د افغانستان د حکومت لخوا د خپلو اوبو مهار کول او د ایران غیر دیپلوماتیک غبرګون

د افغانستان د حکومت لخوا د خپلو اوبو مهار کول او د ایران غیر دیپلوماتیک غبرګون



مخکی له دی چی د اوبو د ویش او د ملی یووالی د حکومت لخوا د اوبو د مهارولو په پلان لیکنه وکړوغواړم د اوبو په هکله ګرانو هیوادوالو او عزتمندو لوستونکو ته لنډاو ګټور معلومات داوبو په اړه وړاندی کړم.
اوبه :  يوه کيميايي ماده ده چې کيميايي فورمول يې H2O دی. دا يو داسې ماليکيول دی چې د آکسيجن له يوه او د هايډروجن له دوؤ اټومونو د کوالېنټ تړنگ په پايله کې رامېنځ ته کېږي. په ثابتې تودوخې او حالت کې اوبه د يوه مايع په بڼه وي، خو په زمکه باندې اوبه د مايع تر څنگ په جامده بڼه لکه يخ او کنگل او د گاز په بڼه لکه بړاس هم موندل کېږي. اوبه په اوب-کرکجنو هوارو د مايع کرېسټالونو په بڼه هم موندل کېږي.
اوبو د زمکې د سرمخ ۷۰،۹% پوښلې، د ژوند هر يوې بڼې او اړخ ته يو اړين شی دی د زمکې پر سر اکثراً اوبه په سمندرونواو سمندرونو نه دباندې په نورو اوبزېرمو کې موندل کېږي، ۱،۶٪ اوبه د زمکې نه لاندې زېرمو کې موندل کېږي او ۰،۰۰۱ % اوبه په اتمسفير کې د بړاس، ورېځو او نورو بخاراتو په بڼه موندل کېږي سمندرونه د ټولو اوبو ۹۷ ٪ برخه، کنگلتونونه او د واورو قطبي غرونه د اوبو ۲و۴ ٪ برخه او په وچه کې د اوبو زېرمې، دريابونه، ډنډونه او رودونه دا ټول ۰،۱ ٪ برخه جوړوي. د زمکې د اوبو ډېره لږه برخه په ژونديو بيالوژيکي اورگانيزمونو او نورو صنعتي توليداتو کې موندل کېږي.
ټولی هغه اوبه چی د ځمکی لاندی‌،‌د ځمکی په سر او یا سطح پیدا کیږی د د هایدرو سفیر په نامه سره یادیږی. د خاوری په سر د اوبو تمویل په حجمی ډول سره 1,338,000,000 km3 دی.‌
د اوبو دوران : د اوبو دوران په علمی ډول سره د هايډرولوژیک دروان په نامه سره یادیږی. عبارت د یو دوامداره تبادل اوبو دی چی د هايډروسفیر، اتموسفیر ،‌ دخاوری د اوبو ، د څمکی د سری اوبه ، دځمکی لاندی اوبو او نباتاتو تر منځ صورت نیسی.
اوبه پورته یادو شوی ځایونو ته په لاندی طریقو انتقال مومی.

  1. تبخیریevaporation

  2. ورښت precipitation

  3. سیلاب runoff

(ویکپیيډیا)
اوبه په اسلام او ساینس کی : ساینس پوهان په دې باور دي چي د اوبو ارزښت دومره زیات دی د (Viscosity) یعني لزوجیت له پلوه چي په هیڅ مایع شي کي نسته چي ورسره پرتله او وروسره مقابله سي.
اسلامي ساینس پوه هارون يحی وايي:
اوبه د خپلو کیمیاوي او طبعي ځانګړتیاوو سره سره د ژوند اصلي جوهر او بنسټ دی، او ځمکه او د ځمکې ژوند پر اوبو ولاړ دی، الله جل جلاله انسان پیداکړ او و مځکي ته ئې راواستاوی چي پرځمکه ژوند وکړي او بشریت يې هدایت ته چمتو او اماده کړی، وروسته د انسان ژوند پر اوبو وتړل سو او همدارنګه اوبه د انسان د ژوند لپاره یو بنسټ او د انسان و ژوند ته ئې توازن ورکړی دی.
اوبه په قرانکریم کي
 أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا نَسُوقُ الْمَاءَ إِلَى الْأَرْضِ الْجُرُزِ فَنُخْرِجُ بِهِ زَرْعًا تَأْكُلُ مِنْهُ أَنْعَامُهُمْ وَأَنْفُسُهُمْ أَفَلَا يُبْصِرُونَ. (سجده: ۲۷)
ایادوی ونه لیدل چي موږ اوبه په وچي او بې ګیاه ځمکه کي جاري کوو نو د هغه په وسیله کښت راباسو څو ئې دوی هم وخوري او څاروی ئې هم ، ایا دوی نه وینی؟ 
وَمِنْ آيَاتِهِ أَنَّكَ تَرَى الْأَرْضَ خَاشِعَةً فَإِذَا أَنْزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ... (فصلت: ۳۹)
او د الله له نښانوڅخه یوه داده چي ته ګورې ځمکه ویده پرته ده نو کله چي موږ پرې اوبه واوروو نو په ناڅاپي ډول هغه خوځیږي اوغوړیږي.
وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً مُبَارَكًا فَأَنْبَتْنَا بِهِ جَنَّاتٍ وَحَبَّ الْحَصِيدِ. (ق: ۹)
اوله اسمانه څخه مو برکتناکي اوبه نازلي کړي دي او په هغو سره موباغونه او د رېبلو وړکښتونه، غلي داني رازرغونه کړي.
د اوبو ارزښت : هر شی په اوبو سره ژوندی دی، یقینا که انسان د مځکې وکُرې ته ځیر سي او یو نظر ورته واچوي او څه فکراو د ښکلي تصور مزي وغزوي نو دابه ورته جوته سي چي د هر ژوندي شي (حیوان او نبات) د ټولو ژوند په اوبو پوري تړلی دی، چي دا یو نړیوال ساینسي ، انساني او معقول واقعیت دی هیڅوک ور څخه سترګي نسي پوټولای، د انسان بدن که څه هم غوښه، هډوکي، مالګي او نور څه لري خو زیاته ونډه د اوبوپکښې ده، او هر څه چي دی خوري زیاته برخه ئې اوبه دي؛ که چیري په یوه انسان کي اوبه کمي سي یعني د اوبو د کموالی (Dehydration) سره لاس او ګرېوان سي نو انسان د پښتورګو په ناروغۍ (Nephritis) اخته کیږي. (دتعلیم الاسلام ویب پاڼه  عبدالغفار جبیر لیکنه )
دافغانستان او ایران ترمینځ داوبوویش او موجوده ستونزه:
دافغانستان او ایران ترمینځ  داوبو دویش ټړون په کال1351 هجری شمسی کسی دکب دمیاشتی په22 نیټه چی د 1973 میلادی دکال دمارچ له 13 نیټی سره سمون خوری دهیواد پلازمینه کابل ښارکی  دوخت صدراعظم شهید محمد موسی شفیق او دایران  صدراعظم  امیر عباس هویدا  لخوا لاسلیک شو.
د یادې ټړون له مخې ایران ته د هلمند له سیند څخه باید په کال کې ۸۵۰ میلیونه متر مکعبه اوبه ولاړې شي.
د افغانستان کابو ۷۰ سلنه اوبه د دوی په لور روانې دي،  او دکورنی جګړو اوګړکیچونو له امله دهغه ټړون دایرانه له خوا په صداقت سره  عملی نشو او دمعلوماتو له مخی حتی ایران هیڅکله د پورتنۍ پریکړې له مخې عمل ندی کړی او دټړون پریکړی یی هم عملی کړی ندی ایران تقریبآد ۴۴ کلنو کې خپل تر حق ٧٥ فیصده زیاتي اوبه وړې دي..زمونږ با تد بیره ولسمشر د اوبو ښه مدیریت په موخه د بندونو جوړولو او داوبو دمهارولو ته مخه کړې او جامع پلان او امکانات یی ورته برابرکړی دی او دابه دهیواد په سیاسی او افتصادی تاریخ کی يوه لویه لاسته راوړنه وی.
دملی یووالی حکومت او شخصآ د ډاکترصیب محمد اشرف غنی دافتصادی او زیربنای پروژو دتطبیق دپلان له مخی چی په هیوادکی به د اوبو ټولی سرچینی او منابع مهاروی او بریښناکوټونه او دبریښنا بندونو  (د کجکي، کمال خان ) بندونودسروی او په ځینو باندی دکار دپیل او همدارنګه دسلما بند دافتتاح څخه وروسته دګاونډیانو غبرګونونه را وپارل:
د ایران دجمهور ریس حسن روحاني غبرګون: "په افغانستان کې د کجکي، کمال خان، سلما او نورو بندونو د جوړېدلو په هکله چوپ پاتیکید لی نه شو، ځکه دغه بندونه پر خراسان او سیستان بلوچستان ولایتونو اوزموږ د ژوند په چاپېریال باندی اغیز کوي"  
په وروستیو کې د ایران د پارلمان د ملي امنیت مشر علاوالدین بروجردي وویل، چارواکي د اوبو کمښت ته کمه پاملرنه کوي، خو دا یوه امنیتی موضوع ده ، د ایران د انرژۍ وزیر حمید چیتچیان هم وايي، د ایراني ولس پایښت د اوبو کمښت له خطر سره مخ کړی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ د ایران ولسمشر خبرې رد کړې او ویې ویل چې د افغانستان حکومت د اوبو د نړیوالو قوانینو مطابق حق لري، چې له خپلو اوبو څخه د خپل ولس په ګټه کار واخلي او مونږ دومره وايو چې د ایران ولسمشر دې د خپلو خبرو په هکله یو فکر وکړي.
د طالبانو(د ملا رسول ډلې د ایران د ولسمشر څرګندونې غندلې دي)
د طالبانو د ملا رسول ډلې عالي شورا دافغانستان داوبو او د بندونو په اړه د ایران د ولسمشر څرګندونې وغندلې. د ایران ولسمشر څو ورځې مخکې په افغانستان کې داوبو د بندولو پر جوړولو اعتراض کړی و او زیاته کړې وه، چې دا مسله ایران ته زیان رسوي. د طالبانو د عالي شورا ملا رسول ډلې ویاند عبدالرحمن نیازي په یوه رالیږلې خبرپانه کې ویلي، چې د ايران ولسمشر حسن روحانى بي مسٶليته څرګندونې کړې دي. سرچینې زیاته کړې، چې دوی د ایران د ولسمشر څرګندونې په کلکه ردوي او سخته غندنه یې کوي. دغې ډلې د ایران د ولسمشر څرګندونې د افغانستان د خپلواکۍ پر ضد او د افغانستان د دښمنۍ په معنی بولي . په خبرپاڼه کې راغلي، فغانستان ازاد او خپلواک هیواد دی، اوبه یې د افغانانو خپل ملکيت دی، موږ د ايران له حکومت څخه جدي غوښتنه کوو چى په راتلونکي کې له داسې څرګندونو ډډه وکړي. د افغانستان حکومت اوملي شورا هم د ایران د ولسمشر څرګندونې غندلې ديبندونو جوړول د افغانستان حق دی.
د نیمروز بلوڅانو هم کابل کې د ايراني ولسمشر د خبرو بر وړاندې احتجاجي غونډه درلوده او له حکومته یې غوښتي چې د اوبو اداره کولو چارې دې پیاوړې کړي.
د افغان پولې سره د ایران تر ۴۰ بندونه شتون:
ر افغان چارواکي وايي، دوی یواځې څو بندونه د ایران له پولې سره ولایتونو کې جوړوي، خو ایران دا ډول ۴۰ بندونه او ډنډونه جوړ کړي دي.
خو د افغانستان د برېښنا او انرژۍ وزارت مرستیال عبدالبصیر عظیمي بي بي سي ته وویل، چې افغانستان ملي ګټو او نړیوال کنوانسیونو ته په پام خپلې اوبه کنټرولوي.
دی وايي: "افغانستان کرنیز هیواد دی. له اوبو کار اخیستل یې اقتصاد جوړوي. دا برېښنا بندونه له ځواکمن او اباد افغانستان سره مرسته کوي.
ښاغلی روحانی دښاغلی حامد کرزی په دوره کی هم دی ته ورته د بهرنیو ځواکون په شتون هم غبرګون ښودلی وو او ویلی وو:«موږ په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو له لوري د کړکیچ په راپورته کیدو اندېښمن یوو اوباور لرو چې درست بهرني پوځیان باید له سیمې ووځي او د افغانستان امنیت د دغه هیواد خلکو ته وسپارل شي.» حسن روحاني ټینګار وکړ چې ایران په سیمه، منځني ختیځ او «فارس» خلیج حوزه کې د هر بهرني پوځ د حضور مخالف دی.(تاند )
د افغانستان حکومت ګاونډیانو ته ډاډ ورکړی چې په کور دننه به د خپلو اوبو پر سمبالښت د هغوی حقونه زیانمن نه کړي. د اوبو او انرژۍ وزارت د ایراني ولسمشر هغو څرګندونو ته غبرګون ښوده چې په افغانستان کې د بندونو جوړول یې د خپل هېواد پر کرنه او چاپیریال د ناوړه اغیز لامل بللي وو. ، خو د نړۍ د تودوخې په زیاتیدلو سره د اوبو ستونزه ورځ له بلې پر نړیواله مسله بدلیږي او داسې ښکاري چې افغان حکومت څومره د خپلو اوبو د پیزوانولو هڅه کوي، ورسره به یې د ګاونډیانو نیوکې او ان په مقابل کې لاسوهنې زیاتیږي.
ښاغلی محترم خالد احمد کوهستانی، د "د افغانستان اوبه کولای سی چی ۲۰۰ ملیارډه ډالره کلنی عواید ولری(تر عنوان) لاندی لیکی:
افغانستان په مجموع کي ۱۸ ملیارده متره مکعبه تر ځمکي لاندي اوبه لري چي د همدې اوبو څخه یې د کاله ۳ ملیارده متره مکعبه مصرفیږي.
همدارنګه افغانستان د کاله ۵۷ ملیارده متره مکعبه اوبه چي د اورښتونو په پایله کي په رودونو او سیندونو کي بهیږي لري، د همدي ۵۷ ملیارده متره معکبه اوبو څخه یې صرف ۱۸ ملیارده متره مکعبه اوبه په هیواد کي د ننه مصرفیږي او پاته ۳۹ ملیارده متره مکعبه اوبه یې و ګاونډيو هیوادونو ته په وړیا توګه ورکول کیږي، په داسي حال کي چي په نړیوالو بازارونو کي د اوبو بیه فی متره مکعبه په ۱،۵ یو اعشاریه پنځه ډالره پلورل کیږي.
که چيري افغان حکومت وکولای سي چي د خپلو اوبو مدیریت په ښه او دقیقه توګه وکړي، کولای سي چي د کاله ۶۰ ملیارده ډالره یواځي د خپلو ګاوندیو هیوادونو څخه تر لاسه کړي، په داسي حال کي چي د افغان حکومت ټولټال کلني مصارف ۱۰ ملیارده ډالر دي او کولاي سي چي خپل شپږ کلن مصارف په یو کال کي تر لاسه کړي، که چیري افغان حکومت په دي وتوانیږي چي نوموړي اوبه په افغانستان کي د ننه مصرف کړي، ۷ ملیونه وزګار وګړي به په دندو بوخت سي او د کاله به تر ۲۰۰ ملیارده ډالرو پوری عواید هم تر لاسه کړي، چي په دي سره به افغان حکومت اقتصادي خپلواکي تر لاسه کړي او د مصرفي هیواد څخه و صادراتی هیواد ته او د مرسته غوښتونکي هیواد څخه و مرسته کونکي هیواد ته تبدیل سي.
په مجموع کي هغه هیوادونه چي لوړ اوپرمختللی اقتصاد لري امنیت یې تامین او د لوړ نړیوال اعتبار څخه برخمن دي، چي اتباع یې کولاي سي بیله سوداګریز او یا هم سیاحتی ویزو څخه نورو پر مختللوهیوادونو ته سفرونه ولري.
ایران او پاکستان د کاله تر ۳۰۰ ملیارده ډالرو پوري د افغانستان او اوبو څخه د کښت او کروندو په واسطه تر لاسه کوي او ترکمنستان هم د کاله ۱۶۰ ملیارده ډالرو پوري د افغانستان د اوبو په واسطه د بریښنا د تولید څخه تر لاسه کوي.
(افغان تحریک- ټول افغان ویب پاڼه)
همدارنګه د نوي افغانستان په نامه د څیړنو مرکز وايي، افغانستان خپلې یوازې ۳۰ سلنه اوبه کاروي او پاتې نورې پرته له اغیزناکې کارونې ګاونډيو هیوادونو ته ورځي.
د دغه څیړنیز مرکز مشر عبدالله هیواد ناامني هم د اوبو له ستونزو سره تړي او په دې اند دی چې یو شمیر هیوادونه غواړي افغانستان همداسې ناامن وي تر څو يې دوی له اوبو وړيا ګټه واخلي.
'هرکال زموږ ۱۹ میلیارده متره مکعبه اوبه پاکستان ته ورځي، که يې په پيسو وشمېرو او هر متر مکعب په دوه ډالره حساب کړو شاوخوا ۳۸ میلیارده ډالره مو د اوبو له حسابه پاکستان ته ورځي. هغه معلومات چې موږ راټول کړي ۳۴ میلیارده متره مکعبه اوبه مو ایران ته ځي. سترې سترې زیرمې يې ورته جوړې کړې. ان ايران پر کوېټ د افغانستان اوبه پلوري. ايران دولت موږ ته يوه روپۍ هم نه راکوي. پاکستان ته چې ځي يوه روپۍ نه راکوي. په مقابل کې هره ورځ پنځه او شپږ زره کډوال زموږ له پاکستانه راباسي . ښاغلی هیواد وايي افغانستان یواځې له ایران دولت سره تړون لري چې له مخې يې افغانستان بايد په ثانيه کې ۲۶ متره مکعبه اوبه هغه هیواد ته ورکړي. '
د نړیوال بانک موندونو له مخې؛ افغانستان د خپلو نورو سرچینو تر څنګ د دریوو سترو، په شمال کې آمو ، په ختیځ کې کابل سیند او په جنوب کې هلمند سیند په درلودو سره ۵۷ ملیارد متر مکعبه اوبه لري، چې د هغه له جملې یواځې ۱۷ ملیارد متر مکعب څخه کار اخیستل کیږي او داسې اټکل شوی چې راتلونکي کې له ۳۰ ملیارده متر مکعب اوبو څخه کار واخیستل شي. (نړیوال بانک راپور)
افغانستان دټولي سیمې داوبو دتولید مرکز دی:
کونړ،هلمند،کابل،بلخ اب، کوکچه اومرغاب هغه مهم سیندونه دي،چي زموږ له خاوري سرچینه اخلی، خوموږ په خپل وطن کی له تندي مرو، نه دڅښلوپاکی اوبه لرو اونه هم اوبه خور لپاره اوبه لرو،مګر زموږسیندونه ګاونډیانوته په ملیاردونولیټره اوبه ورکوي او موږ تراوسه دخپلواوبو یوازی ۱۰% مهار کړې دي.
همدا ډول باید ګاونډی هیوادونه هم داوبو دعادلانه وېش لپاره یوه اصولی موافقه وکړي.
موږ دهلمند داوبو پرسر له ایران سره موافقه لرو او ددې موافقې په چوکاټ کي کیدای سي ډېر اغېزمن ګامونه واخلو.
اوسني نړېوال شرایط دامني چي دځینو طبیعي موادو دکارونې لپاره باید منظم سمیز تیاری ونیول سي،ځکه داهم حقوقي اوهم عملي اړخونه لري.
معادن او اوبه زموږ دهیواد دطبیعي پانګې ستره برخه جوړوي ،خوموږ ترې تراوسه کومه دپام وړ ګټه نه ده اخستې .
ځنګل زموږ هغه ستره طبیعي پانګه ده چي موږ ورڅخه ډېره ناوړه اوناچیزه ګټه اخستې.
#دعادلانه نظام لار#
اوسه به دایران اړیکو ته کتنه وکړو.
افغانستان له ایران سره ۹۷۸ کیلومتره پوله لری ترځنګ دی دواړو هیوادو ژبه، کلتور، دین، دود هم مشترک لری چی هر یو یی کولای شی په دی اړیکوکی ښه رول لوبولی شی همدارنګه د تاریخ په اوږدو کي افغا نستان او ایران  په خپلو مینځوکي د ګاونډيتوب بیلا بیلی اړیکي در لودي ، کله به ښی اوکله به کړکیچنی او دیو بل په زیان وی. او دافغانستان دتیرو رژیمونه سره د ګاونډیتوب داصولود ښو اړیکو اوشو ژمنو که هغه سیاسی پرتوکولونه و واو که سوداګریزټړونونه وودوی تل  په سپین سترګی  سره  تیری سرغړونی کړی  په ایران کی دمیشت افغانانو نا قانونه اعدامول او دهغوی  دشکنجو، توهینولو ترڅنګ ددواړو هیوادونو ترمینځ  سرحدی تجاوزاتو چی دایران لخوا د برهان الدین ربانی په دوره کی ډیر سرحدی تجاوزات دهرات ولایت په سرحدی سیمو کی یی کړی  او زمونږ دهیواد زیاته برخه خاوره یی لاندی کړی او د سرحداتو ټول اوصول او قوانین یی دپښو لاندی کړی همدارنګه دسوادګرو د مالونو او دتیلودټانکرونو په قصدی ټوګه ځنډول ،حتی دسیاسی مداخلی ترکچه  پوری هم رسیدلی  په تیره بیا کله چی دافغانستان  دخلق دیموکراتیک نظام دزبرګو ځواکونو ،دنړیوالواودمنطقوی استخباراتی شبکو دتوطیو او دسیسو له امله سقوط وکړو او زمونږ غښتلی ملی اردو او نظام ویجاړ او له مینځ ولاړو ایرانی اخوندانواو ددوی تالی څټوته زمینه برابره شو ترڅو زمونږپه ګران هیواد کی مداخلی وکړی او خپل روزل شوی ګوډاګیانوپه ذریعه کورنیو جنګونوته زمینه برابره کړه او ددوی دسیاسی ، لوژیستکی اقتصادی او نظامی مرستو په نتیجه کی په زرهاو هیوادوال دهزار ،پښتون او تاجک ، ازبک په نوم ووژل شول قومی ، مذهبی ،سمتی او لسانی تعصبات یی راوپارول او ددی ترڅنګ یی خپله فرهنګی ، سیاسی او اقتصادی مداخله ته لانوره زمینه برابره کړه خپلو ګوداګیانو ته یی روزنیز مرکزونه،فرهنګی مراکز او خصوصآ مذهبی مرکزونه تاسیس کړل او دهیواد په غږی او صوتی رسانیو او تلویزیونوکی خپلی اړیکی جوړی کړی او حتی دهغوی لپاره یی مادی او معنوی امکانات برابرکړل ترڅو دوی په اسانه  ټوګه خپلی ژبه لپاره کار وکړی او دخپل سیاسی نفوذ ساحه پراخه کړی او دملی یووالی دحکومت هرهغی بنیادی او زیربنایی پروژو سره مخالفت ښودل دی دمثال په توګه دکاسه پروژو،  دوریښمینو دلاری دپروژی ، دسلما بند پروژه په افغانستان کی د29 هیوادونو افتصادی کنفرانس (دکابل پروسه )د سبوتاژولو ناکامه کوښښ چی د رستاخیزیانو په ذریعه لاریونونه او مظاهری کول  دانقری سیاسی  اتیلاف جوړول او اوس دښاغلی جمهور ریس لخوا دخپلواوبو دمهارولو دپلان په هکله غیر ډیپلوماتیک او غیراصولی غبرګون یی ښه مثال کیداشی. دایران او افغانستان ترمینځ دشوی تړون په پنځمه ماده کی راغلی دی چې: افغانستان به داسې اقدام نه کوې چې ایران د هلمند د سیند د حقابې نه چې په د همدې معاهدې په دوهمه، دریمه او څلورمه ماده کې راغلي بعضا یا کاملا محروم کړي، خو افغانستان حق لري چې د هلمند  سیند د پاتې اوبو څخه هر ډول چې وغواړي استفاده کولی شي. ماده کې دا هم راغلي چې ایران هیڅ ډول ادعا د هلمند په اوبو کې د هغې اندازې نه زیات چې ددي تړون مطابق تثبیت شوی ده نلري، حتی تردې چې که د اوبو نوره اندازه د هلمند په کوزنۍ دلتا کې میسره هم وي او د ایران تر استفادې لاندې هم راتلاي شي. (لیکوال: انجینر حبیب حاذق)
مونږ افغانانو ته دایران اوپاکستان دا بربنډی مداخلی او لاسوهنی او زمونږپه افتصادی اوپرمختیایی سیاستونو باندی ددوی نا دیپلوماتیکه غبرګونونه دتحمل وړندی کله چی دايران سره د محمد ظاهرخان په وخت کې د هلمند رود داوبو دويش ټړون کيدلو او دا مسله دوخت پارلمان کی دهیواد دځوانو سیاسی مبارزينو روڼ اندوپه وطن مینوافغانانو په ټول هيواد کې د مظاهرو په ترځ کې په کلکو ټکو دا تړون وغندلو. مونږ دښاغلی ډاکتر صیب محمد اشرف غنی  داقتصادی پرمختایی سیاست خصوصآ دافغانستان دطیعبی زیرمو اود اوبو دسرچینو مهارولواو مدیریت کولوپلان ستاینه کوو او خپل ملاټړتری اعلان وو . او هم دجمهورریس نه غوښتنه کوو چی په دی ټړون دسره کتنه وکړی او دنړیوالو قوانینو اونورمونو سره دی دا مسله حل کړی. اوهمدارنګه دهیواد دټولو سیاسی ګوندونو،مدنی ټولنو،ملی شخصیتونو ، قومی مشرانو د ټولو ملی جبهو او اتیلافونو دمشرانو نه غوښتنه کوو چی دهیواد دملی ګټواوملی تمامیت په خاطر دخپلو سیاسی ،ګوندی ،سمتی ،ژینی ،مذهبی او قومی ګټونه تیری شی او ملی ګټو ته ترجیی ورکړی په یواواز سره دخپل منتخب حکومت او منتخب جمهورریس ملاتړی شی او دغه موجوده شرایط او اقتصادی چانس چی د جمهورریس دکامیابه بهرنی او اقتصادی سیاست له امله ترلاسه شوی دی اونړیوالو ملاټړهم دځانه سره لری او ګاونډیان یی سیاسی او اقتصادی انزوا سره مخ کړی دی اعظیمه ګټه پورته کړو او خپل ویجاړل هیواد سمسوره او اباد کړو او هيچا ته دا موقع ور نکړو چی نور ددی هيواه د طبعي شتمنيو نه ناجایزه  گټه پورته کړي . او خپله لیکنه ددروند اوستاذ نعمان دوست په دغه  لیکنی سره پای ته رسوم چی داسی لیکی :
که زه خطیب وای، هره جمعه مې د تقریر یوه برخه د اوبو اهمیت ته ځانګړې کوله.
خطیبانو!
تاسو ولې داسې نکوئ!؟
تاسو ته یې اهمیت نه دی معلوم؟
تاسو خو به دا آیت شریف بار بار لوستی وي او په ترجمه یې هم پوهیږئ:
وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ
دسرلوړی، سوکاله او پرمختللی متحد افغانستان په هیله
ماخذونه
ویکیپیډیا
تعلیم الاسلام ویب پاڼه ( دعبدالغفار جبیر لیکنه)
بی بی سی پښتو څانګه
ټاند ویب پانه
داستاذ نعمان دوست فیس بوک پاڼه
دنړیوال بانک داپور
#دعادلانه نظام لار#
ټول افغان ویبپاڼه
ګوګل
نوي افغانستان په نامه د څیړنو مرکز څیړنیز راپور
tags

ستاسې تبصرې

*


Top