امریکا ۳۵ تنو روسي ديپلوماتانو ته ويزې ورنکړې، مسکو بیا ۳۰ تنه امريکايي ديپلوماتان اخراجوي

image_demo_30



د امریکا د متحده ايالاتو ۳۵ تنو روسي ديپلوماتانو ته ویزې ورنکړې، خو روسيې هم په غچ کې ۳۰ تنه امریکايي ديپلوماتان له اخراجوي.
د روسي رسینو د رېپوټونو له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارو ويلي، چې د امریکا سره د دپپلوماتانو د شمېر د انډول ساتلو په موخه به د امریکا ۳۰ تنه ديپلوماتان و ايستل شي، ځکه د روسي اخراج شويو ديپلوماتانو ځایناستیو ته ویزه ورنکړل شوه.
ښايي د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا دولت دغه پرېکړه له دې ويرې هم کړې وي، چې هغه تورنه ناسم وبولي، چې د روسيې دولت د ټرمپ په ګټه د دغه هېواد په ټاکنو کې لاسوهنې کړې وې. 
tags
Aliexpress INT

ستاسې تبصرې

*

Top