دفاع وزارت وایي ډیورنډ ته څېرمه د پاکستاني پوځ عملیات بې ګټې دي

دفاع وزارت وایي ډیورنډ ته څېرمه د پاکستاني پوځ عملیات بې ګټې دي



د افغانستان دفاع وزارت ویلي دي چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني پوځ عملیات بې ګټې دي.
د یاد وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ویلي دي چې که پاکستان رښتیا غواړي له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي نو د ترهګرو مرکزونه د دغه هیواد په لویو ښارونو کې او لومړی دې هغه له مینځه یوسي.
نوموړي زیاته کړې ده چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه افغانستان پوځ عملیات کړي دي او هماغه بسنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني پوځ د ډیورنډ هغې غاړې اجګل په دره کې چې د ننګرهار له اچین سره لګیدلې ده د داعش ډلې د له مینځه وړلو په پلمه عملیات پیل کړي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top