بهرني ځواکونه وايي کندوز کې یې ښوونځی نه دی بمبار کړی

image_demo_30



په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت تر نامه لاندې بهرني ځواکونه وايي چې په کندوز کې یې د بمبارۍ له امله کوم ښوونځي ته زیان نه دی رسولی.
په یاد ولایت کې د خواجه مشهد ښوونځي مدیر ویلي دي چې د بهرنیو ځواکونو د بمبارۍ له امله یې ښوونځي ته دروند زیان اوښتی دی.
خو د غوڅ ملاتړ ماموریت او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویاند ویلیم سالووین ویلي دي چې دوی پر وسله والو مخالفینو بمباري کړې ده او کوم ښوونځي ته یې زیان نه دی اړولی.
نوموړي ویلي دي چې باوري دی دوی مشخص اهداف ویشتلي دي.
tags
Aliexpress INT

ستاسې تبصرې

*

Top