ارزګان کې د بهرنیو ځواکونو په شپنۍ چاپه کې د یوې کورنۍ ۱۶ ښځې او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ارزګان کې د بهرنیو ځواکونو په شپنۍ چاپه کې د یوې کورنۍ ۱۶ ښځې او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې



دارزګان ولایت مرګز ترینکوټ دناقل د سیمي یوشمیر اوسیدونکي وايي چي جمعي په شپه بهرنیو ځواکونو په پزه سیمه کي چاپه ووهل چي پرمهال يي دیوي کورنۍ ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي او دوه نا درکه دي.
ولایتي روغتون وايي چي دوی ته تر اوسه ۸ تنه ټپیان وروړل سوي دي.
دوژل سوو او ټپیانو دکورنۍ دوه غړي چي روغ پاته وه وايي چي دکورنۍ ۶ غړي چي دوي ښځي او څلور ماشومان دي ووژل سوه لس تنه ټپیان او یوه ښځه او یوماشوم لادرکه دي.
دا په داسي حال کي ده چي په ترینکوټ کي له تیرو شاوخوا ۶ ورځو راهیسي دافغان ځواکونو له لوري عملیات پیل سوي دي.
دارزګان ولایتي چارواکي په دي اړه له څه ویلو ډډه کوي خو دولایتي روغتون سرپرست رئیس ډاکټر ضیاءالرحمان وايي چي دپيښي له ځایه تراوسه دوی ته اته تنه ټپیان چي څلور ښځي،دري ماشومان او یو ځوان دی وروړل سوي دي.
نوموړی وايي چي په ټپیانو کي دڅلورو تنو روغتیايي حالت داندیښني وړ دی.
له دي دوي ورځي وړاندي هم دترینکوټ په ګوګرک سیمه کي دیوه چریکي هاوان لګیدو له امله دیوي کورنۍ دوي ښځي او یوماشوم ټپي سوي وه.
خو دي وړاندي بیا دافغان او بهرنیو ځواکونو په بریدونو کي ګڼ شمیر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top