امریکا: د ابوبکر بغدادي د وژل کیدو په هکله شواهد نه لرو

امریکا: د ابوبکر بغدادي د وژل کیدو په هکله شواهد نه لرو



په داسې حال کې، چې روسي او ايراني رسنيو د داعش د ډلې د مشر د وژل کيدل، د کره خبرونه په توګه خپروي، امريکا بیا په دې هکله پښه نيولې ده.
د امریکا دفاع وزیر جيمس ماتيس تیره ورځ جمعه ويلي، چې دی نشي کولی د داعش ډلې په اصطلاح خیلفه وژل کیدو پخلی وکړي یا يې نفي کړي.
د ده په وینا، چې امریکا داسې شواهد نه دي تر لاسه کړي، چې د بغدادي پر وژل کیدو دلالت وکړي.
جیمس ماتيس ويلي: «که پر دې موضوع پوهیدی تاسو ته مې ويل، خو اوسمهال د دې خبر نه پخلی کولی شم او نه يې هم نفي کولی شم. که داسې فرض کړو، چې نوموړی ژوندی دی تر څو د دې موضوع برعکس ثابته نشي، او دا هغه څه دي چې اوس يې نشو کولی.»
د یادونې ده، چ د سوريې د بشر د حقوقو د څار اداره څه ورځې وړاندې ويلي وو، چې دوی سره دقيق اطلاعات شته، چې د داعش ډلې مشر ابو بکر البغدادي وژل شوی دی. 
د العربيه تلويزیون د رېپوټ پر بنسټ، رامي عبدالرحمن د سوريې د بشر حقوقو د څار ادارې مشر ويلي، چې د داعش هغه قوماندانان چې د سوريې د «ديرالزور» په سیمه کې دي، د البغدادي د وژل کیدو خبر پخلی کړی خو کره نېټه او ځای يې ندی په ګوته کړی. 
مخکې له دې، روسيې ادعا کړې وه، چې په ډير احتمال سره د دوی په بمباريو کې د داعش مشر وژل شوی خو امریکا په کې شک ښودلو. 
روسیې لا یوه میاشتې مخکې اعلان کړی و، چې په هغه بمباریو کې چې د سوريې د الرقه ښار سره څېرمه يې کړي وې، په ډير احتمال سره ابو بکر البغدادي وژل شوی دی. سیمه او نړۍ
د سپوتنیک رسنۍ هم  د السومریه تلويزیون له قوله ليکلي، چې د عراق د نينوا يوې سیمه ييزې سرچينې ويلي، چې د داعش ډلې د يوې لنډې اعلاميه په خپرولو سره د «اسلامي دولت» مشر ابو بکر البغدادي د وژل کیدو خبر پخلی کړی او د خپل نوي «خلیفه» د نوم د څرګندولو خبره هم په دې اعلامیه کې کړې، خو دغو رسنیو نوم ندی ذکر کړی. 
په دې وروستيو کې په داعش ډله پورې تړلې ويبپاڼې «اعماق» پر لومړي مخ هم توره پرده راتله، چې د نوموړي د وژل کیدو پخلی کوي، خو دا چې امریکا ولې پښه نيولې ده خپل دلایل به لري. 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top