د لندن دجولای ادبې غونډه:

image_demo_30



نن دشنبى ورځ وه ، دپير باورې په دفتر کې دلندن دادبي غونډې ياران را ټول شول ،غونډه لا پيل نه وه . چې هر يو دهيواد په جاري حالاتو خپله انديښنه له يو بل سره شریکوله. زموږ يو ه پخواني اوتجربه کار ملگري وويل : په دې ورځو کې مې عجيبه کيسه اوريدلي ده . اوهغه داچې تیره ورځ له خپل ملگري سره په يو ليرې ولايت کې په سکايپ کې مخامخ شوم . هغه را ته کړه چې اوس په کليو کې دميرمنو ښيراوي هم بدلي او دورځي په نرخ شوي دي ، ما ويل څنگه ؟ هغه وويل چې له کلي نه راغلي يو کس را ته ويل چې يوه ښځه اوميړه سره په جنگ اخته وو ، ښځي ورته نه ويل چې خداى دې خوانيمرگ که . بلکې ورته ويل يې چې خداى تعالي دې داسې وشرموه لکه دتنظیمونو مشران چې اوس پرتوگونه په اوږه گرځوي .
بل ملگري له تجربه کاره وپوښتل : ددې کيسې شرح نزول په څه کي دي ؟
هغه وويل دا مې داقاى خرسوار دخبرو په رابطه وکړه ، چې په دې وروستيو ورځو کې يې په خپله يوه وينا کې ويلي دي چې له لويديز نه هر پشک شوې اوهر سگ شوى راځي ،نکټايي غاړي ته اچوي او په زرگونه دالره معاش اخلي اودلته مقرريږي .
خرسوار صيب په ټوله بې حيايي اوبې شرمۍ په دي وينا سره له هيواده ليرې ټول تعليم يافته او تحصيل کرده قشر سپک کړى دى ، دا دهغه له عقدې سره تړاو لري چې ان زده کړه اوعلم خو څه کوي چې اوس خر سوار صيب په خپلو خبرو کولو هم نه پوهيږي .
بل ملگرې چې د کوټې په بر کنج کې ناست وو ، کاغذونه يې يو پر بل کيښودل اودخبرو وار يې وغوښت ،وويل: :
ما خو دلته خر شويي اوسگ شويي نه ده کړې اونه خو بې تحصيله يم په کابل پوهنتون کې هم استاد ووم خو اوس مې پتييلي ده چې دلته يو شل بوجۍ صرف پودر واخلم اوله ځانه سره يې کابل ته يوسم اوهلته په سپيدار ماڼۍ کې خر شويي وکړم . ځکه دا خر له هغه ورځي چې دباميانو او کوه بابا له سمڅو را وتلی او ايراني بارونه يې وړي دي ، پرې منځل شوى نه دى ، زه به دهغه دپرې منځلو دنده واخلم . دلته سگ شويي نه کوم ،پشک شويي نه کوم ، همالته خر شويي کوم ، دا ځکه چې دا هم دوطن يو خدمت دى ،
بل ملگري چې اسلام دين نوميږي اونوى دې غونډي ته راغلي وو وويل : تاسي غصه مه کوئ زه په ارواپوهنه کې زده کړه لرم ، دپښتو يو شاعر عبدالقادر خټک وايي:
شپون غوبه ځکه سنگدله وباله شي + چې روزگار کاندي دکاڼو له بيديا
مطلب مې دادی دچا چې له څه شي سره سروکار وي ، هماغه عادتونه اخلي ، خرسوار صيب چې سروکار يې دمزار دچارکند له خرو سره وو اوس دخره ځانگړنې دهغه رگونو ته لاره کړې او دهغه درگونو له لارې دهغه مغز ته داخلي شوي چې له هماغه ځايه تراوش کوي ،راڅاڅي اوپه ټولنه خپل اغيز ښندي.
دغونډي يو کشر ملگري چې بحث ته يې په ځير وزور غوږ نيولي وو ، اجازه وغوښته وې ويل : زه به درته يوه کيسه وکړم ، پلار مې يو وخت په کابل کې دپوليسو په ماموريت کى دنده درلوده هغه کيسه کوله چې کله ميوند واټ نوى جوړ شو پاپا فرهاد ښاروال وو ، ډير کړاو يې گاللي وو، يوه ورځ يو نابلده کليوال ښار ته راغلي وو ۔ځاى يې پيدا کړي نه وو دسرک په منځ کې يې اودس ماتى کړى وو ، ترافيک راغلي وو اوهغه يې کلک نيولى وو اوپرې ټينگار يې کاوه چې ژر کوه يا دې دا مرداري پاکه که اويا پيسى را که . لاروي ورته ويل : برو بچيم ترافيک ادم استي ترا به اين کار ا چه ؟
ترافيک ورته وويل : اوهو . غول دې کم وو چې اوس ماته سپکاوي کوي اوترافيک ادم را ته وايي .
نو که دخر سوار صيب نه پوښتنه وشې چې وطن خو مو مرداريو نيو ، دغلامانو غلام صيب خر ابن الخر ، خرزاده صيب ، هغوى چى ېو عمر زده کړه کړي ، په لويديځ کې پوهنتونونه گز وگام کړي ، هغو ته پشک شوى وايي ، ؟ عجب خريت دى .
په هر صورت: غونډه ادبي اوهنري غونډه وه ، خو غونډه لا پيل شوې نه وه هر يو دخپل زړه بړاس وويست ، يوه وويل زه درته دروانې غميزې په باب خپل څو ټکي وايم چې دا حالت ولي را منځ ته شوى دى ؟
دکډوالى په شرايطو کې هر څومره چې دروانو سياسي حالاتو نه تيښته وکړو او ادبياتو يعني شعر او کيسو ته پناه يوسو، په یو نه يو ډول مو سترگې هغو کوڅو او وستلونو ته اوړي هلته چې مو غورځي پرزې کړي او لوبې مو کړي اوڅه مو لوستي او دروزگار څپيړې مو پر مخ خوړلي دي ، دوطن حالات مو را تخڼوي .زموږ احساس را پاروي ، پريږده چې ځينې څلور واکي چې په څلورو روان دې داخلاقو ضد دريځ ولري خو وطن وطن دى ، هلته که موږ نه يو نو پلار اونيکه مو هلته ويده دي ، له سياسته يې هم تيښته نه شو کولي .په تیره يوه دوه مياشتو کې هيواد دخونړيو پيښو بستر وو، دمزار دقول اردو پيښه ، دکابل دذنبق دڅلور لاري پيښه دهلمند دکابل بانک پيښه او داسې نورې ډيرې دزنځير کړۍ دي ،
په زردشتي کيت کې زمان يا زروان يو مقدس عنصر دى ، دستايني اوپرستش وړ دى ، کيداى شي يو سبب به يې دا وي چې هغه پيښې چې دټولني په ژورو کى جريان لرې دوخت په تيريدو سره يې سر ته راباسي.
۱، دمزار دشاهين قول اردو خونړى پيښې چې په هغه کې يو نيم سل کسه زلمي دلمانځه پر سر په شهادت ورسيدل ، داسلام او مسلمانۍ په وړاندې يوه لويه پوښتنه کيښوده . په دې مانا هغه چې داسلام په نوم جنگ کوي ، هغه مسلمان نه دي ، داسلام په نوم زموږ په هيواد کې په اسانۍ دوطن انسان وژل کيداى شي ، دا په هيوادکې داسلام دراتلونکي په وړاندې هم سواليه ږدي ،
۲، دذنبق څلور لاري چاودنه يوه خونړى پيښه وه . خو دپيښې په تعقيب يو ه ډله کسان را پاڅيدل دنظام اودولت په وړاندې يې دريځ ونيو اوان دچپه کيدو تصورات يې په سرونو کې وروزل ، دمسعود ورونو چې اوس يې دجهاد نه يو دوکان جوړ کړى دى. په دې لټه کې شول چې له لاسه ورکړي امتيازات بيا تر لاسه کړي ، خو زمان دچا پروا نه کوي ،په دې لاريونونو کې ديو لوي اکثريت مليت په وړاندې هم شعارونه ورکړل شول ، ددې له پاره چې په هيواد کې نفاق اوافتراق ته لمن ووهي ، خو د((حضرت ايوب )) صبر هر څه روښانه کړل ، وې نه شول کړاى کومه گټه تر لاسه کړي .
۳. په ترکيه ،انقره کې د څو تنو ورټوليدل چې گواکي نظام وننگوي اوهغه اړ کړي چې دوى ته نور امتيازات ورکړل شي ، بيا هم ونه شول کړاى ، چې خبره يې سر ونيسي ، دا ځکه چې زمان په شاه نه ځي ، دهراکليت خبره موږ دوه وارې په عين وخت کې دهماغه اوبو نه نه شو تيريدلي ، دا ياران چې په خپله په نظام کې ونډه لري ددوى هڅې له مشروعيت سره مخامخ کړي ، دوى بايد پوه شي چې صلاحيتونه اوواکونه نه ورکول کيږي بلکې په ننى دوران کې صلاحيتونه د څرنگوالى او ظرفيت له مخې اخيستل کيږي .
۴، ځينې کړۍ چې دغلا وو او دپرديو نه داخيستو پيسو په اړوند دحساب انديښنه ورسره ده ، هم هڅه کوي چې دافغانستان په کچه څه چې په پښتون قوم کې دننه دغلجي او دراني زړه ناروغي را ژوندۍ کړي ، خوا يا دا به ځاې ونيسي ،
نو دا اوداسې نورې ډېر ې پيښې چې لست يې اوږد دى او هر ه ورځ مخالفتونه او ننگوني را ايجادوي په يو څو کرښو کې را لنډيږي اوهغه داچې:
ولسمشر دمارانو په لکۍ پښه ايښي ده ، دديوانو اوښامارانو سوړې ته يې اور ورته کړې دى ، دوى له دې ډار لري چې نن دى که سبا دى دا مال دزرغون شاه دى ، ددوى سره حساب کيدونى دى ، نړيواله ټولنه اودولت اوخلک دا په کلکه تقاضا لري ، هغو چې په دوبۍ کې قصرونه رانيولي دي اوملکيتونه يې اخيستي دي بازار يې نور سوړ دى ،
بل دادى چې له کلونو را په ديخوا نيابتي جگړې معراج او س روښانه کيږي اوهغه دا چې بايد بندونه جوړ نه شي دافغانستان شتمني خوندي نه شي دهيواد خلک په ارامۍ اوسوکالي ژوند برخمن نه شي نو دذنبق څلور لاري له پيښي وروسته ايراني اخند هم غاړه صافه کړه وې ويل چې ((ما بي تفاوت مانده نمى توانيم ،)) داسې بريښي چې دا ټولې پيښې اودا ټول عملونه اوعکس العملونه يو له بله سره دځنځير دکړيو په څير رابطه لري ،
دمازديگر دپنځو بجو په شاوخوا کې غونډه پيل شوه ، سوله مل شينوارې دتل په څير يوه سترگه پټه اوبل وغړوله او دغونډې دپيل قومانده يې ورکړه ، لومړى يې دداکتر مجاور احمد زيار صيب نه هيله وکړه چې خپل شعر ولولي :
زيار استاد دسمندري غلو په نوم يو انځوريز شعر ولوست ، چې وروسته پرې ډېرې خبري هم وشوي ،
له نيکه مرغه په دې غونډه کې وتلی او منلی ميلمه قاسم خان مندوخيل هم گډون درلود ،
له هغه غوښتتنه وشوه چې دخداى بخښلي مندوخيل په باب چې دپښتنخوا ملي عوامي گوند يو ټول منلي مشر وو په کارنامو اومبارزو رڼا واچوي . خودده له وینا ترمخه د غونډې برخه والو نوموړی ته ددعا لاسونه پورته کړل او هغه مرحوم ته ېې د لوی خدای له درباره نومړی مرحوم ته بخښنه وغوښته . له دعا وروسته قاسم خان د مرحوم رحیم مندوخیل په ژوند او کارنامو تفصیلی او هر اړخیز بحث وکړ . او دنومړی مرګ ېې د هغه د ګوند او په ټوله کې د پښتني آزادی بخښونکی غورزنګ کې لویه تشه وبلله .
له هغه وروسته وار فدا نظري ته ورسيد ، هغه يو ه شعرې طرحه ولوستله ۔ چې هم پرې نيوکې اوهم ستا ینه وشوه ، نيوکي په دې مانا چې نه يې وزن درلود اونه يې قافيه خو په دې وستا یل شو چې يو ښه تصوير يې درلود چې کيسه ترې جوړيداى شوه ، ځينو برخه والو هغه یو سپین شعرشعر اوځنو لا داستان او ادبی نثر ته ورته داستان وباله.
له فدا نظري وروسته وار نظيف تکل ته ورسيد ، هغه په خپل وار کې يو غزل اويو ازاد شعر ولوست،
غلام حيدر يگانه صيب چې زموږ معزز سپين ږيرې دى هم يوه څلوريزه ولوستله چې صميميت ترې بريښيده ،
کرگر هم هم په خپل وار دبنجاره په نوم کيسه ولوسته چې ښه او په زړه پورې تصویر او د کلی او کلیوالو ژوندی انځور په کې وو . سوله مل وویل : کیدای شي کیسه نوره هم تصویری شي . کیسه موږ کلی او هغو وختونو ته بیایی چې نور ښا یی د کلیوال ژوند د تاریخ یوه برخه وګرځی او بیا تکرا ر نشي.
اوپه پاى کې سوله مل شينواري ېوه کيسه وړاندې کړه چې په زړه پورې وارزول شوه ،
کیسه که څه هم تراژیکه او غمجنه موضوع وه خو د کلتوری حسا سیت له مخې ېې برخه د کیسې تر پا یه وخندول.
 
 
tags
Aliexpress INT

ستاسې تبصرې

*

Top