د خیال جزیزه

د خیال جزیزه


هو سهار وختي د باغچې تر څنګ تېریدم، د تازه نسیم وږمې مې ذهن کې غزونې کولې، په خپلو پستو نازکو ګوتو مې د ګلبڼ پستې غوټۍ تخنولې، د هغوی خولې داسې ښکاریدې لکه ښاپېریو چې خندا ته تکل کړی وي، د سحر شبنم د ګل د پاڼو په لیمو کې مورچل نیولی و او داسې ښکاریدې چې ګاني د لمر زرینو وړانګو څخه یې په زړه کې  وهم او ویره پنزیده.

رڼا ورورو خپله زرینه کمبله، په غر او سمه خوروله، نا څاپه مې پر یو ګل بوټي نظر پرېوت، چې تور بورا یې غلی په سینه کې ناست دی او ځان بریمن او فاتح محصوسوي او پر نریو نریو ښکرو باندې د ګلونو شېره څکي.

زه هم خدای خبر ددې صحنې په لیدو سره د خیال کومو څپو له ځان سره واخیستم او د تخیل کومې لرې جزیرې ته له ځان سره وړی وم.

ناڅاپه مې یو هیبت ناک غږ تر غوږو شو، لکه څو چې په ویره له خوب راويښ کړي، نا څاپه مې د خیالونو تسلسل وشلیده او د خیال مجازي پاچاهي مې رنګه شوه، ومې لیدل چې په هوا کې خړ ګردونه پورته شوي.

شیبه ورسته مې د ویر او ماتم چیغې تر غوږو ورورسیدې، ګورم چې د بورې مور هغه د ښوونځي بچې چې د د درس د ویلو لپاره له کور رواتی و،  د خونړي ماین ښکار شوی.

ځمکه لړزیدلې وه، زما د خیالونو مجازي نړۍ هم د خپل ماهیت له لاسه ورکړی و.

tags

ستاسې تبصرې

*

Top