کودتا ولې کوی؟

image_demo_30



دا څو ورځې د ولسي جرګې ځینو وکیلانو انډوخر جوړ کړی دی، کله د حکومت په ضد  غونډې کوي او کله په خپلو منځونو کې سره په جنګ وي، دوي چې د ولس استازي دي نو بیا یې د ویده ولس نه څه ګیله ده، دا به را سره منیچې په روان جنګ کې د همدې خلکو لاس شته خو افسوس چې حکومت مو دومره کمزوریدیچې دوی د لاسه نشي نیولی تر څود  تورو پنجرو شاته یې واچوي.
پروان کې د نجراب یوه قومندان د مشرانو جرګې په مشر تور پورې کړی دی چې ګواکې دی د وسلوالو سره مرسته کوي، خو حکومت هيڅ سر نه ښوروي چې دا خبره وپلټي چې دا رښتیا ده که هسې تور دی.
بله ډلګۍ کندهار ته تللېوه او د حکومت په ضد یې غونډکۍ جوړه کړي وه، د خوست وکیل او د ولسې  جرګې لومړيمرستیال د سپینې کودتا ګواښ حکومت ته وکړ، خو ولسمشرۍ ماڼۍ یوازې دا خبره خندونکې هم ونه بلله، د  کندهار یو غټ ورمیږي وکیل کندهاریان په داسې خبرو تحریکول چې ګواکې د لویکندهار کدرونه حکومت د لوړو پوسټونو څخهلرې کوي.
زه دوي ته حیران یم چې کله دوی  په ارګ کې ننوتل او وتل هغه وخت هیڅ نه وو خو چې کله یې دوی د ارګ لوی کمیشنکاران وبلل او ولسمشر  ته د ټولو څیرې بربنډې شوې نو ولسمشر خراب اومتعصب شو...
دوی  هغه  ځای ګروي چې نه تخنیږي؛الکوزي شرکت ته ولسمشر ځمکه ورکړه همدا خلک د ایران او پاکستان  په اشاره جګ شول په ولسمشر یې نیوکې پیل کړې چې ولې دېځمکه ور کړي ده داسې دي اوهسې دي!
خو زما بې شعوره ولس تر اوسه خپل خیټور استازي نه دي پیژندلي او دوي داسې خلک دلته رالیږليدي چې خپل جیب او کور ته کار کوي،په سفارتونو کې د خپل غریب ولس په سر  معاملې کوي، کله یې په چا خرڅوي او کله یې هم په چا!
خو زموږ ولس یا نه دي پیژندلي که پیژندلي یېهم وي نوباید بیا په داسې خلکواعتبار ونه کړي،دا وار باید ولس داسې خلک را ولیږي چېپه ریښتیاد دوی د حقونو نه دفاع وکړي، نه داسې خلک چې د دوی حق په بل چا وپلوري.
زموږ ولس په ورځ کې سل واره خرڅیږي،په حق یې معاملې کیږي،بورسونه یې په بازارونوکې خرڅیږي او استازيیې خپل عیشاو عشرت پرېکوي؟
 که ولس ویښ  نه شي،دا وارې مخلص او په وطن  مین استازي را ونه لیږي نو ولس بیا خپله خپل ځان په نورو خرڅوي.
پاتې شوه د تورې او سپینې کودتا خبره زه حیران دېته یم چې دوی کودتا ولې کوي او په چا یې کوي؟ دوی خو دی سبا ته زر نفر د یوې مظاهرې په بڼه را وباسې بیا به یې موږ هم ومنو، موږ د  احمد ضیا او نورو ټرتولغتو ملیوني لاریونونه (!) ولیدل چې حکومت یې چپهکړ.
دا خلک چې داسې خبرې کوي خرڅ شوي عناصر دي، د نړۍ په یوه هیواد کې همد ولس استازي نه دي جګ شوي، او حکومت ته یې داسې ګواښونه نه دي کړي بلکهخلک خپلوحکومتونو ته ارتقا ورکوي خوزموږ څو نفر د پردیو په اشارو خپل مشروع حکومتونه نړوي .
دوي تاریخ ته نه دي کتلي چا چې مشروع حکومتونه ړنګ کړي دي سرنوشت يې داسې شوی دی لکه د سقاو زوس او داسې نور.
tags
Aliexpress INT

ستاسې تبصرې

*

Top