اقتصاد پېژندنه/ (۳۹ مه برخه)

اقتصاد پېژندنه/ (۳۹ مه برخه)



په انحصار کې د کمپنۍ تعادل ( تولید او د قیمت ټاکل ) :
د يوې عامې کمپنۍ په څېر انحصاري کمپنۍ هم غواړي چې وروستنۍ ډېره ګټه ترلاسه کړي تر هغه وخته چې وروستني عواید له وروستنیو مصارفو څخه ډېر وي . کله چې وروستي عواید له وروستیو مصارفو سره برابر شي نو کمپنۍ د توکو تولید بندوي او دا یې د تعادل حالت وي. په انحصار کې د کمپنۍ د عوایدو کرښې لاندې جهتونه لري.

مقدار

قیمت

ټوله یيز عواید

منځني عواید

وروستی عواید

1

10

10

10

10

2

9

18

9

8

3

8

24

8

6

4

7

28

7

4

5

6

30

6

2

6

5

30

5

0

7

4

28

4

-2

په پورتني جدول کې لیدل کیږی چې کله تولید ډېريږي نو وروستني او منځني عواید ورسره کميږي چې ان تر دې چې وروستي عواید منفي لور نیسي لکه 6 واحده تولید کې وروستي عواید له صفر سره برابر دي چې له دې وروسته منفي لوری نیسي. کله چې ټوله یيز عواید وروستني حد ته ورسيږي نو هلته وروستني عواید صفر کېږي. کولا شو په لاندې ګراف کې هم روښانه کړو.

په پورتني ګراف کې MR وروستینو عواید کرښه AR د منځنیو عوایدو کرښې دي د تولید په ډېرښت سره نزولي بڼه غوره کوي .
د ټوله یيز عوایدو کرښه هم په لومړي سره کې صعودي وي تر یوې مودې وروسته هغه هم نزولي لار نیسي کولی شو په لاندې ګراف کې ښه روښانه کړو چې زرغون رنګ لرونکې کرښه د ټوله یيزو عوایدو کرښه ده چې لومړی صعودي تر لږ استقرار وروسته بیرته نزولي بڼه ځانته غوره کوي چې د ټوله يزو عواید لار ښيي.

په انحصار کې د تعادل لپاره باید وروستي عواید له وروستنيو لګښتونو سره برابر شي له بلې خو د وروستنیو مصارفو کرښه باید د وروستنیو عوایدو کرښه له لاندې خوا پرې کړي.
په انحصاري بازار  کې د قیمت ټاکل له لاندې دوو لارو صورت نیسي .

  1. د ټوله یيزو عوایدو او ټوله ییز و لګښتونو له لارې د قیمت ټاکل: په دې حالت کې انحصارګر هغه وخت ډېره ګټه ترلاسه کوي چې د وروستنیو عوایدو او وروستنیو لګښتونو ترمنځ واټن خپلې اخري حد ته ورسيږي او انحصارګر تل هڅه کوي د بېلابېلو قیمتونو په وضعه کولو سره غواړي تر څو دا واټن ډېر کړي او هغه حالت چې انحصارګر په کې ډېره ګټه ترلاسه کوي هغه ته د تعادل حالت وايي. کولا شو دا حالت په لاندې ګراف کې په ښه توکه روښانه کړو:


په پورتني ګراف کې TR ټوله یيز عواید څرګندوي چې له مبدا څخه پيليږي او د صفر تولید مقدار ښيي،TC ټوله یيز لګښتونو کرښه ده چې له P څخه پیليږي او دا څرګندوي چې که تولید صفر هم وي نو کمپنۍ ثابت لګښتونه له ځانه سره لري.
TP ټوله یيزه ګټه څرګندوي چې له R څخه پيليږي چې په لومړیو کې منفي بڼه لري او کله چې تولید ډېرېږي، نو TR هم ډېریږي خو دا ډېرښت يې په لومړیو کې له TC څخه سست وي.
RC چې د TP برخه ده د زیان په مانا ده یانې کمپنۍ د زیان په حالت کې ده.  M په نقطه کې ټوله یيز عواید او ټوله یيز عواید سره برابر دي چې دې ته تساوی نقطه
Break even point هم وايي خو کله چې تولید ډېريږي نو TR له TC څخه ډېريږي چې ورسره TP هم لوړېږي چې د ګټې په مانا ده او کله چې TPد E نقطې ته ورسيږي نو دا حالت څرګندوي چې د ګټې وروستی حد دی او همدا حالت د تولید ته تعادل حالت ویل کېږي.

  1. د وروستیو عوایدو او وروستیو لګښتونو له لارې د قیمت ټاکل: او د هغه وخت صورت نیسي چې وروستیو عواید له وروستنیو لګښتونو سره برابر شي او د وروستینو مصارفو کرښه د وروستنیو عواید کرښه له لاندې خوا پرې کړي، انحصار ګر هر وخت هڅه کوي چې وروستي عواید له وروستیو لګښتونو سره برابر کړي که د په تولید کې وي او که په قیمت کې . MC = MR

،کله چې وروستي لګښتونه له وروستیو عوایدو څخه ډېر شي نو انحصارګر د تولید مقدار راکموي . MC> MR
چې دا حالت د وخت پر اساس په موږ په لاندې دوو برخو کې څيړلی شو:
په لنډ مهال کې د انحصارګر تعادل: دا هغه وخت دی چې انحصارګر په کې د شته پلان سره سم حرکت کوي په ثابتو شتمنیو کې ډېرښت نشي راوستلای د تولید د ډېرښت لپاره باید په متغیرو عواملو کې تغير راولي او انحصارګر کولای شي چې له عادي حالته ډېرګټه ترلاسه کړي، عادي حالت ګټه ترلاسه کړي، د زیان ساتلو حالت. چې هریو يې په لاندې ډول تر څېړنې لاندې نیسو.

  • له عادي حالته ډېره ګټه: کله چې قیمت د انحصارګر له خوا د منځنیو مصارفو څخه لوړ وټاکل شي نو له عادي حالته ډېره ګټه ترلاسه کوي او تر هغه حده تولید تر سره کوي چې MC=MR سره برابر شي . چې همدا د تعادل حالت څرګندوي. کولای شو په لاندې ګراف کې هم روښانه کړو:


په پورتني ګراف کې OX د تولید کرښه ، OY قیمت کرښه ،SAC لنډ مهاله منځني عوایدو کرښه ،SMC لنډ مهاله وروستیو عوایدو کرښه ،AR د منځنیو عوایدو کرښه او MR د وروستیو عوایدو کرښه ده. د E په نقطه کې انحصارګر د تعادل نقطې ته رسیږي چې چې وروستي عواید او وروستي لګښت سره برابر دي او د وروستیو مصارفو کرښې د وروستیو عوایدو کرښه له لاندې خوا څخه پرې کړې ده. انحصار د OQ1 په اندازه تولید کوي چې CQ1 په قیمت يې پلوري چې د منځنیو لګښتونو څخه لوړ دی او انحصارګر دا توره برخه چې ABCD ده ګټه تر لاسه کوي چې دا له عادي حالته ډېره ګټه ده.

  • عادي ګټه: یو انحصارګر په لنډ مهال کې هغه وخت عادي ګټه ترلاسه کوي چې د کمپنۍ منځني عواید له منځنیو لګښتونو سره برابر شي چې کولای شو په لاندې ګراف کې ښه روښانه کړو.


په پورتني ګراف کې OX د تولید کرښه ، OY قیمت کرښه ،SAC لنډ مهاله منځني عوایدو کرښه ،SMC لنډ مهاله وروستیو عوایدو کرښه ،AR د منځنیو عوایدو کرښه او MR د وروستیو عوایدو کرښه ده . د E په نقطه کې انحصارګر د تعادل نقطې ته رسیږي چې چې وروستي عواید او وروستي لګښت سره برابر دي او د وروستیو لګښتونو کرښې د وروستیو عوایدو کرښه له لاندې خوا څخه پرې کړې ده. تولید مقدار OMدی او منځنیو لګښتونو کرښه د منځنیو عوایدو کرښه د R په نقطه کې یو بل پرې کوي چې کمپنۍ عادي ګټه ترلاسه کوي.

  • تر ټول لږ زیان: په لنډ مهال کې شاید انحصارګر زیان وکړي او دا هغه وخت رامنځته کېږي چې قیمتونه له متغیرو لګښتونو څخه ټيټ وي یانې کله چې قیمتونه د رکود او یا د تقاضا د کمښت له کبله راکم شي انحصارګر تر هغه وخت تولید ترسره کوي چې قیمتونه متغیر لګښتونه پوره کوي او کله چې ټيټ شي او متغیر منځني لګښتونه پوره نه کړي نو انحصارګر تولید بندوي. انحصارګر به د لنډ وخت لپاره زیان وکړي چې دا زیان له ثابتو لګښتونو سره برابر وي نو ځکه مساوي قیمت له منځنیو متغیرو لګښتونو سره برابر وي کولای شو دا حالت په ګراف کې هم وښايو .


 
په پورتني ګراف کې E د تعادل نقطه ده چې وروستیو عواید او وروستي لګښتونه سره برابر دي د تولید مقدار OM دی او قیمت يې OP1 دی چې AVCد AR کرښه د A په نقطه کې سره پرې کوي. دا مهمه ده چې کمپنۍ منځني متغیر زیان له قیمت څخه پوره کړي چې د کمپنۍ ټول زیان به PP1NA مقدار وي .او کله چې قیمت OP1 څخه کم شي نو انحصار ګر به تولید بس کړي .
په انحصار کې اوږد مهاله تعادل : په اوږد مهال کې تولید مقدار تغير خوړلی شي که د تولید په عواملو کې تغير راولی،انحصارګر د تقاضا په پام کې نیولو سره هر څه کولای شي یو کمپنۍ هغه وخت د اوږد مهال لپاره تعادل تر لاسه کولای شي چې اوږد مهاله وروستیو لګښتونو کرښه د اوږدمهال وروستیو عواید کرښه له لاندې خوا پرې کړې کولای شو په لاندې ګراف کې هم روښانه کړو:

په پورتني ګراف کې OM مقدار تولید دی چې OP قیمت چې وروستی عواید د وروستیو اوږد مهاله لګښتونو سره برابر دي،HM اوږدمهال منځنی لګښتونه دي،قیمت له اوږد مهال منځنیو لګښتونو څخه لوړ دی او انحصارګر ټوله PJHP1 مقدار ګټه تر لاسه کوي.
د قیمت تبعیض/توپير Price Discremantion: د یو توکي لپاره بېلابېل قیمتونو وضع کول بېلابېلو مصرفونکو ته د قیمت تبعیض/توپير وايي د د قیمت تبعیض/توپير  اصله موخه انحصارګر  ته د ډېرې ګټې تر لاسه کول دي تبعضي قیمت وضعه کول په لاندې مواردو پورې اړه لري.

  • د مصرفونکي د عاید اندازه

  • د مصرفونکي د اوسیدو ځای یا موقعیت

  • شوق او ذوق

  • د توکي موجوديت.

د يو تبعضي قیمت د بریالیتوب لپاره انحصارګر  لوی بازار په څو برخو ویشي او د خپلې خوښې له مخېهر بازار ته قیمت ټاکي.
دوه اړخیزه انحصار Bilateral monopoly : هغه حالت ته ویل کېږي چې د یو توکي يو عرضه کوونکي او یو اخیستونکی وي . دا ډول مارکیټ ډېر وخت د کارګرو په بازار کې وي او قیمت هم د چنو په وسیله ټاکل کېږي. عرضه کوونکی مونوپولسټ انحصارګر او اخیستونکی تقاضا انحصارګر(Monopsony).
کله چې موږ د دوه اړخیزه انحصار خبره کوو نو د یو توکي یو عرضه کوونکی شتون لري او یو اخیستونکی لرو. دوه اړخیزه انحصار ډېر کم د تولید په بازار کې تر سترګو کېږي . دوه اړخیره انحصار ډېری وخت د کارګرو په بازار کې شتون لري چې کمپنۍ کارګر د کارګرو له ټولنې څخه ترلاسه کوي او یوه مسله چې په کوم قیمت کارګر ترلاسه کوي کولای شو .په بشپړې سیالۍ لرونکي بازار  او انحصار لرونکي بازار کې د قیمت په ټاکلو کې توپیر په لاندې وڅیړو:
● وروستیو او منځنیو عوایدو تر منځ توپیر: په بشپړ سیالۍ لرونکي بازار کې قیمت هغه وخت ټاکل کېږي چې وروستي او منځني عوايد سره برابر شي او د یادونې وړ ده چې په بشپړ سیالۍ لرونکي کې د کمپنۍ وروستي او منځني عواید سره برابر وي. په انحصار کې هم قیمت همداسې ټاکل کېږي خو په دې توپیر سره چې وروستي عواید یې له منځنیو عوایدو څخه کم وي.
● وروستیو او منځنیو عوایدو د ټيټیدو تګ: په انحصاري بازار کې د يو کمپنۍ منځني عوایدو کرښه تګ لاندې بڼه لري او په بشپړ سیالۍ لرونکي بازار کې افقي بڼه لری نو ځکه وروستي او منځنیو عواید سره برابر وي. او په انحصار کې منځني عواید د نور تولید په ډېریدو سره کميږي چې ورسره منځني عواید هم کميږي.
● د وروستیو لګښتونو او منځنیو لګښتونو تر منځ توپیر: د بشپړ سیالۍ لرونکي  بازار کې وروستي لګښتونو او منځنیو لګښتونو سره هم برابر وي خو په نا بشپړ سیالۍ لرونکي بازار یا انحصار کې بیا داسې نه وي که څه هم وروستي عواید له وروستي مصارفو سره برابر وي خو وروستي عواید له منځنیو عوایدو څخه کم وي نو ځکه وروستي لګښتونه له منځنیو لګښتونو او له قیمت څخه ټیټ وي.
● له معیار څخه ډېره ګټه: په بشپړ سیالۍ لرونکي بازار کې یوه کمپنۍ په اوږد مهال کې عادي یا معیاري ګټه ترلاسه کوي . که څه هم په لنډ وخت کې له عادي حالته ډېره ګټه ترلاسه کولی شي خو په اوږد مهال کې داسې نه وي ځکه نوی کمپنۍ داخلي شي نو د ډېرې ګټې عنصر کميږي د کمپنۍ اوږد مهال مساوات په لاندې ډول وي .
ټول لګښتونه = ټول عواید
منځني لګښتونه = منځني عواید
وروستي لګښتونه = له وروستي عواید
د دې څخه اخري څلور هم په خپلو کې سره برابر وي خو په انحصار کې داسې نه وي کولای شي چې په اوږد مهال کې هم ډېره ګټه ترلاسه کړي یا له معیاره ډېره ګټه ترلاسه کړي ځکه بازار کې نوی کمپنۍ نه داخليږي.
● د مساوي تولید حد: په بشپړ سیالۍ لرونکي بازار کې د کمپنۍ مساوات کم تر کمه په منځنیو لګښتونو کېږي خو په انحصار کې د کمپنۍ د تولید حد کم تر کمه له منځنیو لګښتونو وړاندې ختمېږي. ځکه انحصارګر په کم تر کمو منځنیو لګښتونو توکي نه پیدا کوي ځکه چې د منځینو عوایدو کرښه د منځنیو لګښتونو له کرښې سره مماس وي چې دا يې ټيټ ترین حالت وي.
 
د عرضې څو ګونی انحصار Ologoply : د بازار یو داسې ډول چې یو څو کمپنۍ په کې شتون ولري چې یو شان یا بېلابېل توکي خرڅوي. د عرضې څوګوني انحصار لپاره تر ټول ښه مثال د موټرو، تلویزیون، موبایل خدمات کمپنۍ دي. په څوګوني انحصار کې د یو څو کمپنیو ترمنځ سیالۍ شتون لري. که چیرته د کمپنیو ترمنځ د قیمت د ټاکې تړون نه وي شوی نو دی ته خلاصه الوګوپولي یا څوګونی انحصار Non collusive وايي او که شوي وي نو دی ته بیا تړلی څوګونی انحصار Collusive وايي.
د الوګوپولي یا څوګوني انحصار ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:

  • صنعت کې څو لوی کمپنۍ شتون لري

  • کمپنۍ یو شان او یا بېلابېل توکي خرڅوي

  • صنعت ته داخلیدل ډېر ستونزمن وي..

  • یو په بل پورې تړلي: دا چې په څوګوني انحصار کې څو کمپنۍ شتون لري د هرې کمپنۍ پريکړه د سیالیو کمپینو له اغېز سره مخامخ کېږي او هر کمپنۍ د قیمت او تولید په مقدار په ټاکلو کې خپلواکه ده یوه کمپنۍ هم د نورو کمپينو کړنې نه هیره وي. او هغه پریکړه کوي چې نورې کمپنۍ ورسره مرسته ونکړي د عرضې په څوګوني انحصار کې کمپنۍ یوازې تقاضا په پام کې نه نیسي بلکې د سیالیو کمپنيو عکس العمل هم په پام کې نیسي.

  • د خرڅلاو کمپاین: په دې ډول بازار کې کمپنۍ ډېری وخت یو شان تولید تر سره کوي خو په فزیکي، رنګ، کیفیت، ډیزاین او نورو کې یو له بل سره توپیر لري او هره کمپنۍ هڅه کوي تر څو ډېر توکي په بازار کې وپلوري نو پر دې اساس د بازار موندنې لګښت هم لوړ وي.

  • د تقاضا نامعينه کرښه: په خلاص څوګوني انحصار کې د تقاضا کرښه نه شو کولای په نرم ډول کمپنۍ عجیب او غریبو کړنو له کبله له پاسه لاندې خوا ته رسم کړو.

د عرضې په څو ګوني انحصار کې د قیمت ټاکل: په څوګوني انحصار کې قیمت څنګه ټاکل کېږي لومړی سویز خلاص څوګوني انحصار څخه پیل کوو .
د سویز د پيجیده ( کینک )تقاضا کرښې موډل ( غیرې ارتجاعي قیمت )
پرفیسور سویز په کال 1939 میلادي کې د کینک تقاضا کرښې په وسیله د عرضې په څوګوني انحصار کې قیمتونو کې غیرې ارتجاعت تشریح کړو، هغه دا فرض کړه که چیرته په څوګوني انحصار کې انحصارګرې کمپنۍ قیمت ټيټ کړي نو سیالي کمپنۍ هم عمل تر سره کوي تر څو مشتریان له لاسه ور نکړي نو ځکه کمپنۍ نشي کولای چې د قیمت په ټیټ والي سره تقاضا ډېره کړي. چې دا برخه د تقاضا د کرښې غیرې ارتجاعي ده. له بلې خوا کله چې انحصار ګری کمپنۍ قیمت لوړ کړي سیالۍ کمپنۍ به هغو تعقیب نه کړي چې قیمت تغير کړي نو د کمپنۍ تقاضا به کمه شي چې دا برخه د تقاضا د کرښې ارتجاعیت لري. په دې دواړو حالتو کې د انحصاري کمپنیو د تقاضا کرښه پيجده ده په شته قیمت کوم چې قیمت غیرې ارتجا عي دی
ددې نظريې مفروضات...
په څوګوني انحصار صنعت کې څو کمپنۍ شتون لري
تولیدات یو د بل نژدې متبادل دي
د تولیداتو کیفیت یو شان وي
د بازار موندې لګښت شتون نه لري
په بازار کې قیمت شتون لري چې تولې کمپنۍ تر خوښې وي  
د هرې کمپنۍ چلند د سیالۍ کمپنۍ په چلند پورې اړه لري.
 
کله چې یوه کمپنۍ کوښښ وکړي چې د قیمت د کمښت له لارې خرڅلاو ډېر کړي ټول کمپنۍ به هغه تعقبوي .
کله چې قیمت لوړ کړو نورې هغه کمپنۍ نه تعقبوي دوی په شته قیمت توکي خرڅوي او مشتریان تر کموي.
د وروستي لګښت کرښه د وروستي عاید د کرښې د خال خال ځای څخه تیريږي چې د وروستي لګښت کرښه په قیمت او تولید اغېز نه لري.
نظريه: کولی شو دا نظريه په لاندې ګراف کې روښانه کړو KPD کینک د تقاضا کرښه ده OP0 په بازار کې دود قیمت OR د یو خرڅونکی تولید دی. د P له نقطې پیل کوو چې د OP1 سره تطابق لري له دې پورته هر قیمت خرڅلاو کموي او سیالان یې قیمت جګوال نه تعقبوي. نو ځکه د KP برخه د د کینک تقاضا د کرښې ارتجاعیت لري.KA چې MR سره تطابق لري مثبته ده . مانا کله چې قیمت لوړ کړي یوازې دا نه چې خرڅلاو یې کميږي بلکې عواید او ګټه یې هم کميږي . له بلې خوا که خرڅونکی د توکي قیمت کم کړي (P(OPQ څخه لاندې وي  نو سیالان یې هم قیمت راټیټوي. چې خرڅلاو به یې ډېر شي خو ګټه به یې له پخوا څخه کمه وي. لامل دا دی چې د کینګ تقاضا د کرښې PD برخه له P څخه لاندې لږ ارتجاعیت لري او د هغه مطابق برخه د وروستیو عوایدو R منفي ده.
نو په دواړو حالتو کې د قیمت د جګوالی او ټیټ والي حالتونو کې خرڅونکی زیان کوي. نو هغه به په شته قیمت OP0 سره مخ ته ځي چې غیرې ارتجاعی به وي . وړاندې له دي د کینک تقاضا کرښه کار وکړو نو راځي چې په لګښت او تقاضا کې تغير د قیمت په ثبات په څوګوني انحصارک ې څه اغېزې لري...
په لګښت کې تغير: د څو ګوني انحصار په بازار کې د کینګ تقاضا د کرښې د شننې په وسیله په یو ځانګړی حد کې د لګښت تغير په دود قیمت اغېز نه لري فرض کړی چې تولید کميږي نو د وروستي لګښت نوی کرښه MC1 ښې خواته ده په دویم شکل کې چې د وروستیو عوایدو کرښه AB په فاصله کې پرې کوي وروستي ګټه OR چې په OP0 قیمت سره یې کولای شو وپلورو . دا خبره باید په یاد ولرو چې په هر مقدار چې لګښت کم کړو وروستي لګښت کرښه د وروستي عاید کرښه په خالي ځای کې پرې کوي ځکه چې خالیګا AB په مسلسل ډول سره پراخيږي د دوو لاملونو په وجه .




کله چې لګښت کمېږي د KP پورتنۍ برخه د تقاضا د کرښې ډېر ارتجاعیت ترلاسه کوي، ځکه په یقيني ډول چې نور یې نه تعقيبوي او دده خرڅلاو ورسره کمېږي.
د لګښت په کمښت سره PDد کینګ تقاضا د کرښې نوره غیرې ارتجاعي کېږي، ځکه کله چې یو خرڅونکی قیمت ټیټ کړي نورې هم تعقيبوي.

په پایله کې KPD زاویه چې مناسبه زاویه وي په P کې او Ab پراخه خلا نو دوروستیو لګښت کرښه د A کرښې څخه لاندې د وروستیو عوایدو کرښه پرې کوي او خالصه پایله يو شان تولید ORد OP0 قیمت او څوګوني انحصارګرو ته ډېره ګټه ترلاسه کېږي په هغه صورت کې چې د تولید لګښت لوړ شي دوروستي لګښت کرښه چپ خوا ته ليږدول کېږي او MC2 په لاس راځي خا نو کله چې د دورستني لګښت کرښه په لوړ ځای کې د وروستي عاید کرښه پرې کړي نو قیمت به غیرې ارتجاعي وي. په هر صورت کله چې لګښت لوړ شي قيمت په خپل حال نه پاتې کېږي او کله چې وروستي لګښت کرښه A له نقې څخه لوړه شي نو د وروستي لګښت کرښه به KA په برخه کې پرې کړي نو لږه پیمانه به خرڅلاو صورت ونیسي په لوړ قیمت.
په تقاضا کې تغير: اوس غواړو چې د قیمت نه تغير کله چې تقاضا کې تغير راشي وڅيړو په دریم شکل کې D2 د تقاضا اساسي کرښه ده MR2 او د وروستیو عواید کرښه MC کرښې دي. فرض کړی چې تقاضا کې کمښت رامنځته شو D1 شوه او MR1 شوه کله چې تقاضا کمه شي نو د قیمت کمښت یو خرڅونکی کموی او نور یې تعقبوي.

دا به LD1 جوړ کړي چې د تقاضا د نوی کرښې وروستۍ برخه ده او دا کرښه به HD2 څخه ډېر ارتجاعیت ولري.چې دا به د L لار کې زوایه جوړه کړي په پایله کې به EF واټن لا پسې په MR1 پراخ شي او د AB له واټن څخه په MR2 کې. د وروستي لګښت کرښه به د وروستي عاید کرښه د EF په خلا کې پرې کړي . چې دا د عرضې په څوګوني انحصار کې د قیمت ثبات څرګندوي. له چې د کنیک H او L دوه د تقاضا کرښې یو شان پاتې کېږي او قیمت هم پخواني وي OP کله چې تقاضا کې کمښت رامنځته شي .مګر د تولید مقدار له OQ2 څخهOQ1. کېږي.
کولی شو دا معامله معکوسه هم وڅيړو کله چې تقاضا کې ډېرښت رامنځته شي نو D2 او MR2 د تقاضا او وروستي عاید اصلي کرښې دي. OP قیمت دی چې په خپل حال دی خو تولید OQ1 څخه OQ ته لوړ شوی دی. نو کله چې MC کرښه دوامداره MR کرښه پرې کړي او هغه برخه چې دوامدارنه ده دا نو غیرې ارتجاعي قیمت دی. د کینګ د تقاضا کرښې ټوله شننه څرګندوي چې د قیمت غیرې ارتجاعیت په څوګوني انحصار کې ته لومړیتوب دی که د قیمت کمښت ټولو خرڅونکو ته ورسيږي. په لګښت او تقاضا کې تغير هم د قیمت ثبات په عادي حالت کې رامنځته کوي او تر هغې چې MC کرښه MR کرښه پرې کوي نو دا غیرې مداومه برخه ده . دقیمت لوړولی د قیمت له غیرې ارتجاعیت د تقاضا ډېرښت او لګښت کې ډېر لیدل کېږي.
د قیمت د ثبات لپاره لاملونه: یوشمېر دلایل شتون لري، د قیمت غیرې ارتجاعیت په ځانګړي څوګوني انحصار کې...
په څوګوني انحصاري صنعت کې انفرادي خرڅونکي شاید دا یاد کړي وي چې بې ګټې جنګ ګټه نه لري، نو هغه به هم د قیمت ثبات ته لومړیتوب ورکړي.
دوی شاید د شته قیمت تولید او ګتې سره خوشاله وي، نو ځکه غیرې اړینه بې ثباتي نه خوښوي.
همدارنګه دوی شاید اوسني قیمت ته لومړیتوب ورکړي، تر څو صنعت ته نوې کمپنۍ داخلیې نه شي .
دوی شاید په شته قیمت د توکو خرڅلاو ته پرمختګ ورکړي، بې له دې چې قیمت راټیټ کړي.
وروسته له اعلاناتو چې څومره لګښت شوی، نو هغه شاید خوښ نه کړي د خپل کار له ميوې څخه ځان محروم کړي نو هغه به په روان قیمت تولید پلوري .
کله چې ثابت قیمت د په خوښه رامنځته شو نو هیڅ یو خرڅونکی نه غواړي چې دا قیمت بې ثباته کړي.
د کینګ د تقاضا کرښه شننه د قیمت د غیرې ارتجاعیت مسولیت لري، په څوګوني انحصار کې.
نیګړتیاوې: د کینګ د تقاضا کرښه شننه په څوګوني انحصار کې له نیمګړتیاو څخه خالي نه ده:
که چیرته موږ ټول مفروضات هم قبول کړو خو بیا هغه واټن چې وروستي عاید کې وي، د وروستیو لګښتونو کرښه ترې تیره شي دا به کوچنې وي ان په هغه صورت کې هم چې تقاضا یا قیمت کې کمښت رامنځته شي چې قیمت بې ثابته کړي.
دد تیوري مهمه نیمګړتیا د پرفیسور سټګلر په وینا دا ده چې دا نه ده تشریح کړی کله چې قیمت تغير وخوري دوباره ثبات پیدا کوي او نوی کینک کرښه رامنځته کوي.
د قیمت ثابت ساتل شاید بې لارې کوونکی وي ځکه د مارکيت په حقیقي چلند نه دی ولاړ خرڅلاو هر وخت په لیست شوی قیمت نه ترسره کېږي .
دا امکان نه لري چې قیمت په احصایوي ډول د خرڅلاو اصلي قیمت راوړی شاید د ډېرو لپاره د ثبات قیمت وي نو ځکه د نامعلومه ده چې په څوګوني انحصار کې چې په حقیقت کې د قیمت ثبات شتون ولري.
د کینګ تقاضا کرښه شننه لنډ مهاله ده او د سیالانو عکس المعل لږ وي .
د ځينو اقتصاد پوهانو په اندې د کینګ تقاضا کرښې شنه په څوګوني انحصاري صنعت کې لومړی درجه کې د تطبیق وړ ده.
د کینګ د تقاضا کرښه په دوو فرضیو ولاړه ده کمپنۍ به ټیټ قیمت تعقبوي او لوړ قیمت به نه تعقبوي . خو سټګلر دا په حسابي ډول ثبوت کړه په انفلاسیوني حالت کې د قیمت جګوالی یو کمپنۍ نه تعقبوي بلکې ټول صنعت یې تعبقوي، ځکه ټولې کمپنۍ یو شان لګښت لري نو ځکه دوی یو بل تعقبوي.
اقتصاد پوهان د کینګ تقاضا د کرښې شننه یوازي اقتصادي ناورین حالت کې د تطبیق وړ ده په انفلاسیوني حالت کې کله چې تقاضا ډېرښت پيدا کړي څوګوني انحصاري کمپنۍ قیمتونه لوړوي نورې کمپنۍ تعقبوي. نو په دې حالت کې د کمپنیو تقاضا کرښه معکوسه کینک وي.
2- راغونډ څوګوني انحصار: دا یو داسې ډول دی چې په صنعت کې ټولې کمپنۍ سره راټولې دي، د یو یونټ په بڼه د ډېرې ګټې د ترلاسه کولو په موخه او د مارکیټ د برخې په اړه خپلو کې خبرې کوی. چې پخوا یې ورته د ګټې د وروستي کارټیل یا ورسره د بازار مشترک کارټیل وايي. دلته یو بل ډول هم شتون لري چې د قیمت رهبري ورته وايي چې په غلې( پټې) موافقې ولاړ دی. یوه کمپنۍ د رهبر په څير قیمت ټاکي او نورې کمپنۍ يې تعقیبوي .
رهبري قیمت په درې ډوله ده :
لږ لګښت کمپنۍ والا ، حاکمه کمپنۍ ، په فشار پورې تړلې .
کارټیل: د خپلواکو کمپنیو یوه ټولنه ده په صنعت کې .کارټیل عادی پالیسې د قیمت،تولید،خرڅلاو د خرڅلاو د وروستیو کېدو او د تولید د ویش ټولې پالیسې په ځان عملي کوي کارټیل امکان لري چې په خپله خوښه وي او یا جبري وي.خلاص یا پټ وي د حکومت په پالیسو پورې اړه لري کارټيل بېلابېل ډولونه لري چې په لاندې ډول ترې یادونه کوو:
بشپړ کارټیل او د بازار د ګډونې کارټیل:
بشپړ کارټیل: دا د کارټیل ډېر لوړ ډول دی چې په دې کې کمپنۍ یو شان تولید کوي چې د مرکزي بورډ له خوا په صنعت کې بورډ له خوا کنټرول کېږي. انفرادي کمپنۍ د تولید او قیمت د بورډ له خوا جوړ او پلي کېږي .د بورډ هرې کمپنۍ ته خپله برخه ټاکي هر څه د بورډ په لاس کې وي داسې ده لکه انحصار .
ددې ډول کارټیل فرضيې...
په دې کې دوه کمپنۍ په پام کې نیول شوي څوګوني انحصاري صنعت کې.
هره کمپنۍ يو ډول توکي تولیدوی چې یو د بل تعویض دي.
ډېر اخیستونکی شتون لري.
د بازار د تقاضا کرښه ورکړل شوی وي.
د کمپنیو د لګښت کرښې يو له بل سره توپير لري چې کارټیل پرې پوهيږي.
قیمت د کارټيل د پالیسۍ له مخې ټاکل کېږي.
د کارټیل موخه د ګډې ګتې ډېرښت دی.
د بشپړ کارټيل حل: د پورتنيو فرضیو په پام کې نیولو او د بازار د تقاضا د کرښې په شتون کې به ګډه ګټه هغه وخت ترلاسه شي چې د صنعت MR کرښه د صنعت له MC سره برابره شي . کولای شو په لاندې ګراف کې توضیح کړو D د بازار د تقاضا کرښه MR د وروستیو عوایدو کرښه ده د صنعت د ټوله یيز لګښت کرښه ΣMС چې د داوړو کمپینو لګښت ټولګه ده د کارټیل حل په د ګډې ګټې وروستی د E په نقطه کې ټاکل کېږي چې ШС کېږي او د کمپنۍ MR پرې کوي.

 
په پایله کې ویلی شو چې ټوله یيز تولید OQ مقدار په OP قیمت سره خرڅيږي لکه د انحصار پر څير د کارتيل بورد به د صنعت تولید به مشخصوي چې د صنعت MR د هر کمپنۍ له MC سره مساوي شي. د هرې کمپنۍ برخه یو مستقیمه کرښه چې له E څخه ویستل کېږي د X محور سره عمودي چې د MCb او MCa د B او A کمپنیو په Eb او Ea نقطو کې ، نو د A کمپنۍ برخه OQa اود B کمپنۍ OOb ده چې مساوي کېږي له
OQ (= OQa + OQb OP قیمت OQ مقدار د A او B ترمنځ ویشل کېږي A کمپنۍ له لږ لګښت ډېر تولید پلوري OQa له B کمپنۍ څخه اود B کمپنۍ لګښت لوړ دی نو OQa > OQb خو دا مانا نه لري چې A له B کمپنۍ څخه ډېره ګټه ترلاسه کوي . شریکه نهايي ګټه د RSTP او ABCP چې A او B ګټه کمپنۍ ترلاسه کړی ده، چې دواړه به سره ګډه شي او د کارټيل بورډ له خوا به وویشل شي البته د موافقي پر اساس چې وړاندې ترسره شوی ده. او بورډ به د اوړو کمپنۍ لپاره داسې برابر کړي چې خپله ګټه نهايي کړي.
د بازار د ګډونې کارټيل : د بشپړ جوړښت په څوګوني انحصار کې د بازار ګډونې کارټيل دی د شته کمپنیو ترمنځ. د ګډ بازار د هوکړی په کارټیل کې کمپنۍ هم تر یو بریده خپلواکه په پام کې نیول کېږي د تولید سټایل په پام کې نیولو سره، د خرڅلاو کړنو او نور پریکړو په اړه. چې دوه لارې شتون لري په ګډ مارکيت کې...
د قیمت د سیالی نشتون کارټيل: د قیمت د نشتوالی د سیالۍ کارټيل هوکړه د څوګونو انحصاري کمپنو تر منځ تر ټولو سست ډول دی په دې ډول کارټيل کې هغه کمپنۍ چې لږ لګښت لري په ټیټ قیمت توکي خرڅوي او هغه چې په لوړ لګښت جوړ وي په لوړ قیمت یې پلوري خو په اخر کې په یو قیمت پریکړه کوي چې له دې به یې ټيټ توکي نه پلوري، چې دا قیمت دوی ګټور وي کمپنۍ یو بله سره د قیمت په برخه کې نه بلکې د توکو په رانګ،ډیزاین ،سینګار او نور برخو کې سیالۍ کولی شي . خپل توکي پلورلی شي د بازار موندې او نورو لارو له لارې. خو دا ډول کارټيل ډېر ثبات نه لري ځکه هغه کمپنۍ چې د لږ لګښت توکي وي تولیدوي نو په غیرې قانوني یا د هوکړې خلاف په غلا توکي په ټیټ قیمت سره پلوري او مشتریان ځانته راجلبوي. نورې کمپنۍ چې خبرې شي کارټيل پريږدي چې بالاخره کارټيل لا منځه ځي.
کوټه سیستم یا د بازار ګډول: په دې ډول کارټیل کې ټولې کمپنۍ سره یو ځای کيږی یو قیمت ټاکي او په دې مهمه خبره دا ده چې بازار د ټولو کمپنیو ترمنځ مساوي وویشل شي چې هر کمپنۍ له خپل خرڅلاو څخه ګټه ترلاسه کړي. کوټې سیستم لاندې فرضيې لري:
په کوټه سیمت کې یوازې دوه کمپنۍ شتون لري.
هره کمپنۍ یو شان تولید پلوري چې یو د بل بشپړ متبادل دي.
ډېر اخیستونکي شتون لري
د تولید لپاره د بازار د تقاضا کرښه راکړل شوی ده او کارټیل پرې پوهيږي .
هره کمپنۍ ځانته د تقاضا کرښه لري چې د بازار د تقاضا له کرښې سره یو شان ارتجاعیت لري.
د دواړو کمپنیو د لګښت کرښه یو شان ده .
دواړه کمپني بازار یو شان وویشي
هره کمپنۍ د هوکړه شوي قیمت له مخې توکي پلوري .
د نوی کمپنۍ د دخول ویره نشته .
د بازار د ګډونې حل: د پورتنیو فرضیو په پام کې نیولو سره کولی شو په لاندې ګراف کې دا موضوع روښانه کړو: D د بازار د تقاضا کرښه ده او MR د وروستي عاید کرښه ده.EMC د صنعت د وروستي لګښت کرښه ده.ZMC کرښه د d/MR کرښه د E په نقطه کې پرې کوي چې OP قیمت او OQ مقدار تولید دی په صنعت کې. چې دا انحصاري حل دی د ګډ بازار په حل کې.

د صنعت تولید به څنګه د د اوړو کمپنيو ترمنځ مساوي وویشل شي اوس فرض کړی چې d/MR د هرکمپنۍ د تقاضا کرښه ده او mr یې له MR کرښې سره يو ډول دی.AC او MC سره برابر دي.MC کرښه mr کرښه په e کې سره پرې کوی چې د هره کمپني د ګټې د نهايي تولید مقدار oq دی. لکه څرنګه چې ټول تولید oq دی چې د داوړو کمپني ترمنځ مساوي ویشل کېږي د هوکړې له مخې په OP قیمت او د هر واحد څخه RO مقدار ګټه ترلاسه کوي.
دویم د قیمت رهبري: په څوګوني انحصار کې د قیمت رهبری نا بشپړ جوړښت دی کله چې په صنعت کې ټولې کمپنۍ د يوې لوی کمپنۍ تر رهبري لاندې کار وکړي. د کمپنیو ترمنځ هوکړه شوي وي چې په صنعت کې د یوې کمپنۍ له خوا د توکو قیمت ټاکل کېږي او نورې همدا قیمت تعقبوي . کله چې تولید یو شان وي نو یو شان قیمت ټاکل کېږي خو د توکو د یو شانوالي نه صورت کې هم یو شان قیمت ټاکل کېږي . په امریکا کې د قیمت رهبري صنعت کې د بسکیټ، سمنټ، اوړه، سګريت، شیدې، پطرول او نور شامل دي . د قیمت رهبري په لاندې دریو برخو ویشل شوی دی :
ټيت لګښت قیمت رهبري: په دې ډول د قیمت رهبري کې هغه کمپنۍ چې لږ لګښت لري قیمت ټاکي او نورې کمپنۍ یې تعقیبوي . چې لاندې مفروضات لري.
دوه کمپنۍ شتون لري، د دواړو په لګښت کې توپیر شتون لري A کمپنۍ لږ لګښت لري او B کمپنۍ ډېر لګښت لري.
دواړه یو شان د تقاضا او وروستی عاید کرښې لري
ډېر خرڅونکي شتون لري
د صنعت د تقاضا کرښه دواړو کمپنیو ته معلومه ده یانې پرې پوهيږي.
موډل: دواړه کمپنۍ د هوکړې له مخې B کمپنۍ A کمپنۍ تعقیب کړي ځکه چې لګښت یې لږ دی او مارکيت سره یو شان شریک کړي. چې کولی شو په لاندې ګراف کې روښانه کړو:D د صنعت د تقاضا کرښه ده d/MR سره برابره دی چې د دواړو کمپنيو لپاره د تقاضا کرښه ده او mr د وروستي عاید کرښه ده. د A کمپنۍ د لګښت کرښه AC او MC او د لوړ لګښت کمپنۍ B د لګښت کرښې ACa او MCb. دي.

که د واړه کمپنۍ په خپلواک ډول سره کړنه ترسره کړي نو B کمپنۍ به OPقیمت د هر یو واحد کړي او OQb خرڅلاو مقدار وي چیرته Bچې MCb د mr کرښه پرې کوي.
په همدې ډول د لږ لګښت کمپنۍ به OP1 قیمت وټاکي او خرڅلاو به یې OQa داشي او په A نقه کې به MCa کرښه mr پرې کړي. خو کله چې دواړه سره هوکړه وکړي نو B کمپنۍ یانې لوړ لګښت ولا خوښه نه لري یوازې لږ لګښت ولا کمپنۍ به تعقیبوي A. نو خرڅلاو به OQa او قیمت به OP1 وي چې ډېره ګټه به هم نه ترلاسه کوي خو له بلې خوا به لږ لګښت کمپنۍ ډېره ګټه ترلاسه کوي OP1 او خرڅلاو به OQ مقدار وي. خو کله چې دواړه کمپنۍ یو شان تولید پلوري OQa نو د بازار د تقاضا کرښه OQ د دواړو ترمنځ مساوي شي خو که B کمپنۍ په خپل قیمت OP پاتې شي نو خرڅلاو به یې صفر شي ځکه چې تولید یو شان دی او ټول مشتریان به Aکمپنۍ ته لاړ شي.
دویم مسلط کمپنۍ قیمت رهبري موډل: دا ډول داسې دی چې په صنعت کې یوه لویه کمپنۍ شتون لري او یو شمېر نورې وړې کمپنۍ .مسلطه کمپنۍ قیمت ټاکي وړې کمپنۍ خپل تولیدات خرڅوي او خلا بیا مسلطه کمپنۍ ډکوي .نو ځکه داسې قيمت ټاکي چې لوی کمپنۍ ته ډېره ګټه ولري . او لاندې مفروضات لري.
په صنعت کې یوه لویه کمپنۍ او یو شمېر وړې کمپنۍ شتون لري.
لویه کمپنۍ قیمت ټاکي:
ټولې کمپنۍ د بشپړ سیال په توګه سیالی کوي د تقاضا کرښې به مکمل ډول ارتجاعیت لري او توکي په ځانګړي قیمت پلوري.
لویه کمپنۍ کولی شي چې د بازار تقاضا کرښې ته په یوازې ځان ځواب ووایي.
لویه کمپنۍ په دی حالت کې وي چې کولی شي په ټاکل شوي قیمت د نورو کمپنیو عرضه معلومه کړي.
موډل: د پورتنیو فرضیو په پام کې نیولو سره کله هره کمپنۍ توکي د مسلطې کمپنۍ په نرخ پلوري او  د قیمت په وړاندې یې تقاضا کرښه په مکمل ډول ارتجاعیت لري. او د وروستیو عاید کرښه یې د تقاضا له کرښې سره افقي وي. کمپنۍ تولید تر هغه وخت ترسره کوي چې دوروستي عاید کرښه یې د وروستي لګښت کرښې سره مساوي شي .د ټولو کمپنیو د وروستي لګښت کرښې ټوله یيزه عرضه ټاکي او له مسلطې کمپنۍ سره بشپړه سیالی کوي قیمت ټاکي او وړې کمپنۍ پرې خپل توکي خرڅوي.
د مسئلې کمپنۍ د رهبرۍ د قیمت موډل یو شمېر متغیرات هم لري امکان لري چې دوه یا له دوو څخه ډېرې لوی کمپنۍ شتون ولري په کوچینو کمپنیو کې چې د مارکيت د نیولی لپاره شاید ګډوډي پیدا کړي، امکان لري چې تولید متنوع هم وي.
درېيم ـ د تحول او بدلون د قیمت رهبري: دا یو داسې حالت دی چې په دې کې یوه مسلطه کمپنۍ شتون نه لري لیکن یوه کمپنۍ په په انحصاري کمپینو کې چې ښه مدیريت ولري لومړی د قیمت تغير اعلانوي او نورې کمپنۍ یې تعقیبوي په ټول صنعت کې. چې په دې کې داسې کمپنۍ نه وي چې لګښت یې کم وي او یا لویه وي. دا اړینه نه ده چې د قیمت رهبري په دي ډول کې دی د شته صنعت پورې اړه ولري امکان لري چې له صنعت څخه د باندې کمپنۍ هم قیمت وټاکي.
په څوګوني انحصاري کې له قیمت پرته  سیالۍ: په څوګوني انحصار کې د قیمت له لارې سیالۍ ډېرې فعالې نه وي په ټوله یيز ډول په څوګوني انحصار کې قیمت ثبات لري د کمپنوی ترمنځ سیالۍ په دې کې وي چې څنګه په بازار کې تولید برخه ډېره کړي که په څوګوني انحصار کې که کمپنۍ وغواړي چې خپله برخه په بازار کې د قیمت د کمښت له لارې ډېره کړي نو سیالۍ به د کمپنیو د قیمت د کمښت او زیان له پروسې سره مخ کړي، ځکه دوی غیرې قیمتي سیالۍ ته مخه کوي. غیرې قیمت سیالۍ مانا دا چې کمپنۍ غواړي خپل خرڅلاو له نورو لارو ډېر کړي مانا دا چې د اعلانات، مشتریانو خدمات، او د تولید بیوالی.
د عرضې دوه ګونی انحصار(Douply): هغه بازار چې هلته دوه پلورنکي شتون ولري او یو شان تولید ترسره کوي یا پلوري هغه ته ډوپولي وايي .
تقاضا انحصار Monopsony: د مارکيټ یو داسې ډول دی چې یوازې یو اخیستونکی او ډېر پلورونکي شتون لري چې دا له انحصار سره يو شان مفهوم لري په انحصار کې یو پلورونکی وي او په دې کې یو اخیستونکی شتون لري چې دا ډول مارکیت ډېری وخت د کار په بازار کې شتون لري . اخیستونکی انحصار کولی شي د توکو د اخيستلو په تغير سره قيمت کې تغير راولي او موخه یې دا وي چې مازاد ترلاسه کړي او هڅه کوي چې نهايي لګښت له نهايي افاديت سره برابر کړي او هغه په دې پوهيږي چې د قیمت او پير تر منځ مخامخ اړيکه شتون لري موږ کولی شو چې د اخيستونکي د دتعادل قيمت د ګراف په وسيله هم روښانه کړو.

MU د نهايي افاديت کرښه،MC نهايي لګښت کرښه ،ACد صنعت د عرضې کرښه چې له کومه ځايه اخيستل کوي اخيستونکی د E په نقطه کې تعادل ته رسيږي چې MC=MU سره او هغه OQ1 مقدار په OP قیمت له بازار څخه پیري او هغه افادیت چې اخیستونکی تر لاسه کوي عبارت دی له: PEE1P1 .
 
tags

  

  

د محمد داود نیازی ژوند لیک
محمد داود نیازی زیار کښ او ژمن انسان
زما د ژوند د یو ستونزور او خواږه پړاو ،پیاوړی او هوښیار ملګری ،د چا په خټه کې چې ژمنتوب ،رښتینولي او ملګر پالنه له پیله نغښتې ،د یوه ښه انسان ځانګړنې یې د وجود په هر رګ کې غزونې ......

      

...

  

ستاسې تبصرې

*


Top