ولسمشر: په ټاکنو کې شته ستونزې به حل شي

ولسمشر: په ټاکنو کې شته ستونزې به حل شي



افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې په ټاکنو کې شته ستونزې به له څیړل کیدو وروسته حل شي.
نوموړي یادې خبرې په هغه غونډه کې وکړې چې په ارګ کې د ټاکنو په اړه جوړه شوې وه او زیاته یې کړه چې په ټاکنو کې د ستونزو د هواري لپاره باید له نړیوالو شریکانو سره یوځای عمل وشي.
نوموړي د ټاکنو کمیسیون یو خپلواک بنسټ وباله.
له ارګ څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي دي چې په یاده غونډه کې د ټاکنو کمیسیونونو غړو او مرستندویه هیوادونو استازو ګډون کړی و.
په یاده غونډه کې د دولت اجراییه رییس ډاکټر عبدالله وویل چې د ټاکنو په اړه نړیواله ټولنه خپلې د مرستو ژمنې زیاتې کړي.
tags

ستاسې تبصرې

  1. 1.ع.سريف زاد


    سلام

    دا فغانستان  ولس مشره زه دوه پيشنهاده لرم . لومړى وړانديز مه دادي هغه کسان چې ډير ګواښ کوي  او ځان مستحق بولي .تاسي په خپله خبري کنفراس ډير ښايسته څواب وويلې. خو زما په نظر په ټولو مهمو ځايونو او مقامونو کې هرڅوک چې وي بايد د يوې ازموينې يا د امتحان له لارې وټاکل شي د امتحان د نمرو په اسا س انتخاب شي. دوهم وړانديز مې داده چې د سولې لاره اسانه  ده په دې شرط چې هسې په نوم ډوډي خواره، بې کفايته، بې تعليمه د سولې له شورا وباسي او پر ځاى داسې کسان راولي چې دسولې په مکانيزم باندې پوهېږي مونږ بې له سولې بله لار نه لرو يوازې سوله مونږ سره يوځاى کولاى شى

    ولس مشره سياسي اخلاق ډير مهم دى يو سياستوال بايد سياسي اخلاق ولري او هسې وګړي نه وي

     

*


Top