مصر کې شپږو بهرنیو میرمنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

image_demo_30



د مصر په غردقه کې پرون دوې بهرنۍ میرمنې د تفریح پر مهال ووژل شوې او څلور نورې ټپیانې شوې.
یاد ښار چې ډېری بهرني سیلانیان ورته راځي برید کوونکي په چاړه دوې میرمنې وژلي او څلور یې ټپیانې کړي دي.
د مصر حکومت د زیانمنو د هویت په اړه څه نه دي ویلي خو الاهرام ورځپاڼې ویلي دي چې یادې میرمنې د اوکراین اوسیدونکې وې.
په مصر کې د اوکراین سفارت ویلي دي چې په یاد هیواد کې هیڅ کوم اوکرایني وګړی نه دی وژل شوی.
د سیمې امنیتي مسوول ویلي دي چې وژل شوې دوه تنه د اوکراین دي او دوه نورې ټپي ښځې د چک جمهوریت اوسیدونکې دي.
د مصر کورنیو چارو وزارت وايي چې برید کوونکی یې نیولی دی او څېړنې ترې روانې دي.
تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
tags
Aliexpress INT

ستاسې تبصرې

*

Top