مریم، د ښځینه دعا آمین!

مریم،  د ښځینه دعا آمین!



ژوند یو خدایي نعمت دی او کول یې د ستر بادار لخوا، بنده ته، تر ټولو محترمه پیرزوینه ده؛ـ

او دنیا د دې شریني تحفې څخه د خوند اخیستلو لپاره، هر بنده ته یوازینی، له الهي لوري ټاکل شوی مکان دی.
یعني: چي هر هغه څوک چي د خدای ج له طرفه دې دونیا ته را لېږل کېږي نو په پوره مانا د ژوند کولو حق لري، دا چي حق به یې تر څومره انحصاراتو لاندي وي او یا به یې څومره په خپل کانترول کي وي؟، هغه بېله موضوع ده؛ خو هر څوک حق لري، چي د خپل برخلیک په قدمونو روان واوسې. له خپل ژوند څخه په مناسیبه توګه خوند واخلي او هغي ازمویني ته، چي میدان ته یې د ورتللو څخه مخکي هر انسان د امادګۍ نیولو لپاره دونیا ته را لېږل شوی؛ له خپلي ټولي خپلواکۍ نه په استفاده د خپلي جنتي بریا په خاطر ډېر ډاډه ژوند وکړي.

زه غواړم، چي د دې خبري په کولو سره ځان د هغه حقیقت ویل ته اوباسم؛ د کوم چي ټول ښایست د دروغو په بدرنګۍ رنګ کړل شوی او اکثر افغان وګړي ورته اوس هم په سپکه سترګه ګوي.
«ښځینه هم د نارینه غوندي، د بنده لپاره په جوړه شوې ازمایښتي نړۍ(دونیا) کي، د خپلواک او ښه ژوند د کولو حق لري»
دا حق ښځو ته بنده نه دی ور کړی؛ بلکي خدای ج ورکړی او خدای ج د خپل ملکیت ساتنه پخپله کوي؛ ځکه خو یې تل د سبب په توګه، د هر فرعون په وړاندي یو موسی پیدا کړی؛ لکه پرون یې چي د ښځو د حق ساتني لپاره ملاله میوندۍ را ولېږل او نن یې مریم او مریم ته ورته څو نوري بهادري حق ساتونکي.

د دې لیکني موخه مي، نه خو په مکمله مانا د ښځو د حق واضح کول دي او نه هم د نارینه د خودخواهۍ  او خودبینۍ تشریح کول؛ یوازي غواړم، چي د خپلو زلمیو احساساتو تنکۍ تنده ورکه کړم او لږ هغه ستوری چي نور سیلانیان ورته د ورېځي پیکه څرک وایي، په ټولو ووينم.

په افغانستان کي د ښځینه فکر د ازآدۍ زېری او د پېغلو روښان برخلیک، مریم امرخېله یادوم.
چا چي ما او اکثریت نورو نارینه وګړو ته د خپل هنر او مهارت په ښودو عملي  ثابته کړه؛ دا چي ښځي هم د اشرف المخلوقات یوه برخه ده او د همدې اهمیت له مخي په دونیا کي، د لوړ سر او ډاډمن ژوند کولو پوره حق لري.

ټولي ښځي د مریم امرخېل په څېر د هري ټولني د سولي او یووالي ترانه وي. فرق بس دومره دی، چي ځینو یې پخپله ځان پېژندلی وي او ځیني  یې د نورو لورو څخه د ځان پېژندني په تمه وختونه سوځوي.

اغلې امرخېله له ډېر وخت څخه پېژنم. ډېره باحیا، فرهنګپاله او روښان فکره شخصیت ده.
کله چي هم ورسره مخ کېږم؛ نو له نامه سره مي یې، بې واکه د محترم دروند لفظ په خوله را غبرګ شي. په حقیقت کي اغلې امرخېله د افغاني ښځینه نسل د ډېرو محترمو، بااحساسو او هڅاندو قدرونو له جملې څخه ده.

تل مي ترې غوښتنه کول، چي اجازه را کړي، تر څو د ژوند د طلایي وختونو په لیکلو یې څو عاجزي کرښي ډکي کړم او زه یې هم د نورو لیکوالانو غوندي د همدردۍ نیک مسؤلیت لږ اداء کړای شم؛ مګر په ژوند یې د څه لیکني د اجازه را نکړه. شاید لامل زما په لیکنیز او ادبي هنر به یې پوره باور نه ؤ او یا هم دا چي، اخلاقً به یې ځان ته د غوره لقب لرونکي شخصیت په توګه د مشهوره کېدو زړه نشو کولای.
اکثر داسي شوي چي، یو قابل کس د دې لپاره چي پخپله ټولنه کي د عام اولس لخوا د خودغرض، ځاني او... ګمانونو ښکار نشي، ډېر یې ځان د صفتي قلم له څوکي لیري اوسولی دی.
خو کله به چي هم ما ورته د لیکني د کولو داجازې په باره کي یادونه وکړل؛ نو دې به وویل:
ــــ نه، هیله کوم، ځان مو مه په زحمت کوئ، زه هسي هم د دومره ستایني قابلیت نلرم.
په هر صورت ښه شو، چي اغلي امرخېلي راته د څه لیکلو اجازه رانکړل؛ لږ تر لږه زه خو وخت او احساس لږ وختي اړ کړم، تر څو د خپلو ټولنیزو ارزښتونو یادښت پرته له خنډ څخه پخپله خوښه ولیکم، که څه هم پوره شخصي مالومات یې په اړه نه ولرم .

نازک خیاله، لیکواله، ژورنالیسته، ښوونکې، د افغاني ښځو پیغام او د زرتار صنعتي دفتر بنسټګره، اغلې مریم امرخېل په پاکستان کي د مهاجریت د بېګناه عذاب څخه د خلاصون وروسته د خپلي ټولي کورنۍ سره یوځای خپل هیواد افغانستان ته راغله او د میدان ښار ولایت په مرکزي ساحه کي مېشت شول. له نن څخه څو کاله(؟) مخکي د کابل ښار ته د تعلیم کولو په موخه لاړه؛ چي بلاخیره یې مکتب خلاص کړ او د ښو نمرو په لاسته راوړلو یې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځۍ ته لاره پیدا کړه.د څلور کلونو د تېرښت وروسته یې د لیسانس ویاړ هم خپل کړ او له پوهنتون څخه په لوړه درجه فارغه شوه. له فراغت سره سم یې د ښځو د حقوقو، په خاصه توګه د هغوی د تعلیمي حقوقو څخه د دفاع په هدف اخلاصانه کوښښونه پیل کړل؛ چي په ډېر کم وخت کي یې ډېري زیاتي او غوري لاسته راوړني ولرلای شوې.
د مثال په توګه: د عامو ښځو لپاره د لاسي کارونو د بازار لا ښه پیدایښت ته د زرتار صنعتي دفتر پرانیستنه، په 2016م کي د افغان ښځو په استازيتوب د سولي نړیوالي جایزې ته نومانده کېدل، په مختلیفو سیمو کي د انجنو د مکتب په جوړولو او یایې هم په اساس ایښودلو کي پراخه ونډه اخیستل، د بېلا بېلو رسنیو له لاري د ښځو د حق غوښتلو غږ پورته کول او دې ته ورته نوري حماسي او ملي هڅي، چي هيڅ وخت یې ورکي خپله وسه نه ده درېغولې او تل یې د خپلو خدایي خدماتو د بهیر اوږدوني جذبه ژوندۍ ساتلې.

بشردوسته مریم امرخېل خپل ژوند او انساني خواخوږي یوازي تر یاد شویو ځایونو پوري نه ده خاصه کړې؛ بلکي د خپل ټولو ملّي خدمتونو سره – سره یې کورنی ژوند هم بې تفاوته نه دی پريښودلی.
سره له دې چي اغلې مریم د ځان، کورنۍ او ټولني د خیر لپاره لاسي کار او زحمت کوي؛ په څو مختلفو ادارو کي هم خپله دنده په ډېر صداقت او بریا مخته وړي.
د مریم امرخېل په اړه، زما پوره وینا، لیکنه او د هغې محترمي د اهمیت ټوله یادونه، شاید کتابونه ځای ونیسي. بس خاص د دې لپاره چي زه وکولای شم، د اغلي مریم په ژوند او هڅو یوازي یو د رڼا او وزاحت
ووړ څرک وکړم؛ نودا نیمه لیکنه مي زړه شو چي ولیکم.
زما همدا وړه لیکنه په همدې ځای پای ته رسوم.

د اغلي مریم امرخېل د تلپاتي روغتیا، بریا او سرلوړۍ په هیله.

 

په درنښتونو...

2017/15/7 شنبه.
11:30 PM
کاري دفتر، شهرنو، کابل.


tags

ستاسې تبصرې

*


Top