نبي: افغانستان کرکېټ لوبډله باید ټېسټ درجه له لاسه ور نه کړي

نبي: افغانستان کرکېټ لوبډله باید ټېسټ درجه له لاسه ور نه کړي



څه موده وړاندې د افغانستان د کرکېټملي لوبډلې د نړېوالۍ شورا بشپړ غړېتوب تر لاسه کړ. مخکښ لوبغاړي ښاغلی محمد نبي‌ عیسی خېل یې په اړه ویلي، چې باید  افغانستان کرکېټ بورډ دا غړیتوب له لاسه ورنه کړي.
نبي عیسی خېل زیاته کړه، چې د افغانستان ملي لوبډلې د پرلپسې بریاو په پایله کې د کرکټ نړیوالې شورا افغانستان ته بشپړ غړیتوب ورکړی دی.
نبي د پوره غړیتوب د ساتلو لپاره، د ملي،‌ الف، ۱۹ کلنو لوبډلو، نورو ځوانو لوبغاړو او د کرکټ د ادارې د ظرفیت لوړول مهم وبلل خو ټېنګار یې وکړ چې باید د ځوانانو د روزولو لپاره بنسټیز کارونه وشي.
هغه له کرکېټ ځوانانو وغوښتل، چې خپلو تیرو نمګړتیاوې ته وګوري او هڅه وکړي، ترڅو نورې ډيرې بریاوې هم هېواد ته راوړي. نبي د ځانانو تجربه ستایلې ده خو د کرکېت لوبې تکنیک په اړه یې کم وبلل.
ښاغلی نبی د ویسټ انډیز په کورنیو سیالیو کې د لوبېدو لپاره امریکا ته تللی او هلته به لوبې ولري. 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top