پوهنې وزارت: ښوونکي دې د دندې تر لاسه کولو لپاره له رشوت ورکولو ډډه وکړي

image_demo_30



د پوهنې وزارت ټولو هغه کسانو ته  چې غواړي د ښوونکي په توګه په کابل او ولایاتو کې دنده تر لاسه کړي، خبرداری ورکوي، چې چارواکو ته دې له رشوت ورکولو ډډه وکړي.
د دغه وزارت د عمومي زده کړو معین ډاکتر ابراهيم شينواري، روهي ويبپاڼې ته وويل چې يو شمېر بستونو دوی ته ورکړل شوي، چې د آزادې سيالۍ او شفافې آزموینې له لارې به ښوونکي په دندو وګوماري. د ده په وینا، چې دا آزموینې به په دې ډول وي، چې ۳۰۰ سوالونه به تريبيږي او له هغه به يو ښوونکي ته ۲۰ سوالونه د حل کولو لپاره په تصادفي ډول سره غوره او ورکول کيږي؛ پارچې باندې به د امتحان ورکوونکو نومونه نه وي او هغه به مخکې له مخکې په شفري ډول سره جوړيږي، چې څوک د مرستې او واسطې امکان و نه لري.
ډاکتر شینواری وايي، چې غوره به دا وي، چې د دندې په لټه کې ښوونکي له رشوت ورکول ډډه وکړي، ځکه دا پیسې يې ضایع کيږي او هيڅ چارواکي ته به دا امکان ورنکړل شي، چې واسطه وکړي او یا له خپلې دندې ناجایزه ګټه واخلي.
د یادونې ده، چې همدا اوس د افغانستان د ۲۶ ولایتونو لپاره د پوهني رييسانو آزموينې او مرکې روانې دي. د دغه وزارت کاروکوونکي او يو شمېر د نورو ادارو چارواکي وايي، چې دا لومړۍ ځل دی چې په دغه وزرات کې د پوهنې رييسانو آزموينه په دومره شفافه توګه تر سره کيږي.
باید وويل شي، چې په ملکي برخه کې د پوهنې وزارت تر ټولو لوی او مهم وزارت دی، چې نږدې ۷۰ سلنه تشکيلوي، خو له بده مرغه په دغه وزارت کې پراخ فساد د پوهنې بهير ډير پڅ کړی دی. زموږ د مالوماتو له مخې، په ولایاتو کې د يو ښوونکي د مقررۍ نرخ ۷۵۰ او په پلازمېنه کابل کې ۱۰۰۰ امريکايي ډالره دی.
tags
Aliexpress INT

ستاسې تبصرې

*

Top