فراه کې د ماین چاودنې درې کارګر شهیدان کړي

فراه کې د ماین چاودنې درې کارګر شهیدان کړي



په فراه ولایت کې د سرک غاړې د یوه ماین چاودنې له امله ۳تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
یاد ماین چې د فراه کې پلي لوا ته نېږدې پر سرک ځای پرځای شوی و په هغو کارګرو وچاودیده چې له کاره د کور پر خوا روان وو.
د فراه والي ویاند ناصر مهري پېښه تایید کړې ده.
تر اوسه د یادې چاودنې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top