ویسا صاحب ستاسې له دې مبارزې هدف څه دی؟
ویسا: هدف مو د هر افغان بچې لپاره، زده کړه او پوهه؛ همدارنګه د بېسوادۍ سره مبارزه.
روهي: ویسا صاحب! دا خو به راسره منې؛ په افغانستان کې چې هر څوک کارونه کوي، که هغه ټولنیز وي او یا نور ډير خیریه کارونه وي، نو دا ټولې هڅې تمویل/ بودیجې ته ضرورت لري؛ ستاسې د هڅې او مبارزې تمویل څنګه دی؟
ویسا: زموږ سره نه کومې بهرنۍ موسسې، نه کوم ډونر او نه افغان دولت مرسته کړې ده. د کتاب، بکسې، قلم او کتابچې مرسته راسره خپلو افغانانو کړې ده. د ټرانسپورت او ځاى مرسته هم راسره ملګرو کړې ده. زموږ لپاره مرسته، د اشنا پوهنتون موسس راکړې ده. د اوسېدلو او موادو د اېښودلو او چې څو کاله يې ستره قرباني ور کړي ده. همداسي د ټرانسپورت مرسته کله ـ کله ځينو ملګرو کړي ده. چا تر يوه او بله ځايه د موټر مرسته کړې ده، چې موږ يې تل يادونه کړې ده. مرستي د هر ولايت د سفر پاى ته رسيدلو لپاره، چې چې څوک مرسته راسره کوي، نو هغه نغدي نه؛ بلکي جنس دى. لکه؛ کتاب، بکسه، قلم او کتابچه.
روهي: ویسا صاحب! مننه، چې له روهي وېب پاڼې سره مېلمه یې؛ ویسا صاحب ولې داسې فکر در پیدا شو، چې یوازې ـ یوازې له کوره د اصلاحاتو او علم رسولو لپاره، راووتې؟
ویسا: په داسي وروسته پاتې ټولنه کې موږ مسئوليت لرو، چې خپل راتلونکی نسل له بدبختيو، جهالته او ناپوهۍ وساتو.
روهي: که وپوښتم، چې اوس ـ اوس په کومو مسایلو کار کوئ او کومې برنامې په نظر کې لرئ؟
ویسا: اوس له ولسونو، معارف مسئولينو، ځوانانو او مخورو سره د معارف د ستونزو پر حل کار کوو.
روهي: هدف مې دا و، چې کومو ولایتونو مو اوس نیت دی، چې سفر ولری؟
ویسا: ټولو ولايتونو ته تللي يو اوس پر تغيراتو او اصلاحاتو کار کوو.
روهي: زموږ افغاني ټولنه له ډیرو ستونزو او ننګونو سره مخ ده؛ آیا ستاسو او ستاسې د هڅو او کارونو پر وړاندې څوک خنډ شوي دي، چې تاسې یې له مبارزې منعه کړي یاست؟
ویسا: هو ستونزې سته؛ خو يو شمير هغه کړۍ چې دوى مافيايې بانډونه جوړ کړي و او دوى موږ ته د مرګ اخطارونه هم راکړل، خو موږ هېڅ وخت تسليم نسو. موږ خپله مبارزه جاري وساتله، چې له مرګه ونه ويريدو. کوښښ يې وکړ ځينو چې په حرامو او د غلا په پيسو زموږ مخه ونيسي. يو وړانديز يې دا و، چې تر دغه کار تير سئ. موږ به د څو معلمينو معاش پر کور در کوو خو د يو ځوان ضمير به کله دا ومني، چې هرڅه د حرامو او غلا ښکار کړي.
روهي: تاسې مبارزه په هېواد کې د زده کړو زیاتولو او خپرولو په اړه ده؛ په دې برخه کې تاسې له چا ـ چا مرسته غواړئ، چې له تاسې سره مرستندوی وه اوسي او کارونه مو ښه ترسره شي؟
ویسا: موږ له هر افغانه مرسته غواړو، چې د زده کړو لپاره کار وکړي. داسي نه چې هغوى دې زموږ په قطار کې ودريږي، بلکي د هر افغان بچي دې ښه راتلونکي لپاره دې کار وکړي.
روهي: په وروستیو کې که راته ووايې، چې څه هېله لرئ؛ همدارنګه که نور مهم څه له موږ پاتې وي او ويل یې غواړئ، نو مهرباني ؟
ویسا: زموږ هيله د مسئولينو، مشرانو، ځوانانو، فعالانو او ټولو هېوادوالو څخه دا ده، چې مسئولين دې له معارف سره د اصولو مطابق مسئولانه چلند وکړي او له نورو نه همدا دوی له معارف سره، باید ډيره عاطفي او صميمانه و اوسي. زموږ معارف ګڼې ستونزي لري. ټول په ګډه کولاى سو، چې دغو ستونزو ته د حل لار وګورو. زموږ ګډ کار زموږ راتلونکى نسل ژغورلى سي.
روهي: ویسا صاحب! ډيره ـ ډيره مننه، چې د روهي وېب پاڼې مېلمه وې او دا یو څو شېبې مو له روهې سره وزغملې!؟
ویسا: مننه د روهي ويبپاڼي له مسئولينو او کارکوونکو، همکارانو نه، چې تل يې زموږ مرسته کړې. هغه څه چې موږ د خبر په ډول ورته ليږلي، دوى پر وخت خپاره کړي دي، بيا هم تري مننه کوو. د بريا په هيله!
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top