اقتصاد پېژندنه/ (۴۰مه برخه)

اقتصاد پېژندنه/ (۴۰مه برخه)


اووم څپرکی

د تولید د عواملو قیمت ټاکلPricing of The Factors of Production

په تېرو څپرکيو کې مو ولوستل چې چې د توکو قيمتونه ولې ټاکل کېږي او دې پايلې ته ورسیدو، چې د توکو قیمتونه توکو ته د عرضې او تقاضا له مخې ټاکل کېږي په دې څپرکي کې به موږ دا څرګنده کړو چې د تولید د عواملو چې توکي ترې جوړيږي قیمت څنګه ټاکل کېږي.

د شتمنۍ د ویش عمل: د تولید عوامل څلور دي: طبيعي وسایل (ځمکه، کانونه، ځنګلونه او نور)، بشري وسایل ( کارګر)، پانګه او ماشین الات او څلورم متشبث په يو هېواد کې ټول شیان له دغو څلور شیانو د يو ځايوالي څخه منځته راځي . د ساري په توګه: په کومه کمپنۍ کې چې رخت جوړيږي هلته د کمپنۍ لپاره ځمکه ،کارګر، پانګه او متشثبت ته اړتیا وي تر څو رخت جوړ شي په همدې ډول په هېواد کې ټول شیان له همدې څلورو څخه جوړيږي چې د هر یو په کې بیله برخه وي. د شتمنۍ په پیدا کېدو کې ځمکه په بېلابېلو ډولونو کار وړل کېږي لکه هټۍ، د کرنې لپاره، کورونو د کرایې لپاره د ځمکې خاوند د ته د ځمکې په بدله کې چې څه ورکول کېږي هغه کرایه وايي. او په همدې دوکانونو،کارخانو او کرنه کې چې څوک کار کوي هغه ته کارګر وايي چې د دې کار په بدله کې ده تنخوا او یا اجوره ورکوي او په کارخانو، دوکانونو او یا کرنه کې چې له کومو وسایلو کار اخلي دې ته ماشین الات یا پانګه وايي چې بدله يې سود ده. او څوک چې دا ټول کار مخ ته وړي او پر بریالتوب سره يې سرته رسوي هغه ګټه یا زیان رسيږي. د اخبره د یاد ونې وړ ده چې د شتمنۍ پیدایښت او ویش سلسله  جلاجلا  نه ده یانې دا نشی کیدای چې متشبث لومړی درې عوامل سره يو ځای کړي توکي تولید کړي په بازار کې وپلوري او بیا وروسته د تولید د عواملو بدله ادا کړي. بلکې دواړه يو ځای روان وي. د تولید د عواملو لپاره قیمت ټاکل ځکه اړین دي چې خلک له همدې لارې خپل ژوند مخ ته وړي د ساري په ډول کارګر د خپل ژوند بقا لپاره تنخوا ته اړتیا لري په همدې ډول پانګوال او نور، د قیمت له ټاکلو سره لکه څرنګه چې معلومه د تولید د وسایلو کم دي نو باید په ښه ډول سره وکارول شي چې کوم عامل په کومه کچه تر څو له بې ځایه کارونې څخه يې مخنیوی وشي او په ښه ترکیب سره وکاروي تر څو ښه ډېره ګټه لاسته راوړي. تر څو شتمني د وګړو تر منځ په مساوي توګه وکارول شي او د طبقاتي نظام مخه ونیول شي په ټولیز ډول د تولید عوامل څلور دي خو په دې وروستیو کې یو شمیر نور هم ورسره یاديږي لکه وخت،ټکنالوژي او نور.... په ټوله یيز ډول موږ دوه ډوله ویش لرو:

شخصي ویش: په دې ډول ویش کې ملي عاید د انفرادي وګړو ترمنځ ویشل کېږي یا د بېلابېلو طبقاتو ترمنځ لکه غریبه طبقه، پانګواله، کارګر او نور . په شخصي ویش کې موږ نامساوات تر مطالعې لاندې نیسو.

حیاتي ویش: په حیاتي ویش کې موږ ملي عاید د تولید د عواملو تر منځ وېشو لکه اجوره، ګټه، کرایه او سود. حیاتي ویش ته د تولید د عواملو د قیمت تیوري هم وايي: اوس پوښتنه دا ده چې د تولید د عواملو بدله د کومو اصولو له مخې ټاکل کېږي نو ددې لپاره موږ د وروستي مولدیت نظریه تر څېړنې لاندې نیسو.

وروستي تولید مفهوم: د وروستي تولید د مفهوم لپاره باید لاندې شیان فرض کړو:

۱- کارګر چې کوم توکي پیدا کوي په بازار کې باید د بشپړې سیالۍ شتون ولري.

۲- د تولید د عواملو په بازار کې باید د بشپړې سیالۍ بازار موجود وي .

۳- د ټولو کارګرو وړتیا او د کار کولو صلاحیتونه بیاد یو شان وي .

۴- په کارخانو کې له وخت څخه د ډېر کار اجازه نه وي

۵- یوازې د تولید یو متغیر عامل بدله ټاکلی شو.

کله چې یو متشبث وغواړي د پاتې عواملو مقدار ثابت وساتي او د یوه عامل په مقدار کې زیاتوالی راولی کوم زیاتوالی چې د ډېر شوي عامل له کبله په ټول تولید کې زیاتوالی راشي دی ته وروستی مادي تولید وايي . کولی شو وروستي تولید په لاندې جدول کې په ښه توګه تشریح کړو:

کارګرو شمېر

ټوله یيز تولید

وروستی تولید

1

10

10

2

22

12

3

36

14

4

52

16

5

60

8

6

66

6


 

په پورتني جدول کې لیدل کیږي چې کله د کارګرو په شمېر کې ډېروالی راځي ورسره په ټوله یيز تولید کې هم ډېروالی راځي. د یو کارګر د وروستي تولید د معلومولو لپاره له ټول تولید څخه د ځانګړي کارګر تولید تفریق څخه لاسته راځي. د ساري په توګه؛ که وغواړو د درېیم کارګر وروستی  تولید معلوم کړو نو 36 څخه 22 تفریقوو چې 14 په لاس راځي چې همدې ته نهايي تولید وايي .

د وروستي مولدیت نظریه Theory of Marginal Productivity : اوس موږ دې پوښتنې ته راځو چې د تولید د عوامل قیمت څنګه ټاکل کېږي د دې پوښتنې د ځواب لپاره د وروستي مولدیت نظریه رامنځته شوي او همدا یې ځواب وايي دا په دې مانا چې: د هر عامل قیمت د هغه په وروستني مولدیت پورې اړه خو اوسمهال د یو شمېر نیوکو له کبله دا نظریه کمه کاریږي او حقیقت هم همدا دی چې د هر عامل قیمت باید د هغه برخه په تولید کې څرګنده کړي او قیمت یې وټاکل شي خو اوس مهال د هر عامل بدله په اصل کې د توکي د ټوله یيزې عرضې او ټوله یيزه تقاضا له مخې ټاکل کېږي کولی شو چې په لاندې جدول کې ښه روښانه کړو.

کار ګرو عرضه

اجورې اندازه

کار ګرو ته  تقاضا

300

150

75

250

125

125

200

100

200

150

75

300

100

50

400

که پورتنی جدول ته ځیر شو نو لیدل کیږي چې کله چې د کارګرو عرضه دوه سوه شي نو تقاضا هم ورته دوه سوه کېږي او اجوره یې د عرضې او تقاضا له مخې سل افغانۍ ټاکل شوې ده. خو که چیرته اجوره راټییږي یا 75 ته راښکته کېږي نو عرضه يې کميږي 150 په همدې ډول که اجوره 125 وي نو تقاض ورته کميږي 125 کېږي خو عرضه يې 250 ته رسيږي نو ویلی شو چې د کارګرو په څیر د هر عامل بدله د عرضې او تقاضا له مخې ټاکل کېږي. خو که یو متشبث د ځمکې او پانګې مقدار ثابت ونیسي او کارګر یو په بل پيسې ډېر کړي نو د تولید د کمښت قانون رامنځته کېږي. له یو ځانکړي حد څخه وروسته که کارګر ور اضافه شي نو په وروستني تولید کې کمښت رامنځته کېږي چې په لاندې جدول کې کولی شو روښانه کړو.

د کار ګرو مقدار

وروستني تولید ارزښت په افغانیو

د اجورې اندازه په افغانیو

61

130

100

62

120

100

63

110

100

64

100

100

65

90

100

66

80

100


 

له پورتني جدول څخه څرګنديږي کله چې موږ کارګر وراضافه کوو نو په وروستني تولید کې زیاتوالی راځي خو دا تر یو حده چې هغه حد 64 دی که له دې وروسته هر څومره کار ګار ور اضافه کړو نو په  وروستی تولید کې کمښت رامنځته کېږي.

 MRPد وروستي تولید کرښه ده چې راښيي کوم کې که د تولید د يو عامل مقدار مسلسل لوړ شي نو وروستی تولید یې کميږي .

د عواملو د وروستی تولید د مساوات قاعده: وړاندې مو د دوو خبرو یادونه وکړه چې یو متشبث د ځان په شمول د تولید نور دې عوامل سره یو ځای کوي او توکي پرې تولیدوي دویم دا چې متشبث د ډېرې ګټې د ترلاسه کولو هیله لري. نو ځکه دا پوښتنه پیدا کېږي چې هغه د تولید عوامل په کومه اندازه سره یو ځای کړي تر څو پورتنۍ موخې ترلاسه کړي. نو ددې لپاره باید هغه د ځانکړي عامل وروستي مادي تولید يې له دود بدلې سره برابر وي او دویم د ټولو عاملینو وروستنی مادي تولید یو له بل سره برابر وي او لاندې مساوات ټینګ کړي:

1. وروستی مادي تولید / د عامل قیمت = 2. وروستی مادي تولید / د عامل قیمت = 3. وروستی مادي تولید / د عامل قیمت=4. وروستی مادي تولید / د عامل قیمت

کولی شو چې عددي مثال له مخې یې ښه روښانه کړو: فرض کړی چې د رخت یوه کارخانه ده او د یو کارګر وروستنی تولید 50 متره دی او ورځنۍ اجوره یې 100 افغانۍ ده او د یو ماشین وروستنی تولید 30 متره دی او بدله يې 60 افغانۍ ده او د نورو عواملو مساوات هم په همدې ترتیب دی.

متشبث

ځمکه

پانګه

کارګر

150متره / 300 افغانۍ

10 متره /20 افغانۍ

30 متر/60 افغانۍ

50متره/100 افغانۍ

1/2

½

½

½


 

د وروستنی مولدیت د نظريې فرضیې: دا نظريه په لاندې فرضیو ولاړه ده :

  • د واحدونو يو ډول والی: د تولید د هر عامل ټول واحدونه سره باید مساوي وي ( خوپه حقیقت کې داسې شتون نه لري ځکه چې ټول کارګر سره یو شان کار وړتيا نه لري، په همدې ډول د ځمکو د حاصل ترمنځ توپیر شتون لري.

  • عوامل یو د بل بدیل: د دې نظريې له مخې د تولید ټول عوامل یو د بل بدیل دي یانې یو د بل پر ځای کارول کيدای شي ځکه په دې صورت کې نهايي حد رامنځته کېږي د تولید د هر عامل نهايي تولید یو له بل سره د برابر والي هڅې کېږي. خو حقیقت دا دی چې تر یوه حده دا کار امکان لري خو په
    ټوله یيز ډول یو د بل بدیل نه دي.

  • په مقدار کې زیاتوالی او کموالی ممکنه ده: په دې نظریه کې دا هم فرض شوي چې د اړتيا پر وخت د کارول شویو تولید عواملو کې زیاتوالی او کموالی کیدای شي ځکه داسې امکان ونه لري نو د عواملو مقدار تر هغه وخته نشي راتلی چې د وروستي مولودیت د دې عامل له قیمت سره برابر شي خو حقیت کې داسې امکان نه لري چې وړې وړې تبدیلانې دې تغير راولي.

  • عاملین د لیږد وړ دي: د دې نظريې له مخې د تولید عوامل د لیږد وړ دي یانې د اړتیا له مخې له یو څانګې بلې ته د لیږد وړ دي. خو په حقیقت کې په پوره ډول امکان نه لري ځکه مونږ نشو کولای چې ځمکه له یو ځایه بل ځای ته ولیږدوو.

  • د تولید د کمښت قانون: ددې نظريې له مخې دا نظريه قايمه ده او که تولید نور عوامل ثابت ونیول شی نو که یوه کې تغير راشي نو نهايي تولید ورسره کميږي.

د وروستني مولدیت په نظريې نيوکه: په دې نظريې ډېرې نیوکي شتون لري په د نظریه کې چې دې فرضیو کومه خبره شوي ټول مفرضات يې ناسم دي، په همدې ډول د تولید د یو عامل د وروستی تولید معلومول هم اسانه نه دي ځکه تولید د ټولو عوامل مشترک دي، د دې ترڅنګ د دې نظر له مخې د تولید د عواملو انحصار په په وروستي  مولودیت پورې اړه لري خو په حقیقت کې مولودیت په خپله د بدلې په مقدار پورې اړه لري ځکه که چیرته مقدار ډېر وي نو مولودیت يې هم ډېر وي. په دې نظریه کې د تولید د عواملو د عرضې برخه له نظره غورځیدلې ده.

tags

  

  

د محمد داود نیازی ژوند لیک
محمد داود نیازی زیار کښ او ژمن انسان
زما د ژوند د یو ستونزور او خواږه پړاو ،پیاوړی او هوښیار ملګری ،د چا په خټه کې چې ژمنتوب ،رښتینولي او ملګر پالنه له پیله نغښتې ،د یوه ښه انسان ځانګړنې یې د وجود په هر رګ کې غزونې ......

      

...

  

ستاسې تبصرې

*


Top