ډاکټر ځيرکيار سره مرکه

ډاکټر ځيرکيار سره  مرکه



د افغانستان اوسني د ملي وحدت حکومت کې ډېر ژر ايتلافونه جوړېږي او ډېر ژر له منځه ځي. کله ولسمشر له مخالف ټيم څخه کسان خپلوي او کله يې خپل ټيم ټوټه کېږي. د دې معنا څه ده؟
ځواب:
په افغانستان کې د امریکې د نیواک په اوږدو کې، د ۳۱۰کلنې افغان واکمنۍ د ثـقل مرکز ړنګ شوی دی، او د اوسني ګړبـېـدلي سیاسي قـدرت په چوکاټ کې د جهادي قـدرتمندانو مادي تنده لا تر دې دمه نه ده ماته شوې. په افغانستان کې واکمني په مارکېـټ(بازار) اوښتې ده. بې ژمنې، خو قدرت طلبو، ټنګه سرو، سرټیټـواومصنوعي اشخاصو ته د سیاست ډګر خوشې شوی دی او په پایله کې یې ټولنه بې اڼـډوله شوې او بې حیثیته شوې ده. امریکې اشغال شوی افغانستان د چورآبـاد په فُـرمول تنظیم کړی دی: چور یې کړه او د ځان لپاره یې اباد کړه! دنورو دولتونو په شان،په اشغال شوي افغانستان کې هم دولت په درې پښـیزه کرسۍ ولاړدی چې د هېوادوالو(اتباعو)ازادي او حقوق خوندي کړي: پارلمان قوانین جوړوي، ولسمشرقوانین پلي کوي،او ستره محکمه قـــوانین تفـسـیــروي. د افغانستان د اوسنی دولت درې څانګې (اجرائیه/حکومت، قانونیه/پارلمان، او قضائیه/ستره محکمه )په بې مثاله فساد کې ډوبې دي!
په افغانستان کې د ۱۶کلنې روانې وحشي جګړې په اوږدوکې پښتون په پاڅون کې لګیا دی، خو د جلالت چپن حامد کرزي او دوهــم مفــکراشرف غني احمدزی د ولـسـشـرمۍ په مهال د سولې په عالي شورا کې یو پښتون هم مـشـرنه دی ټاکل شوی؟! دغه مسولیت باید ډاکتر عثمان روستار ترکي او ډاکتر فاروق اعظم ته سپارل شوی وای، نـه د ډالرتاریات عاشقانو او هېواد پلورونکو ته!
۲. دغه راز حکومتي ادارې هم له ستر قانوني کړکېچ سره مخ دي. ولسي جرګه کلونه کېږي چې پرته له ټاکنو پر مخ ځي. دغه راز د اجرايه رياست څوکۍ لا هم قانوني ځای نه لري. راتلونکو ټاکنو کې هم د دې موقعيت مبهم دی. دغو حالاتو ته په کتو تاسې د افغانستان راتلونکي ته نېک فاله ياستئ او که څنګه؟
ځــواب:
دا د ټاکل شوي ولسمشر(اشرف غني) وظیفه ده چې په خپل ټیم کې څوک ونیسي یا یې ورنه وباسي، نه د هغه مهال د امریکې د بهرنیو چارو د وزیرر جان کري(۲۰۱۳تر۲۰۱۷)! غني ټول هــغه قدرت لري چې اساسي قـانون ورکړی دی او حکــومت یې له هغــو وزیــرانو جوړېـږي چې د ولسمشر د مشرۍ لاندې خپلې وظیفې سرته رسوي. د افغانستان د اوسني اساسي قانون(۱۳۸۲ل/۲۰۰۳ز) ۶۰ تر ۷۰ مادې په ولسمشر راڅرخي. د حکومت موضوع په څلورم فصل (۷۱ تر ۸۰ مادې) کې خوندي شوې ده. د عبد الله عبدالله (اجراییه ریـیـس/چیف اِیکسیکوټیو آفـیسر) اداري لقب یو اسم بی مسما دی: د بهرني هېواد(امریکې) د بهرنیو چارو د وزیر جان کري له خوا غوره شوی او د هغه په ټینګار کارول شوی دی، د اوسني اساسي قانون د جمهور رییس او حکومت په فصلونو کې دغه ډول لقب یا تشکیل نـشته او د افغانستان په پخوانو اداري او یا اساسي قوانینو کې هم دغه ډول لقــب نشو مینــدلی. روغه به دا وای چې سیاستوالانو د حبیب الله کلکانی د واکمنۍ په مهال(جنوري تر اکتوبر ۱۹۲۹ز) مروجو «...عناوین مضحک جرنیل خود مختار و کرنیل خود مختار و امثالـهم آن....»*) ته مراجعه کړی وای او «مجاهد» عبدالله عبدالله ځان «رئیس خودمختار افغانستان مقبوضه» ګـڼــلی وای!!
*) میر محمــد صدیق فـرهـنګ، افغانستان در پنج قــرن اخيـــر. ۱۹۸۸ز/۱۳۶۷ل، ۳۹۱مـخ
 
۳. د حکمتیار په اړه څه فکر کوئ؟
ځواب: زه شخصا ښاغلی حکمتیار نه پیژنم. خو د تدبیر، تنظیم، زړه ورتیا او د وینا د استعداد په اړه یې پوهـېـږم. حکمتیار د افغانستان د اکثریت (پښتنو) یو کوټلی غړی دی او ترخې تجربې او کړاونه یې ګاللي دي. د هغه د دغو کفایتونو او ظرفیتونو په مټ زما اټکل دا دی چې ګړبېدلی افغانستان د حکمتیارمټ ته اړتیا لري. زما هیله دا ده چې ټول خپلواکان او په افغانسستان او عدالت مین افغانان یو موټی شي! خوشحال بابا ویلي وو:
کــه کــښـینم ننګ و ناموس ځي ...... که پـاڅـم پاڅي طـوفـان
۴. امريکا بيا هم افغانستان ته پوځيان را استوي، معنا دا چې جګړه به لا هم پر مخ ځي. تاسې څه فکر کوئ، امريکا افغانستان کې ارامي غواړي او که د جګړې دوام؟
ځواب: امریکا کوټلی پانګه وال او جنګي نظام لري. پانګه وال نظام بې له جګړې نشي چلیدلی او جګړه نوو وسلو ته اړتیا لري. نوې وسلې او جګړې د پانګـه وال نـظام تـنده ماتولی شي. دغه ډول په یو بل معتاد نظام د دوهمې نړۍ والې جګړې په اږدو کې په امریکا کې رامینځته شو، او په ۱۹۶۱کې د جنورۍ په شلمه نېـته ورته د دوهمې نړیوالې جګړې ستر جنرال آیـزنــهـاور او ورپسې د امریکې ولسمشر(۱۹۵۳تر۱۹۶۱) په خپله وداعــیه وینا کې د «عسکري-صنـعتي ټلوالې» نوم ورکړ(میلیټري-اینـډسټریل کامپلیکس). د امریکې کانګرس او نور غټان هم د دغې ټـلـوالې مریدان دي. افغانستان د امریکې لپاره هغه مورچل(سنګر) دی چې چین، روسیه، ایران او هـیند ورنه څارل کېـږي. پښتون په افغانستان کې اکثریت دې، خو د یو څوغیرپښتون اقلیتي افغانانو او د امریکې د مرکزي استخباراتوپه ګډه پروژه کې د سي. أې. اې. د احصائیو په کتاب کې (هر کال له جولای ۱۹۹۲راهیسې) د پښتنو قومي او ژبنۍ احصائې ډېرې ټیټې ښودل شوې دي. ما د دغې دسیسې په وړاندې په پښتو او انګریزي ژبو لیکلی عکس العمل وښو. که څوک علاقه لري چې زما تحلیل په پښتو او/یا انګریزي ژبه ولولي، زما سره دې د ایمیل له لارې تماس ونیسي. ۶جولای۲۰۱۷
zirakyar1234@yahoo.com
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top