د ووشو لوبغاړي خالد هوتک د خوشي کیدلو لپاره کمپاین پیل شوی

د ووشو لوبغاړي خالد هوتک د خوشي کیدلو لپاره کمپاین پیل شوی



د افغانستان ځینو ملي ورزشي لوبغاړو د افغان ووشو لوبغاړي خالد هوتک د خوشي کیدلو په موخه کمپاین پیل کړی دی.
نوموړی چې په پلچرخي زندان کې بندي دی یاد لوبغاړي یې د خوشي کیدلو غوښتنه کوي.
کمپاین کوونکي وایي چې خالد هوتک یوه کوچنۍ جګړه کړې وه چې وروسته یې مقابل لوری له دعوا هم تېر شو خو دی آن په پلچرخي تر اوسه بندي دی.
خالد هوتک د آسیا اتلولیو په لوبو کې هیواد ته ۶ مډالونه راوړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top