امریکا له ایران څخه غوښتنه کړې چې خارجي اتباع دې خوشي کړي

امریکا له ایران څخه غوښتنه کړې چې خارجي اتباع دې خوشي کړي



د امریکا دولت له ایران څخه غوښتنه کړې ده چې په جعلي تورونو دې خارجي اتباع نه نیسي او هغه امریکایان او نور بهرني وګړي دې ژر تر ژره خوشي کړي چې د دروغو په تورونو د یاد هیواد په زندان کې شپې ورځې سبا کوي.
د ایران د قضا ویاند ویلي دي چې د حسن روحاني ورور حسین فریدون یې د فساد په تور نیولی دی. همدارنګه نوموړي ویلي دي چې یو چیني الاصله امریکایی یې هم نیولی دی.
ایران یاد امریکا یي وګړي ته لس کاله سزا اورولې ده.
امریکا له ایران څخه غوښتنه کړې ده چې په غیرعادلانه ډول دې خلک نه محاکمه کوي او خوشي یې دې کړي تر څو له خپلو کورنیو سره یوځای شي.
ویل کیږي چې یاد امریکایی ایران ته د محصل په توګه تللی و.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top