ترکیه کې لسګونه زره کسانو د تېر کال کودتا ناکامي ولمانځله

image_demo_30



په ترکیه لسګونه زره کسانو چې د ترکيې بیرغونه یې په لاسونو کې رپول د تېر کال جولای ۱۵مې کودتا ناکامي ولمانځله.
یاده لمانځنه د یوه لوی لاریون په ترڅ کې تر سره شوه چې د ملي یووالي تر نامه لاندې جوړ شوی و او لسګونه زره ترکانو پکې برخه اخیستې وه.
د ترکیې تېرکال ناکامه کودتا چې د پوځ له خوا یې تر سره کیدله د عامو خلکو له مقاومت سره مخ او ناکامه شوه.
په یاده کودتا کې ۲۵۰ تنه د کودتا طراحان او پوځیان ووژل شول او د ۲۰۰۰ په شاوخوا کې نور ټپیان شول، چې وروسته د ترکیې خلکو له خوا ټاکل شوي نظام چې رجب طیب اردوغان یې مشري کوي زرګونه کودتاچیان ونیول شول.
tags
Aliexpress INT

ستاسې تبصرې

*

Top