افغان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې سنګاپور ته ماته ورکړه

افغان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې سنګاپور ته ماته ورکړه



د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام غوراوي په سیالیو کې افغان ۱۹ کلنې لوبډلې د سنګاپور سیالې لوبډلې ته په لوی توپیر ماته وکړه.
یاده لوبه چې نن په سنګاپور کې تر سره شوه افغان لوبغاړو وکولی شول چې له ۵۰ اورونو څخه په ۲۶ اورونو کې د کوربه هیواد ټولو لوبغاړي وسوځوي په داسې حال کې چې سنګاپور لوبډلې ۹۲ منډې تر سره کړې وې.
په افغان توپ اچوونکو کې یوسف ځاځی تر ټولو ښه وځلیده چې د حریفې لوبډلې ۵ لوبغاړي یې وسوځول، همدارنګه نوین الحق ۳ او ظاهرخان دوه نور لوبغاړي له مخې لېرې کړل.
افغان لوبډلې وکولی شول چې په اووه لسم اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو موخې ته ورسیږي او لوبه په خپله ګټه پای ته ورسوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top