هلمند: ناوه کې ۳۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

image_demo_30



د هلمند ولایتي چارواکي وايي چې یاد ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۱۸ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۵ نور یې ټپیان دي.
له هلمند ولایت څخه روهي ته په را استول شوې خبر پاڼه کې د خبر پخلی شوی او پکې ویل شوي دي چې په یادو عملیاتو کې هوايي ځواکونو هم برخه اخیستې ده او افغان ځواکونو لس کیلو متره پرمختګ کړی دی.
په خبر پاڼه کې راغلي چې په وژل شوو کې د طالبانو شپږ مهم قوماندانان هم شامل دي.
په یادو عملیاتو کې ا افغان سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴ نور یې ټپيان دي.
tags
Aliexpress INT

ستاسې تبصرې

*

Top